د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ يې د افغان ځواکونو سره يوځاى پلټونکي عمليات کړي چي په پايله کي يې يوشمېر شکمن کسان نيولي.
خبرپاڼه ليکي چي ياد عمليات يې د هلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کي په موخه چي د وسله والو طالبانو له پاره اسانتياوي برابرونکى چي هغوى ته په هلمند ، فراه او نورو ولايتو کي مرستي برابره وي ونيسي ترسره کړي.
په خبرپاڼه کي د نوموړي د نيوني او د شکمن کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ويل سوي خو د دې تر څنګ د وسلو اوامونيم نايټرېټو د نيولو خبره هم سوې .
وسله والو طالبانو او په ياده سيمه کي افغان حکومت تر دې دمه څه نه دي ويلي.