کور / تازه خبرونه / کندهار : په ترافيکي پېښه کي يوه کوچني خپل ژوند له لاسه ورکړ

کندهار : په ترافيکي پېښه کي يوه کوچني خپل ژوند له لاسه ورکړ

په کندهار ښار کي نن ورځ سهار شاوخوا يوولس بجې په يوه ترافيکي پېښه کي يوه کوچني خپل ژوند له لاسه ورکړ .پېښه د دې ولايت په دويمه ناحيه کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله يو زرنج موټر سايکل چي په ګاډرانو بار ؤ د سيمي څخه د تېرېدو په حال کي ؤ . يو تن عيني شاهد ښاغلي حاجي فريد لراوبر ته د ټليفون پر کرښه وويل چي نوموړى همدا وخت د يادي سيمي څخه د تېرېدو په حال کي ؤ چي يو زرنج يې وليد چي دمخ پايه ئې پورته سوه او پر شا ولاړ چي د شا تر تګ وروسته ئې ګاډران ديوه کوچني پر سر وموښتل او هغه ئې ژوبل کړ .
د مېروېس روغتون يو تن ډاکټر لراوبر ته د يادي پېښي پخلى وکړ او زياته يې کړه چي نوموړي کوچني وروسته په روغتون کي ساه ورکړه .