کور / خبرتیا او پيغامونه / د لوی اختر په مناسبت ستاسي دمبارکۍ پيغامونه

د لوی اختر په مناسبت ستاسي دمبارکۍ پيغامونه

د لراوبر ويبپاڼي اداره خپلو ټولو کارکوونکو ، قلمي همکارانو ، په لراوبر افغان وطن او ټوله نړۍ کي مېشتو پښتنو وروڼو او خويندو او د ټولي نړۍ مسلمانانو ته دلوی اختر په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .


د اختر په دې نېکمرغه ورځو کي پر ټولو هيوادوالو ږغ کوو چي خپل هيواد او هيوادوالو د سوکالۍ او پرمختګ په لاره کي تر خپله وسه کار او خدمت وکړي ، د ويني تويولو او ورور وژني مخنيوئ ، د ښوونځيو او لويو لارو د ورانولو مخنيوئ او د په ملي او اسلامي روحيه دخپلو اولادونو د تعليم او تربيې لپاره فکر کول او پوهنيزو چارو ته پراختيا ورکول زموږ قام او هيواد له بدبختيو ژغورلائ سي ، راځئ د خپلو اولادونو او هيوادوالو د ښې راتلونکي په موخه هم يو بل ته لاس ورکړو او نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړو .


هره ورځ مو اختر او د خوښيو ډکه


په درناوي


عبدالله احسان


د لراوبر ويبپاڼي د همکارانو په استازيتوب




په کليفورنيا ايالت کې د لوی افغان ټولنې د مباره کۍ پيغام
د لوی افغان د ټولنې مشرتابه او غړي د نيکمرغه لوی اختر په وياړ ټول لر او بر افغان ملت ته مباره کۍ او نېکې هيلې وړاندې کوي،او پدې حساسو شېبو کې چې زمونږ د ګران هېواد کورني او بهرني دښمنان د خپلو شومو او پليتو اهدافو  دپلي کېدو لپاره د هر ډول معاملو او جوړ جاري څخه ډه ډه نکوي او غواړي چې زمونږ لوی ملت په مختلفو برخو او ډلو وه  وېشي . له همدې کبله  په ټول لر او بر افغان ملت  غږ کېږي چې د هېواد او خلکو  لوړو ګټو ته په ډېره ځېرتیا ، او جديت سره پاملرنه  وکړي او  د مغرضو کورنېؤ او بهرنېؤ دښمنانو د هر ډول ورانکاريؤ ، دسيسو او لاسوهنو څخه مخنيوۍ وکړي، تر څو زمونږ د ګران هېواد ځمکنۍ بشپړتېا خوندي او د ورونو قومونو ترمینځ د ورور ګلوۍ د فضا په رامينځته کولو سره زمونږ هېوادوال د نورو په شان د خوښۍ او نېکمرغۍ شپې او ورځې صبا او د سوکالۍ او پرمختګ په بهير کې د نورو ملتونو سره جوګه شي٠
تل د وي افغانستان         ژوندۍ د وي افغان ملت
محمد حامد الوتاند
۲۰۱۱ کال د نومبر د مياشتې ۴مه





لویاخترمومبارک شه!


لکه چاړه مې په زړهتېره شوې پرهردې راکړ


دابراهيم خوبه قرباندې شم اختردې راکړ


ښكاره ده چې دانړۍاوځمكه هغه خوړونكې هديره ده چې تل يې دانسانانو مړوته خوله خلاصه نيولې اوتل يېدځمكې پرمخ نېك اوشريف انسانان خوړلي او له ځانه سره يې وړي دي.


