کور / تازه خبرونه / د سولي د راتګ له پاره يوه اعلاميه لاسليک سوه

د سولي د راتګ له پاره يوه اعلاميه لاسليک سوه

په استنبول كي د سيمه ييزو همكاريو كنفرانس د پاى په ورځ په افغانستان كي د سولي د راتګ په موخه ديارلسو هېوادونو د ګډو هڅو او اعتماد جوړوني پر ګډي اعلاميې لاسليك وكړ.
دغه اعلاميه د تركيې په كوربه توب په استنبول كي د كنفرانس په جريان كي ترتيب سوه ، چې پكښي د٢٩ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او استازو ګډون درلود.
د كنفرانس په پاى كي په افغانستان كي د سولي د راوستو په موخه ګډه اعلاميې باندي افغانستان، چين، هند، پاكستان، ايران، روسيې، سعودي عربستان او تركيې لاسليك وكړ او پاته نور ګډونوالو تائيد كړه.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير اليستربرت وويل، چي تراوسه د سيمي په كچه داسي ستراتېژي نه وه جوړه سوې تردې وړاندي يوازي په يوې پاڼي كي وه .
په دغه كنفرانس كي كرزي له ګاونډيو هېوادونو په تېره له پاكستان څخه وغوښتل، چي افغانستان كي د سولي په راتګ كي مثبت رول ولوبوي.
په دغي اعلاميې كي د افغانستان ګاونډيو ويلي، چې د افغانستان د ازادۍ احترام دي وسي او د سولي او بيا روغوني په برخه كي بايد سره ګډ كار وكړي.
د يادوني وړ ده، چې د استنبول كنفرانس په افغانستان كي د سولي د راتګ لومړۍ كړۍ وه، له دې وروسته به بل كنفرانس د دسمبر په پنځمې په بون كې جوړ سي.
دريم كنفرانس به په راتلونكي كال كي د امريكا په شيكاګو كي جوړسي چي پكښي به د افغان ځواکونو د مالي مرستي په اړه خبري وسي.