کور / تازه خبرونه / لويه جرګه به سبا جوړه سي

لويه جرګه به سبا جوړه سي

د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتېژيک تړون په اړه لويه جرګ به سبا جوړه سي او څلور ورځي به دوام وکړي . که څه چي په دې اړه مخکي بېلابېل راپورونه رسنيو ته ورکړل سوي ول چي د لويي جرګې ټاکلى وخت نه ؤ پکښي څرګند خو اوس افغان حکومت ويلي چي ياده جرګه به سبا يعني د چهارشنبې په ورځ ترسره سي او څلور ورځي به دوام وکړي .
د جرګې د ځنډ لامل مخکي دا په ګوته سوى ؤ چي افغان حکومت او امريکا پر ځنو خبرو بحث کوي او پر هغوى موافقې ته نه دي رسېدلي چي په سر کي ئې په افغانستان کي محبسونه ، دشپې له اړخه عمليات او نور ول خو اوس د لويي جرګې مشر ريد اعظمي وايي چي افغان حکومت او امريکا پر دې خبرو موافقې ته رسېدلي او سبا به لويه جرګه جوړه کړي.
د يادوني وړ ده چي د افغان حکومت مخالفينو ( اسلامي حزب ، وسله والو طالبانو ) او همدا ډول په حکومت کي دننه د حکومت مالف اړخ چي د اميد په نوم ډله ده او مشري ئې ډاکټر عبدالله عبدالله کوي هم د دې جرګې سره مخالف دئ او دا يو غير قانوني کار بولي .