هسې خوهم ددې نړۍرڼااوښكلانوره پيكه شوې چې پس له دې به دژوندون خُمارغځونوته پرې نږدي. اونننىانساني قانون هم هغه ړنده اوكڼه محكمه ده چې دبډايه اوظالم په غاړه اولاسونوكې يېدګلونو هارونه اوګېډۍ وركړي اودمظلوم په غاړه اولاسونوكې دداركړۍ اوولچكې. خو پههرصورت ژوند کول غواړي دغم بايدويروکړواوهمداسې دخوښيوپرمهال بايد هغه ارزښت هم لهياده ونه باسوچې له نيکونو، پخواني شته مثبت رواجونه او ياهم سنتونه وي چې په دېارزښت پوهيدل دانساني ټولنې له ستروغوښتنوڅخه ګڼلى اوشمېرلى شو.


دنوربختورو،ورځوترڅنګيوهم دنېکمرغه لوی اختر نېکمره ورځې دې چې په ډېره مينه يې بايددهميشني معمول لهمخې په درنښت سره ولمانځو، خپلودرنومسلمانوورونوته غېږه ورکړو. چې په لويه کې دولساندونه،دټولنې انځورونه، دمينې رازونهاودژوندرمزونه دغه ټول داخترله خوښيواوخوشحاليو څخه په ډګوورځوکې لمانځل کېږي.


