کور / تازه خبرونه / د استانبول د غونډي پايله به شمالي ګاونډيان وټاكي

د استانبول د غونډي پايله به شمالي ګاونډيان وټاكي

دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ د تركيې د ولسمشر عبدالله ګل په وينا پرانستل شوه. عبدالله ګل په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت لپاره د هيوادونو ترمنځ رښتينې همكاري اړينه وبلله.
دا په حقيقت كې هغه څه دي، چې دغه غونډه ورته ځانګړې شوې ده. د دې غونډې هدف دا دى، چې د ترهګرۍ پرضد د سيمې د هيوادونو ترمنځ متفاوت سياسي دريځونه سره نږدې او د يوه چوكاټ دننه د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد اغېزناكه اقدامات رامنځته كړي.
د غونډې د دويم ويناوال په توګه جمهور رييس كرزي ونه كړاى شول له يوه پياوړي سياسي دريځ څخه په استازيتوب سره غونډې ته د ترهګرۍ ضد چوكاټ د رامنځته كېدو لپاره لورى وركړي.
ده يو ځل بيا د افغانستان د لانجې حل د ګاونډيانو له همكارۍ سره وتاړه.
د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اكبر صالحي د غونډې لورى د ايران د مخكېنيو دريځونو په لور بدل كړ او ده په افغانستان کې د ناټو تړون اقدامات ناسنجول شوي او مخرب وبلل او ویې ویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا او افغانستان د ستراتیژیک تړون له لاسلیکېدو سره مخالف دی.
نوموړي دغه تړون په سيمه كې د امريكا د دايمي شتون لپاره پلمه وبلله او ويې ويل چې د امريكا او ناټو ځواكونو حضور په سيمه كې ناامنيو، نشه يي توكو او وېرې خپرولو ته پراختيا وركړې ده.
پاكستان هم وړمه ورځ د سيمه ييزې همكارۍ لپاره د نوي چوكاټ جوړولو پرځاى د ايكو، سارك او شانګهاى تړون چوكاټونه مهم ګڼلي وو.
د سيمه ييزې همكارۍ په اړه د ايران او پاكستان خپلو پخوانيو دريځونو ته په شاته كېدلو سره د استانبول د غونډې پايلې ټاكل د افغانستان شمالي ګاونډيانو ته چې تر افغانستان وروسته د ترهګرۍ له ګواښونو سره مخامخ دي پا تې كيږي