کور / تازه خبرونه / هلمند : ترافيکي پېښي مرګ ژوبله اړولې

هلمند : ترافيکي پېښي مرګ ژوبله اړولې

د کندهار او هرات پر لويه لار باندي د يوې ترافيکي پېښي په پايله کي ١٣ تنه وژل سوي او ٤ تنه نور ژوبل سوي . پېښه نن ورځ شاوخوا لس بجې د کرشک ولسوالۍ اړوند د يخچال په سيمه کي د يوه ٣٠٣ ډوله موټر او سراچې ترمنځ رامنځ ته سوې .
د دې ولسوالۍ ولسوال ښادي خان د پېښي پخلى کوي او وايي چي د پېښي په پايله کي ټپيان يې روغتون ته د درملني په موخه وړي.
ترافيکي پېښي په افغانستان کي د پوهانو په وينا تر جګړې را وروسته دويم نمبر پېښي دي چي ولسي وګړو ته پکښي مرګ ژوبله اوړي .