لوی اخترمومبارک شه


په ډېردرنښت


انجينيرهمت الله امين زی

تبصره نسته

  1. دنیکمرغه لوی اختردرارسیدوپه مناسبت دعالیقدرامیرالمؤمنین دمبارکۍ پیغام!
    بــســـــم الــلــه الــــــرحـمــن الــــــرحــيــم
    الله أكبر الله أكبر ، لاإله إلا الله و الله أكبر ، الله أكبر و لله الحمد.
    الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی قائد المجاهدين وإمام المرسلين سيدنا ونبينا محمد وعلی آله وصحبه أجمعين اما بعد :
    إِنَّآ أَعْطَیْنَـکَ الکَوْثَرَ (۱) فَصَلِّ لِرَبِّکَ وانْحَرْ (۲) إِنَّ شَانِئَکَ هُوَ الأَبْـتَـرُ(۳) صدق الله العظیم
    دافغانستان مجاهد اولس اوټول اسلامي امت ته ! السلام علیکم ورحمة الله وبر کاته
    له هرڅه نه وړاندې مو، لوی اختر مبارک شه ! قربانۍ ،صدقات او عبادات مو قبول شه،دحجاجو کرامو حجونه ،دوعاوي او د باشهامته مجاهدو ولسونو جهاد،او سرښندنې دې الله پاک په خپل دربارکې قبولې او دشهيدانو وارثینوته دي الله تعالی نعم البدل اوجمیل صبر ورکړي ،دکورنیواویتیمانودي الله تعالی حفاظت وکړي.
    الله رب العزت دي دځوریدلیومسلمانانوتکلیفونه اوسختۍ په خو شحالۍ اوسوکالۍ بدلې ، او بنديان مو دې الله تعالی ددښمن له وحشي زندانونو څخه په خیر سره راخلاص او له خپلو کورنيو سره يوځای کړي الله رب العزت دي په خپل کامل قدرت سره زموږدښمنان نورهم له ماتي اوذلت سره مخامخ کړي .
    دتيرو اخترونو په څير يوځل بيا هم غواړم چې دځېنو مهمومسائلوپه اړه چې زموږ اوستاسو راتلونکې ورپورې تړلی ،خپل دريځ درته روښانه کړم :
    لس کاله وشول چې زموږباشهامته مجاهدین له ظالم اويرغلګر دښمن سره ديوه سپيڅلي ارمان لپاره په جهاد بوخت دي اوهره ورځ قربانئ ورکوي او له مادي پلوه دنړۍ ترټولولوی او متکبرځواک یې دالله جل جلا له په نصرت دماتي په درشل درولی ،په زرګونو پوځیان یې ور وژلي ،ټپيان کړي اوډيرنوریې په همیشني معیوبیت اورواني ناروغۍ اخته کړي دي چي په نتیجه کې یې خپل ولسونه دهغوی په وړاندې په مخالفت دریدلي ، مظاهرې کوي اونور امریکا یي اوغربي اولسونه ندي تیار چې دافغانستان جګړه اوږده او دخپلو وژل کېدونکو عسکرو تابوتونه وویني !!
    دا يواځې دلوی الله جل جلاله کرم او فضل دی چې دهیواداواسلامي امت دبرخلیک په دې ټاکونکي او حساس وخت کې يې دا خدمت له موږ او تاسو واخيست او داسلام ستردښمن یې زموږپه لاس وځاپه، په دغو ترټولو حساسو شیبوکې مي ټولو مجاهدينوته ،پیغام دادی چې دغه ټولې لاسته راوړنې تنها دلوی الله جل جلاله نصرت ، او دخپل مسلمان ولس دبې ساري قربانۍ نتیجه وبولئ ، په عوض کې لاهم اخلاص ، ښه نيت ،او په انفرادې او اجتماعي اعمالو کې تقوی ته متوجه شئ، رياء او تکبردرنه ونشي،دمسلمانانو په خدمت کې سستي ونکړئ ، له چاسره ظلم ونه کړئ ، څوک بيځايه په وسله اوزور درنه تهديد نشې ،له بيت المال سره پوره احتياط وکړئ، دخپلومشرانوکلک اطاعت وکړئ هغه کارونه چي نفس او خواهشات یې غواړي ځانونه ترې وساتئ.
    مجاهدینو وروڼو! تاسو ښه پوهيږئ چې یرغلګر دښمن مو له بربنډې ماتې سره مخ دی، دروان کال دبدرپوځي عملياتو یې ټول پلانونه اودسیسې ورشنډ ي کړي ، د پلازمینې کابل په ګډون دهیواد په هره بر خه کې ډیردرانه ځاني اومالي زیانونه وراړولي ، نوپه دي حساسو شیبوکې دي ټول مسئولین او منسوبین په خپل مینځ کې یووالی او وحدت لاښه وساتي ځکه دښمن اوس غواړې دمجاهدينو ترمنځ په بيلابيلو نومونو اختلاف رامنځ ته کړي اوداسلامي امارت حیرانوونکي اودافتخاره ډک عملیات، پوځي پرمختګونه اولاسته راوړنې بهرنیو لوریوته منسوب کړي ترڅوله یوې خوا خپله رسوا ماته پټه کړي او له بلي خوادګاونډیو هیوادونوپه تورنولوسره په افغانستان کې
