ګرانو هیوادوالو!
هغه وخت چې زموږ د ستر پوه(عالم)، سیاستوال، ساستپوه، ادیب، شاعر له ۳۳ څخه زیاتو کتابونو د نشریدلو په هکله غونډه جوړه شوې وه، ما هم په هغې غونډه کې د ګډون کولو افتخار درلود، چې په خپله وینا مې د خوښئ د اوښکو سره بدرګه کړه او د پوره د مینې احساساتو راپیرېدلو له امله مې وعده وکړه، چې زه به هم تر ۱۵ شمیرپوهنیز کتابونو لیکل په غاړه واخلم. ما وعده کړې وه، چې دا کار به په چټکه سرته ورسوم، خو په دې ترڅ کې ماته له یوې خوا د زړه په سر څلور نلونه (بایپاسونه) و تړل شول او له بلې خوا د کتابونو ګڼون یا تعداد راڅخه زیات شو.
ګرانو هیوادوالو!
ستاسو ډېروخت نیسم او تاسو ته دا خپل اوس چاپ ته چمتو کتابونه در پیژنم. دا دې په ګوته شوې وي،چې زه باید د کتابونو ټول کار یعنې له لیکنې، ژباړنې تر کمپوز پورې پخپله غاړه واخلم، چې په دې توګه مې د شوونتوب پولې پورې د ناټیکاوي مخه باید نیولې وي.
د کنابونو لړئ:
لومړی: د برینکمن د لیکنو ژباړې لړئ ده.
اول: د پنځم ټولګي څخه نیولې تر ۱۳ ټولګې زده کوونکو لپاره چمتو شوې کتابونه. دا ډېره په زړه پورې او غوره لیکنه ده، ټولټال له پنځه لس شوه(۱۵۰۰) څخه زیات دا لوي مخونه لري،چې نږدې ۲۰۰۰ دوه زره مخونو کې به په د رې ټوکه کې چاپ سي.
دلته د دي متن یا خوندیونه، ډېر تمریونه او د تمرینونو حل ځای نیولی، چې د زده کوونکو، ښوونکو او د نورو مینه والو لپاره د استعمال له امله په زړه پورې باید وي یا دی. دا کتاب د ښوونځیو لپاره د درشي مرستدوی لیکنې په توګه ډېر مهم دی، چې باید زده کوونکي او ښوونکي هم ورته باید لاسرسی ولري.
دوه: ستاتیسکي: دا هم د ښوونځي لپاره په دې موضوع کې غوره لیکنه ده، چې دا هم د خوندیونې یا متن برسیره زیات تمرینونه او حل یې لري.
درې: د احتمالوالي شمیرنه: دا هم نږدې درې سوه مخونه خوندې لري او د ښووڼځي لپاره چمتو لیکنه ده. دا هم زیا تمرینونه او د هغوي حل خوندې لري.
همدلته له دې امله د ګرانو لوستونکو څخه هیله:
که څوک په دولتي اړخ په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت باندې اغیز لرودی شي، باید مرسته وکړي، چې دا کتاب به نږدې درې ټوکه کې د ښوونځیو لپاره د مرستندوی کتاب په څیر چاپ کړي، چې بې پیسو ورته لیکل شوی. دا ډېر ستر کار دی او دا باید زموږ ځوانانو ته په هرډول چې وي وړاندې شي. دې ته بیا ګوته نیسم، چې دا لیکنه او د دې ژباړه ډېره غوره اواړین د کار ده، نو ستاسو څخه بیا د پوره ملاتړ په هیله.
په همدې ډول ، لکه پورته لیکنه، د ستاتیستیک او احتمالوالي شمیرنې لیکنې هم دي.
باور وکړئ، چې د دې پورته درې لیکنو چاپیدل د دولت له خوا ډېر لړین دي، چې بیاد دا په غاړه واخلي.
