مطبوعات وایي چې دکرزي په لړزانده اداره کې چې څلورګونې ستنې یې همدا اوس ، دکاواکۍ اوله یوبل سره دتقابل عتاب ګالي ، طالبانو خپل (پنځم ستون ) فعال کړی دی ، پښتانه متل کا (چې غل دې له کوره وي، ډوډۍ به دې سپوره وي ) دکابل سیاستوال نن هو به هو په همداسې غم اوښتي ، انټرنیټ او دایمیل سهولت دې خدای ژوندی لري ، دکمزورو پیاوړې وسله ثابته شوې دي ، نه په کې سانسور چلیږي ، او نه اوس دپخوا غوندې دمعلوماتو دترانزیت مخه څوک ډب کولای شي ، له همدې امله خو که پرون ویکي لیکس ددرست جهان لمن په اوږو ورواړوله ، دوه ورځې وړاندې طالبانو هم دکرزي او ایساف یو ډیر محرم سند چې په جوړولو یې ښایي ډیره انرژي او وخت مصرف شوی وي ، بربنډ کړ .
دغه سند دهغې مهمې جرګې دامنیت ساتلو طرحه ده ، چې کرزی او امریکایان یې یوازې دخپلو ګټو لپاره دائروي ، ترڅو خپل ناروا بودن ته دګیدړې قباله ترې ترلاسه کړي .
دکرزي او انډیوالانو یې له مهمو خالیګاوو او نواقصو څخه یوه داده ، چې ډېر ځله دپیښې شوي رسوایۍ ثقل نه شي احساسولای ، او که یې احساس هم کړي ځان پرې تر خندوونکي حده ناګاره اچوي ، دحکومت ترټولو دمهم او مفصل امنیتي پلان افشاء ښایي په استخباراتي عرف کې ناورین وبلل شي ، مګر راشئ دکابل چارواکو ته چې ددې رسوایۍ په وړاندې یې داسې نارمل فوزیشن خپل کړی لکه په سلو کې یې چې یوه هم نه وي خطا .
غلام صدیق صدیقي دطالبانو ادعاء چورلټ دروغ بولي ، نوموړی باور لري چې هیڅ هم نه دي پیښ شوي ، لطف الله مشعل چې ښایي دطالبانو دانټرنیټ پاڼې راپور یې کتلی وي ، ددې افشاء ګرۍ نفس الامري وجود مني ، خووایي چې دطالبانو لخوا افشاء شوی پلان دتیرو جرګو امنیتي پلان دی ، مګر دایې هیر دي چې دتیرو جرګو په مهال جنرال اسکپراتي ، پاسوال عبدالرحمن او جنرال کریمي په ترتیب سره د آیساف دقومندانۍ ، دامنیتی امورمعینیت او لوی درستیزۍ دندې نه درلودې ، دچاچې لاسلیکونه دسند په پای کې راغلي دي .
بله غاړه رنګین سپنتا په ټوله کې یاده رسوایي منلې ده ، دبي بي سي فارسي په قول نوموړي ویلي دې چې ( شبیه این مسایل در کشورهای بسیار قدرتمند هم صورت می گیرد، اما ما در کشوری هستیم که نفوذ دشمنان در آن آشکار است،آقای اسپنتا افزود: جای نگرانی و جای تاسف است) په هرحال
لوړ حقائق دغه راز دتیر کال دځینو نورو امنیتي پیښوڅرنګوالۍ که پرتله کړو ، په جوته ترې دکرزي په سلطنت کې دطالبانو دپنځم ستون د شته والي څرک لګیږي ، پنځم ستون ته په سیاسي او پوځي قاموسونو کې دهغې (وینې ) په سترګه کتل کیږي چې په نامرئي ډول دمنځ لخوا دیوه نظام څلور ګونې ستنې شپيلوي ، او خپل فعالیت دنظام په سقوط پای ته رسوي ، چې له همدې امله په یوه نظام کې ددې پدیدې شتون دنظام دله منځه تلو زیری بلل کیږي .
دکرزي د دولت دننه دطالبانو پنځم ستون چې ښایي هرڅوک یې له خپل فکر سره سم تعبیر او تقدیر کړي ، اوس کرار کرار دیوه مهم لوبغاړي په توګه خپل فعالیت رابرسیره کوي ، چې شتون او کړنې به یې ضرورتا دافغانستان په راتلونکو سیاسي جریاناتو هم مهم او ټاکونکی اغېز پرېباسي .