دزابل امنیتي چارواکي وایي د لوی اخترپه مناسبت یی په سیمه کي دخلکو لپاره دارامي فضا په رامنځته کولوسره پراخ امنیتي تدابیر نیولي دی .د چارواکو په وينا چي ملي اردو ملي پولیس اوملي امنیت په ګډه دیو ګډ پلان پراساس په مرکزقلات کی داختردخوشالیوپه نیت کمربندونه جوړکړي ترڅو دتروریستي پیښومخه ونیول شی.
دزابل امنیتی چارواکی وایی د یک شنبي دورځي لپاره چی دلوي اخترلمړۍ ورځ ده د مرکزقلات سربیره ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کی یی د سیمي دخلګو اوځوانانو داختردورځو دښه لمانځلو په موخه پراخ امینتي تدابیر نیولي ددې ولایت امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد وایی دښار په بیلابیلو برخوکې یی لسګونه پولیسو ځاي پرځای کړی ترڅوپدغه ورځوکی دترویستي پیښومخه ونیسي ښاغلی شیرزاد دامهال په زابل کی امنیتي حالت دډاډ وړبولي اوزیاتوی چی ددوي دسرتیروترڅنګ دملی امنیت ملی اردو او ایساف ځواکونه هم له دوي سره دښاریانو داختر دورځو دښو لمانځلو لپاره مرسته کوي .
ددي ولایت چارواکی پداسی حال کی دامینتي تدابیرودنیولوخبرورکوي چی پدغه ولایت کی هرکال داخترپه شپو او ورخو کې دځوانانولخوا ډول ډول میلي اومختلیفي لوبي ترسره کیږي، غیږه نیول تیږه غورځول هګۍ جنکول او دفوټبال سیالۍ ترسره کول هغه لوبي دی چی پدغوشپوکی خاص مینه وال لري