کور / تازه خبرونه / ناټو : په زابل کي مو د وسلو زېرمه کشف کړه

ناټو : په زابل کي مو د وسلو زېرمه کشف کړه

لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ ئې د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالي د وسلو يوه زېرمه کشف کړې .
خبرپاڼه ليکي چي ياده زېرمه يې ديوې ګزمې پر مهال کشف کړې او پکښي ئې دوې د راکټ مرمۍ ، يوشمېر راډيوګاني او نوري نيولي .
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي او نه ئې هم په خبرپاڼه کي د نيوني په اړه د کوم کس يا کومي ډلي نوم ياد سوى .