    دامریکا ددایمي حضور او پوځي اډودجوړولولپار مصنوعي دلایل برابرکړي خودښمن بایدپوه شي چی موږ یې په دي اړه دغلاموجرګواودایمي اډو کلک مخالفت کړی اوکوویې اوهیڅ کله به یې جوړیدوته پری نږدو، زموږ درانه هیوادوال که له هیواد نه بهردي او که دننه بایدله پوره هوښياري او پوهې نه کار واخلي،اوددښمنانو ددسیسو په خنثی کولوکې خپلي هڅي لاهم ګړندئ کړي ددښمن دبيځايه تبليغاتوتر اغیزو لاندې رانشي،داسلامي امارت دمجاهدینوله فعالیتونو څخه ځانونه داسلامي امارت درسمي ویندویانو،رسمي ویبپاڼواورسمي مطبوعاتو له لارې خبر کړي، زموږ ملت بایدنورهم له خپلومجاهدینووروڼوسره لکه دالس کاله چي ولاړوو،ودریږي او خپلې حوصلې لوړې ولري، زموږ مبارزه او جهاددالله جل جلاله درضااودهیواد دآزادۍ ، استقلال او سوکالۍ لپاره روان دی ، موږ له هغې عقيدې دفاع کوو چې زموږ اوستاسو سره شريکه ده او هغه واقعي اسلام دی اوبس ، اویقین لروچې عزت او وقار به زموږ او ستاسو په برخه وي ،يوځل بيابه ان شاءالله ديوه سرلوړي ملت په څير په نړۍ کې په جګوسترګو ژوندکوو .
    مونږ کورنیو مخالفینوته بلنه ورکوو چی د اسلام او ملت پخاطر د یرغلګرو ملاتړ پریږدئ او د بهرني یرغل په وړاندي د مجاهدینو سره ودریږئ، كه په دې برخه کې په اخلاص سره مراجعه وکړئ نو د اسلامي امارت دروازه ستاسو پر مخ خلاصه ده او یا اقلا خپل عادي ژوند غوره کړئ، سر، مال او عزت به مو په امن وي، بی له شکه افغانستان په دي هیوادکې دټولومیشتوقومونوګډکوردی ، ددې ټاټوبي استقلال او ساتنه د ټولو فریضه ده. زموږ بهرني دښمنان بايد په ريښتوني معنا پوه شي، چې موږ دوئ ته تشې لاپې نه وهو ،هسې بیځایه څوخیالي خبرې نه ورته کوو بلکې واقعاً دمسائلو دحل ريښتونې لارې ته یې رابولو هغه داچې :
    تاسو چې په لومړۍ ورځ په افغانستان بريدکاوه زموږ خبره مو يانه اوريده او ياموله دښمنانه دریځ نه ورته کتل؛خوداده ومو ليدل چې لس کاله مو بيځايه مزل کړی ،پيسې مو مصرف کړې ، وينې مو تویې کړې،خوهیڅ پرمختګ موندی کړی، اوس دافغانستان اوامریکا حالت له لس کاله مخکې حالت سره څنګه پرتله کوئ ؟
    که ځانو نه او جهان نه تیر باسئ نو یقینا به دا خبره ومنئ چې دې دواړو هیوادونوتر هغه وخت ډیرپرشاتګ کړی نه پر مختګ، اوکه دافغانستان دوضعیت په اړه تاسو لاهم دبن په څیربې فایدې کانفرنسونواودخپلوجنرالانوبي ځایه اوخیالي لاپوته خوشبينه ياست نو یقیناچې نوربه هم د شکست او تباهي په لور روان یاستئ! .
    زموږ ملت پردیو ته د تسلیمیدو ملت نه دی، له خپل دريځ او عقيدې نه شاتګ نه مني، پرموږ باندې ژوند دومره ګران نه دی چې له خپل دين نه ورته تير شو، بلکې زموږ مرګ او ژوند ټول د الله (جل جلاله) لپاره دی او وي به، موږ د الله (جل جلاله) په لاره کې قرباني ته خوشحاليږو او افتخار پرې کوو؛ خو تاسو دپراختيا غوښتنې، مال او پيسو لپاره جنګيږی، ستاسو عسکر جګړيزه روحيه نلري، ژر مورال له لاسه ورکوي ځکه ټوله تکيه يي په وسله او وسائلو ده.
    د کره معلوماتو له مخې په تیرو لسو کلونو کې ستاسو په لکونو عسکر په نوبتي شکل افغانستان ته راغلي اوتللي دي خو په وړاندې مو هغه د اولې ورځې طالب او مجاهد جنګيږي، لا ستړی شوی نه دی او حوصله يې دلاسه نه ده ورکړې؛ نو اوس تاسو يوه لاره لرئ هغه دا چې نور زموږ له هيواده خپل ټول عسکري قوتونه ژرترژره وباسئ اوداستاسو په ګټه ده ، داملت او خاوره ددې خاورې بچیانوته پريږدئ، دا خاوره په افغانانو پورې اړه لري، دلته د نظام جوړول او څرنګوالی د افغانانو کار دی، موږ نه غواړو نورو ملیتونو او هيوادونو ته ضرر پيښ کړو، او د ټولو منازعاتو او معضلاتو د حل لپاره موږ په افهام او تفهيم باور لرو او دا خبره موږ تاسو ته لس کاله وړاندې هم کړې وه او اوس یې هم کوو. او ددې کار لپاره مو د اسلامي امارت اړونده مرجع ته هدایت کړی دی چې د ټولو هیوادونو سره د ملي او اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره ځان پوه کړي او داسلامي امارت پالیسي او دریځ په صحیح توګه دنیاوالو ته ورسوي .
    يوه مسئله چې زموږ ټولو لپاره خورا ځورونکې ده، هغه په جګړه کې په عمومې ډول ملکي تلفات دي ترکومه ځايه چې په دښمن پورې اړه لري هغوئ خو راغلي دهمدې وژنې او ځورنې لپاره دي ،خو مجاهدین بایددخپل شرعي مسؤلیت له مخې دولسي خلګو دځان اومال دساتني ډیر خیال وساتي .

