لکه څنګه چې پوهیږو په اتوم باندې عامل فوتون د اټومي بدلونونو لامل ګرځي. دغه بدلونونه د فوتون د جذب او یا هم وتنې په ترڅ کې رامینځ ته کیدای شي چې په دواړو حالتونو کې د بدلونو د مینځ ته راتګ سلیزه یوشان ده. په عادي حالت کې د یوه عنصر د مستقر اټومونو کچه د هغه غیر مستقرو په پرتله ډیره ده ځکه خو عنصر مستقر ښکاري خو کله چې د غیر مستقرو اټومونو سلیزه د هغه مستقرو په پرتله ډیره شي نو د اټوم په ټولیزه انرژي کې بدلون رامینځ کیږﺉ او اټوم هیجاني حالت ته ځي، له هیجاني حالت څخه عادي حالت ته د راتللو په ترڅ کې اټوم خپله اضافي انرژي د فوتونونو په بڼه چاپیریال ته خپروﺉ. دغه حالت د لېزر په مینځ ته راتګ کې بنسټیز اصل دی. دلېزر وایه له یوې انګریزي جملې څخه اخیستل شوې چې ( د تحریک شوې تشعشع په واسطه د رڼا تقویت ) په مانا ده.Light Amplification by Stimulated Emission of Radiation (LASER)
د رڼا تقویت په سیستم کې د بیا، بیا ځلې فوتونونو د تولید په ترڅ کې رامینځ ته کیداي شي، د لېزر د تولید لپاره لاندې درې شرطونه حتمي دﺉ:
1. په سیسټم کې باید د هیجاني اټومونو کچه د مستقرو په پرتله ډیره وي.
2. د سیسټم هیجاني حالت موده باید د عادي هیجاني حالت په پرتله اوږده وي. (Metastable state) چې په دې حالت کې په خپل سر هیجانیت نه بلکه تحریک شوي هیجانیت رامینځ ته کیږﺉ.
3. له سیسټم څخه وتلي فوتونونه باید تر اوږده مهاله په سیسټم کې وساتل شي تر څو له نورو اټومونو څخه د فوتونونو د وتنې امکان زیات کړﺉ دا حالت د سیسټم په پای کې د انعکاسي هیندارو په لګولو سره لاس ته ارځي. د دې سیسټم یوه خوا په بشپړه توګه منعکسه او بله خوا یې لږ څه رڼه(شفافه) ده چې د لېزر وړانګې ورڅخه تیریدلای شي.
په لاندیني انځور د لېزر د ډیزاینولو یو شیماتیک دیاګرام ښوول شوی. لکه څنګه چې په انځور کې ښکاري په یوه ټیوب کې اټومونه شته چې فعاله محیط ښيي په دې حالت کې د انرژي یوې بهرنۍ چینې (لکه برښنايي او یا هم اوپتیکي چینې) ته اړتیا شته ترڅو اټوم هیجاني حالت ته ورسوي چې په پایله کې دوه موازي هیندارې تقویه کیدونکو څپو ته فیډبک ورکوﺉ.
http://Larawbar.com/data/image/news/Laser 1.jpg
لاندینی انځور د لېزر وړانګو د جوړوني کړنلاره ښيي
یوه له هغو آلو څخه چې په کې لېزر تولیدیږي د هیلیوم – نیون ګاز لېزر دی. په دې آله کې د هلیوم – نیون مرکب ګاز په یو داسې خیښه ایز ټیوب کې چې دواړو خواوو ته یې موازي هیندارې دي اچول شوی. له ټیوب سره تړلی یو اوسیلاټور الکترونونه ښوروي، دا الکترونونه د ګاز له اټومونه سره ټکر کوﺉ او هغه هیجاني کوﺉ. د دې پروسې او دهیلوم له هیجاني اټومونو سره د ټکر په ترڅ کې د نیون اټومونه هیجاني کیږﺉ او د Eε* حالت ته ځي ( د ستوري نښه د میټاسټیبل حالت په مانا ده).
د تحریکولو پروسه هغه مهال رامینځ ته کیږﺉ چې د نیون اټومونه د E2 انرژي حالت ته ولاړ شي. په پایله کې دا پروسه د داسې کوهیرنټ رڼا د تولید لامل ګرځي چې د څپو اوږدوالی یې 632.8 nm وي.
http://Larawbar.com/data/image/news/Laser 2.jpg
پورتنی انځور د نیون اټومونو د انرژي د ډیاګرام سویې ښيي