دویم: د پوهنتون لپاره :
لاندې کتابونه د ستوتګارت د پوهنتون د سمستري درس لپاره چمتو شوي، چې هر یو یې د یوه سمستر په درس کې تدریس کیږي. دا ټول هغه د پروفیسورانو څخه راټول شوي موضا ت خوندي لري او له بلې خوا د اولم او شتوتګارت د رسمي کلتوري څاګو څخه هم ملاتړ شوي.
۱ . کرښیز الجبر
۲ . کرښیز الجبر بل واریانت
۳ . وکتور فضا
۴ . بنسټیزه شمیرپوهنه
۵. فنکشنل انالیزې
۶. د فرمولونو ټولګه
۷ . انالیزې د یوې متحولې یا اوښتونې سره
۸ انالیوزې له د وه متحولو یا اووښتونو سره.
۹. د ګڼونو تیورې یا ګڼونتیوري .
۱۰ . د ګروپونو تیوري.
دریم: زما له خوا راټول سوي یعنې لیکلي کتابونه:
۱. د شمیرپوهنې ستر کتاب شاید په دوه جلده کې چاپ شي، چې نږدې ۱۰۰ مخونه به ولري.
۲ . ځمککچپوهنه یا هندسه، چې دکتروشمیرنه او نسبت او ناسب به هم خوندي ولري. دا هم پوره ستره لیکنه ده.
۳ . ډېرئ پوهنه یا سټ تیوري
۴ . د شمیرپوهنې سم اند(منظق)
۵ . الجبر ( ټولیز یا یونیورزال)
۶ . شمیرپوهان
۷ . ګډوډ شمیرپوهنې څه راټولونې.
۸ . د شمیرپوهنې د پښتو ډکشنري
۹ . د شمیرپوهنې انګریزي پښتو او هغهورسرهبلدو ناپوهوړو لغاتونو ډکشنري.
۱۰ . د افغانستان په هکله سپینې خبرې
۱۱ . مختلف مضامین یا د زړه له کومې
۱۲ . له مجلو څخه رانیونه. زما لیکنې.
۱۳ . د دولسم ټولګي لپاره تمرینونه.
دریم: دا هم د برینکمن لیکنه ده او متن ، تمرینونه او حل یې خوندي لري درې نور کتابونه دي:
د پنځم تر ا ووم ټولګي پورې قزیک ژباړل شوی، خو دا به بیا وروسته د نور فزیک سره ګډ چاپیږي او دا زما لخوا د خیره یو بل پل(قدم) اخستل وي، چې یو ستر د فزیک درسي مرستندوی کتاب چاپ شي.
پشې مې د اقتصاد لپاره او یوه بله لیکنه په پام کې ده، چې که لوي څښتن راته صحت همداسې راکړ هغه به هم وژباړم.
ګرانو هیوادوالو!
د کتابونو ژباړه او لیکنه ما په غاړه اخستې، مککن دد یوه یا دوه کتابونو د چاپیدل زماکورنئ په تیره بیا زما لور او ځوي په غاړه واخلي، خو دا چې دا ډېر دي، له تاسو هیله کیږي، چې د دې د چاپ امکانات راته برابر کړئ.
زه ستاسو دمرستو په هیله او د دې لپاره دا لاندې په المان کې بانکي نمبره درکوم او د نوروپوښتنو او ملاتړ لپاره زماد برېښنا لیک پته هم مل ده. او په افغانستان کې د تلفون نمره، چې د نومبر د ۱۵ څخه وروسته به فعال وي.
دا دې ګرانو هیوادوالو ته هم په ګوته وي، چې زما ځنو ملګرو په دې هکله مرسته کړې، خو کتابونه خورا زیات دی، چې یو څه به په دې چاپ شي او د ونورو لپاره به ستاسو په ملاتړ ځانونه باوري وګڼم.
ستاسو ماخان(میږي) شینواري.
بسپنه په المان کې په دې پته:
Verein zur Förderung der afghanischen Kultur e.V.
Kont.n: 115353500
BLZ: 37070024
E-Mail: Shinwari@Hotmail.de
Tel: (+93)0773138586