    ولسي خلک هم باید دملکي زیانونو او ناورینونو په مخنیوي کې له مجاهدینوسره پوره همکاري وکړي ، چیرته چې په کلیو او بانډو کې امریکایي ګزمې تګ او راتګ کوي ، وړاندې یا وروسته دې نږدې حرکت نه ورسره کوي ، دغه راز دې دمجاهدینو لخوا اعلامیدونکې احتیاطي تدابیر هم په کلکه عملي کوي،ترڅو پر یرغلګرو په کیدونکو بریدونو کې دوئ ته زیان وانه وړي .
    اوترهغه ځايه چې په مجاهدينو پورې اړه لري هغوئ دې په راتلونکي کې دولسي خلګو دتلفاتو دمخنیوي په غرض لاندې مقررات په جدي توګه عملي کړي :
    الف – د ټولو ولایتونو والیان دي، د ملکي تلفاتو او بې ګناه خلکو ته دمجاهدینوپه نامه د اخطاري خطونو، اواخطاري تلیفونو مخنیوي ته پوره توجه وکړي او وخت په وخت دي په خپلو مربوطه سیمو کې جدي پوښتنې او پلټنې وکړي او همدا راز دی ددینی علماوو په ذریعه وخت په وخت مجاهدینو ته د ملکي خلکو د سر، مال او آبرو ساتنی او د نورو معروف کارونو په برخه کی وعظ کوی. مشرتابه ته دي د ټولو هغو ملکي تلفاتو په اړه معلومات ورکړي چي یا خو یقیني د مجاهدینو له لوري اوښتي وي او یا یې په مجاهدینو باندي شک کیږي.
    ب- که په کومه سیمه کې د مجاهدینو د ماینونو، فدایې بریدونو او نورو عملیاتو له امله ملکي خلکو ته زیان ورسیږي او د هغې سیمې مجاهدین انکار وکړي چي دا کار موږ نه دی کړی، خو قراین او شواهد ښيي چې د سیمې د مجاهدینو له لوري شوی دی، نو شکمن کسان دې شرعي مرجع ته حواله شي . که په کره شواهدو ثابته شي چې واقعا د عامو مسلمانانو د شهادت سبب د مجاهدینو بې پروایي ده، نو تر دقیقې پلټنې وروسته دي عاملینو ته شرعي سزا ورکړل شي او هم دې د پیښې د ملکي قربانیانو وارثینو ته د ننواتې ، عذراوخوشحالولو تصمیم ونیول شي.
    ج- که د ملکي تلفاتو په برخه کې هغه مسئولین چې مخکې په همدې وجه سزا شوي وي په مکرر ډول بې احتیاطي وکړي، نو له نورې شرعي سزا سره په څنګ کې دې له خپلودندو څخه هم ګوښه کړل شي.
    د- په کومه سیمه کې چی د مجاهدینو او یا هم له نامعلوم لوري ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوړي نو په دې هکله دي اړونده مرجع اوفرهنګي کمیسیون هم له مختلفو منابعو نه معلومات حاصل کړي او وخت په وخت دي خپل راغونډ شوي معلومات په لیکلي ډول مشرتابه ته وړاندي کړي.
    په پای کې يوځل بيا ستاسو ټولو نيکمرغي او خوشحالي له الله جل جلاله نه غواړم او دلوی اختر په مناسبت تاسو او ستاسو کورنيو ته دزړه له تله مبارکي وايم په سنګرکې ناستو مجاهدينو ته داتفاق ، ورورولۍ او تقوی هيله لرم ، له شتمنو وروڼوهیله کوم چې دقربانۍ او ايثار په دي مبارکو شپو ورځوکې خپل بي وزله وروڼه له ياده ونه باسې او له یتیمانواومسکينانو سره تر وسه وسه خپله همکاري وکړي ،دنړۍ په مسلمانانوغږ کوم چی په اسلامي نړۍ کې له روانو بدلونو نوڅخه داسلام او وطن په ګټه اعظمي استفاده ،دیووالي اواسلامي اصولو په عملي کولو سره وکړي،دنړئ په ګوټ ګوټ کې ټولواسلامي او جهادي تحریکونوته توصیه کوم چې داسلام ددښمنانو له دسیسواوداسي حرکاتونه ځانو نه په کلکه وساتي کوم چې په شریعت کې ناروا،مشکوک اودمجاهدینودبدنامي اوپه ولسونو کې دتنفر سبب ګرځي.
    لوی الله دې زموږ غمونه او تکلیفونه نو ر په خوشحالۍ بدل کړې او ديوه هوسا ، آزاد ، خپلواک او سرلوړي اسلامي حکومت په جوړولو کې دې راته توفيق راکړي . آمين ياربَّ‎ُِ العلمين
    والسلام
    داسلام خادم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد
    ۷/۱۲/۱۴۳۲ ﻫ ق

