کور / شعر / بابا ستوری

بابا ستوری

ګـــوګل دپــښــتــنــو دی او نـــــظـر د پـښـتنودی
بابا ســتوری د غـری غوندی رهـبـر د پښتنو دی


راټـــول یی پـــښــــتانه کړل نړۍ ته يی درانه کـړل
اتـل د پـــــښــتــنــودی دلاور د پـــــښــــتــنــو دی


راپــــسۍ تـل تــر تله لاس ورکــــړۍ يـــو تـــر بله
لاســونه ســره ورکــړۍ نن اخــــتر د پـښـتـنو دی


غـمـخور د خپل وطن دی بچی د دی مسکن دی
زمـونږ افـــغــانــســـتـان يو بخـتور د پښتنو دی


ګلاب وايــم ځـــوانــانـــو ای ورونــو افــغانـانــو
راپــاسـۍ نـنګ په وکړۍ مټ وزر د پښتنو دی