لکه څنګه چې لويه پکتيا د دنګو دنګو غرونو، د ګڼو ګڼو ځنګلونو، د نښترونو، لمنځو چار تراشو، جلغوزيو او له طبيعي شتمنيو ډکه سيمه ده، همدغه راز د لوړو افکارو او عالى تخيلاتو شاه زلمي، بيلابيل
قومونه، اولسونه، قومي مشران، سپين ږيرى، پوهان او عالمان، د جرګو او مرکو، د کار سړى هم لري.
که چېرې تاريخي اسناد او مدارکو ته نظر واچوو دغه تاريخي جغرافيايي سيمه چې له پاکستان سره ډېر اوږد سرحد لرى، او د سرحد دواړو غاړو ته بيلابيل قومونه، قبايل او ولسونه ژوند کوى، دغه پراخه پرګنې د ځدرانو، منګلو، اڅکو ، خټکو، شينوارو، مومندو، باجوړيو، بنګښو، بيټنيو، ګربزو . . . قومونو په نامه يادېږي چې دغو پراخو قومونو او خيلونو د تاريخ په مختلفو پړاوونو کې د وطن، په ځانګړې ډول د لويې پکتيا او نورو سرحدى علاقو د دفاع او ساتنې دپاره د وطن، ننګ او ناموس له دښمنانو سره هغه که کورنى وو يا بهرنى په غيرت او ميړانه سره جنګيدلى او هغوى ته يې غوڅ او ځپنده ګوزارونه ورکړيدى چې د ننګ او غيرت خبرې يې تر اوسه پورې د تاريخ په زرنيو پاڼو کې په غټو تورو سره ليکلى او ثبت پاتې شوى دي، چې نن ورځ هر افغان ور باندې وياړي اوفخر پرې کوي.
مطلب دا چې د لويې پکتيا باتورو اولسونو د کره شواهدو له مخې د اعليحضرت غازي محمد نادر خان، غازي امان الله خان په تيره بيا د ملت د بابا محمد ظاهر شاه او د شهيد سردار محمد داوود خان د واکمنيو په مهـال خورا زيات خوښ او خوشحـال وو او تل يې د خپل هېواد د ملي منافعو، ملى او اسلامي هويت په ساتلو، او تحفظ کې فعـاله ونډه او کارنده برخه اخيستې ده. او کله چې له اوږدو تنظيمي جګړو، په تيره بيا له څو لسيزو اخ و ډب وروسته د بن د فيصلو د لاسليک له مخې منځ مهـاله اداره، ورپسې منتخب حکومت د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ رامنځته شو، د لويې پکتيا خلکو د بن د توافقاتو په بنا د خپل حکومت د هر ډول عمرانى، اقتصادي، فرهنګي، پوهنيزو او ښوونيزو پلانونو ملاتړ او هر کلى کړى او کوى يې.
په تيره بيا په دې وروستيو څه د پاسه لسو کلو کې چې د ښاغلى حامد کرزي د واکمنۍ موده ده، هم د لويې پکتيا خلکو هميشه د ولسمشر حامد کرزي د رغنده پلانونو او برنامو سره همغږى، همکارى، حمايت او ملاتړ ښودلى او له هيڅ راز ايثار، او سرښندنې څخه يې ډډه نه ده کړې.
خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي چې د لويى پکتيا له دغو فدا کاريو، سرښندنو اخلاص او صداقت سره سره لکه څنګه چې خلکو هيلې او اميدونه درلودل د مختلفو عواملو او لاملونو له امله بيا هم وروسته پاتې دي او ورته چندان سمه پاملرنه، نه ده شوې، لازمه او په کار وه چې د وخت د واکمنانو له خوا د متوازن انکشاف په اساس ورته توجه شوى واى، ولې متأسفانه د اقتصادى، فرهنګى، اجتماعي، پوهنيزې او ښوونيزې ودې په برخه کې ورته علمي توجه نه ده شوې.
همدا اوس چې ليدل کېږي د لويې پکتيا په اکثرو سيمو کې په ځانګړې ډول په پکتيکا او لرې پرتو سرحدى سيمو، ولسواليو، کليو او بانډو کې د بيارغونې چارې په ټپه ولاړې دى د سړکونو، لويو لارو، پلونو، پلګيو ، دولتى ودانيو، ښوونځيو او فرهنګي تأسيساتو حالات خراب دي او که فرِضاً څه توجه ورته شوى هم وى نا څيزه ګڼل کېږي. يا په بله ژبه د ښوونځي درسې بهير پڅ دى، اکثريت ښوونځي او مدرسې ودانۍ نلري درسې نصاب يې چندان درست نه دى، ښوونکو ته په وخت معاش نه رسول کېږي، اقتصادي حالت يې ښه نه دى، د نجونو تدريسي سيستم ته خو پيخي پام نه دى شوى، امنيتي وضعه ښه نه ده، ځينې خلک له ځينو دولتى چارواکو نا خوښ دي، د خلکو چارې په ولسواليو کې په وخت نه اجرا کېږي، اداري فساد اوج ته رسيدلى دى د ځمکې مافيا ډلې هم فعاليتونه کوي، د نيشه يي توکيو لکه چرسو کرکېله، توليد او قاچاق د ځينو زور واکانو او محلي متنفذينو له خوا تر سره کېږي.
