په کندهار کي هم د افغانستان د نورو ولايتو په څېر د اختر لومړۍ ورځ په خورا خوشحاليو سره بدرګه کېږي . په ولايت او ولسواليو کي لويان او کوچنيان ، نارينه او ښځينه ټول خورا خوښ بريښي .
مشران د اختريو په حلالولو بوخت وي او کوچنيان په دې ډېر خوشحاله وي چي په دې کي به د خپلو پلرو سره مرسته کوي او تر دې وروسته د کندهار ښار اوسېدونکي چي ډېرى يې باغونه په صحراوو کي لري نو د اختر تر حلالولو وروسته هغوى ته خپل حق ور وړي او کوچنيانو ته د مېلې يوه پلمه هم وي.
لکه څنګه چي څرګنده ده چي د صحرا خلک په اخترونو کي بازارو ته د مېلو په موخه راځي هم دا ډول ډېر کسان کندهار ښار ته راغلي او اوس هم را روان دي.
کندهار ښار ته د شاوخوا ولسواليو څخه خلک د اختر د لمانځه د ادا کولو او په دې ښار کي د مېلو لپاره را روان دي . د تېر شپې راهيسي او په ځانګړې توګه د اختر په شپه ګڼه ګوڼه زياتېږي او خلک د اختر د را رسېدو په خاطر خپلو ځانو ته نوي کالي ، سدرۍ ،بوټونه ، پټوان او نور رانيسي .
په ښار کي مو د ښار د ځنو او اوسېدونکو او ولسواليو څخه د راغلو کسانو سره د اختر په اړه خبري کړي .
په ښار کي يو تن محمد نعيم وايي چي اختر ته د تېري يوې مياشتي راهيسي ډېر خوشحاله ؤ او د نوموړي په وينا چي تر يوې مياشتي تمېدو وروسته يې د اختر نېکمرغي ورځي په نصيب سوې . نوموړى وايي چي اختر يې بشپړ چمتوالى نيولى.
يو بل تن چي خپل ځان حميدالله او د ښار د دويمي ناحيې اوسېدونکى راښيي وايي چي اختر ته يې ټول توکي رانيولي ، د يو څو تنو خپلوانو او انډيوالانو کره تللى او اوس د اختر د لمانځه لپاره عيدګاه ته روان دئ .
يو بل تن د ښار اوسېدونکى ښاغلى او تنکى ځوان آغا ولي دئ چي د ښار په زړه الجديد کي اوسي . نوموړى وايي چي اختر ته ځکه ډېر خوشحاله دئ چي په تېرو دوو مياشتو کي لوست ډېر ستړى کړى او اوس به يوڅه هوسايي وکړي نوموړى وايي چي اوس د خپلوانو او همصنفيانو کره ځي او هلته به ښه شيان خوري .
يو تن د ارغنداو ولسوالۍ اوسېدونکى زقوم خان وايي چي هم ښار ته په دې موخه چي د خپلوانو او اقرباؤ کره ولاړ سي راغلى
همدا ډول يو بل تن د ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته راغلى کس وايي چي په خرقه شريفه کي يې لمونځ وکړ او تر هغه وروسته ښار ته راوتلى او دلته د اختر لپاره په جوړه سوو مېلو کي برخه اخلي .