کور / تازه خبرونه / کندهار : چارواکو د ناروغانو سره مرسته وکړه

کندهار : چارواکو د ناروغانو سره مرسته وکړه

تېره ورځ د کندهار ولايت ځينو چارواکو په ميروېس روغتون کي د بستر سوو ناروغانو سره د اختر مبارکي وکړه او د هغوى سره يې يوشمېر نقدي مرسته هم وکړه .
دا ليدنه د ولايت مقام اداري او مالي رئېس محمد امين کمين ، د عامي روغتيا رئېس عبدالقيوم پخلا او د ترافيکو د مدير محمد الله خان له لوري ترسره سوه .
يادو کسانو لومړى د ټولو نارغانو سره د اختر مبارکي وکړه او وروسته يې د هغوى سره نقدي مرسته وکړه.