هغه ځوانان چې له تعليم او زده کړو نه فارغېږي او د کار کولو او وطن ته د خدمت کولو مستعد دي، په کليدي اورګانونو کې نه جذبيږي او د استخدام په صورت کې د ضوابطو پر ځاى روابطو ته د لومړيتوب حق ورکول کېږي او د ظرفيتونو د کچې لوړولو ته پام نشته.
يو شمېر چارواکې د خپلو جيبونو د ډکولو په فکر کې دى، پخوا خو به په اصطلاح رشوت اخيستل کېده، مګر اوس په ځينو سيمو کې چور شروع شوى دى.
د خلکو په ځانګړې ډول د لويى پکتيا د خلکو به ښه په ياد وى چې په لوى پکتيا کې ډګر جنـرال فيض محمد خان لوګري چې يو صادق، رښتين ، او هېواد پـال شخصيت ؤ کله چې په پکتيا کې والى او تنظيمه رئيس ؤ، پرته له دې چې سيمه ييز تبعيض په پام کې ولري او پرته له دې چې بهرني ملکونه ور سره مرستې وکړي په پکتيا کې ستر خدمتونه تر سره کړل په دې مانا چې د بيت المـال پيسو څخه يې لويې پکتيا ته ټولنيز، عمراني، پوهنيز او ښوونيز او عام المنفعه خدمتونه وکړل، سړکونه، پلونه او لويې لارې او تأسيسات يې جوړ او يا خو احياء کړل.
چې خلک يې اوس هم ستايي او د ښو يادونه يې کوى، هغه د مرحوم استاد خادم خبره چې:
خادم چې په رښتينې څوک د قام او د ملت شي
وطن يې پس د مـــرګه په مدفن فخر کــــــوي
اوس خو د لوى پکتيا اکثريت خلک ويښ شوى، بيدار شوى دى، په هره برخه کې يې د همت ملا تړلې ده، غواړي خپل اقتصادى، اجتماعي، فرهنګي ستونزې حل، د امنيت په تأمين کې هڅه وکړي، په بيارغونه کې برخه واخلي، او په لس ګونو نور خنډونه او موانع لرې کاندي او له حکومت سره د وطن په تيره بيا د خپلې اړوندې سيمې د پرمختګ او غوړېدا په برخه کې مرسته او همکاري وکړي، مګر مرکزي حکومت ته هم په کار دى هغه وعدې او ژمنې چې يې له لوى پکتيا سره کړى دى، بايد عملى کړي.
د محلي او ځايي چارواکو له کړو وړو او اجرااتو څخه وخت په وخت څارنه وکړي، د مکافاتو او مجازاتو اصل رعايت کړي د خلکو او رعاياؤ پوښتنه وکړي او شکايتونو ته يې رسيده ګي وکړي. خوشحـال باباوايي :
رعايت له رعيت سره په کــار دى
دا هاله چې بيرون نه وي له احکام
خو تر کومه ځايه چې ليدل کېږي، مرکزي حکومت او ځايي چارواکو هم په خپلو کړو ژمنو او وعدو وفا نه ده کړي او پکې پاتې راغلى دى مثلاً: لکه څنګه چې ليدل کېږي داسې نوې نوې پديدې منځ ته راغلى چې چا يې خيال او فکر هم نه کاوه، لکه: اداري فساد، کار اهل کار ته نه سپارل، په ضوابطو روابطو ته اهميت ورکول، کار شکنى، نن ځه سبا راځه، واسطه واسطه بازى، بيکارى، فقر او داسې نور چې دې ټولو شيانو د خلکو او دولت ترمنځ واټن پيدا کړى او خلک يا ملت له دولت او دولتي چارواکو نه، نا خوښ او شاکي دي، همدا علت دى چې يو شمېر ناراضه خلک د مخالفينو په ليکو کې درېږي د ځينو ګاونديو هېوادو د استخباراتي سازمانو له پلوه ځنځيري قتلو نه دوام لري، قومي مشران، ولسي خلک وژل کېږي، د پکتيا- کابل او حتى کابل – کندهار او نورو لويو لارو کې دولتي لوړ پوړې مامورين تښتول کېږي او وژل کېږي، د غلا او شوکماري ګراف لوړېږي، ځينې آزاد ژورناليستان په مرګ ګواښل کېږي، او هم د ځينو سازماني ګروپونو او کورنيو کړيو په وسيله قومي، سمتى او فرهنګي تعصباتو ته لمن وهل کېږي، ځينې وطنپـال کسان د خپل هېواد د بيارغونې په جرم وژل کېږي. . . دا هغه موارد دي چې د لويې پکتيا د ولسونو د هيلو او آرزوګانو په مخ کې يو څه خنډونه او موانع
جوړوي.
ددغو نا خوالو او نيمګړتياؤ په پام کې نيولو سره، هيله ده مرکزي حکومت او محلي چارواکې د متوازن انکشاف په اساس، د عدالت او انصاف د اصل په رعايت کولو سره د لويې پکتيا اجتماعي، اقتصادي، فرهنګي او علمى هر اړخيزې پراختيا، د امن اوثبات تأمين او ټينګښت، او د بيارغونې چارو ته جدي پاملرنه وکړي او د پکتياوالو هوساينې، بسياينې، سوکالۍ او نيکمرغۍ ته د نورو هېوادوالو تر څنګ د مرکزي حکومت په ځانګړي ډول د ځايي چارواکيو، خاصه توجه اړينه بولو او په دې ټولو برخو کې د دولت او خلکو، مدني ټولنو ، نړېواله ټولنې، مرستې مهمې او عمده اغيزې لري.