کور / خبرتیا او پيغامونه / امستردام:د افغانانو د مسجد جامع خبرتيا

امستردام:د افغانانو د مسجد جامع خبرتيا

 عزتمنو خويندو او وروڼو !


د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه مسجد چي تېره اوونۍ د اکتوبر د میاشتي پر ۲۹ نېټه  د يوه اسلامي کنفرانس په ترڅ کي په رسمي توګه پرانستل سو، هالنډ مېشتو افغانانو وروڼو او خويندو ته خبر ورکوي چي په دې مسجد کي په لومړي ځل د نېکمرغه لوی اختر لمونځ د يکشنبې په ورځ د نوامبر پر شپږمه نېټه د سهار پر اته نيمي بجې ادا کيږي .


د خپل اسلامي او ايماني مسوليت پر بنسټ ستاسو درنو وروڼو او خويندو څخه په درناوي هيله کوو چي ۸ بجې مسجد ته ځانونه راورسوئ .


د مسجد پته :
Klaprozenweg 11
1032KK Amsterdam


په درناوي


په هالنډ کي د افغانانو د اسلامي او فرهنګي مرکز اداره
د اړيکو څانګه



Grotere kaart weergeven