  2. د لوي اختر په رارسیدو په هیواد کې دننه او له هیواده بهر ټولو پښتنو او مسلمانانو ورونو ته د لوي اختر مبارکي وړاندي کووم، خداي دي وکړي دغه اختر له خوښیو ډک او له ځانه سره د تل پاته سولي زیری راوړي، په همدي هیله.
    سادت ساپی، پونه، هندوستان.

  3. دلوی اختر دمبارکۍ پيغام!
    دنېک مرغه لوی اختردرارسېدوله امله دلویې پکتيافرهنګي اوخپرندويه ټولنې مشرتابه اوټول غړي دنړۍ ټولومسلمانانوته په ځانګړي ډول افغان ولس ته که هغه دکوردننه اودباندې ژوندکوي دزړه له کومې مبارکي وايي خالق دې وکړي چې شونډې مودخنداغوټۍ سپړلې وي اوپراننګومودشفق سرخي خوره وي درنوهېوادوالولوی ا ختر په اسلام کې دمسلمانانولپاره ځانګړې اوتاريخي ورځ ده چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان دعبادت ترڅنګ ځانګړي سيمه ايزدودونه اوقربانۍ کوي ريښتيا چې دغه ورځ په اسلام کې دمينې ،ورورولۍاودزړونوديوځای والي لامل کيږي اوټول مسلمانان خپلو وروڼوته يوبل سره دغاړه غړۍ په ورکولوخدای(ج) ته لاسونولپه کوي اومسلمان امت ته دخيراوښېګڼې غوښتنه کوي اوشتمن خلک له بې وزلوسره مرسته کوي . زړه ته راتېروهېوادوالودلويې پکتيافرهنګي اوخپرندويه ټولنې د تېريوکال په موده کې دبيان دازادۍ دګټلو،دسولې اوملي يووالي دټينګښت لپاره دژوندپه لويه سحراکې نه ستړې کيدونکې مزلونه کړي دي اوپه دې لاره کې به دتېرپه شان هيڅ کله هم دستړيا احساس ونه کړي اوپه دې سپېڅلې لاره کې به په ټول توان سره پرمخ درومي.
    ددغې ټولنې ټول غړي په افغانستان کې دښکېلوغاړو غوښتنه کوي چې دنيکمرغه لوی اختردرارسېدوپه درناوي له افغانستان په ځانګړي ډول دوياړونودلوی ټاټوبي (لويې پکتيا)څخه دجنګ ټغرټول کړي اوافغان ولس ته ديوه سوکاله ژوند زمينه برابره کړي په پای کې بياهم ټولو هېوادوالوته دنيکمرغه لوی اخترمبارکي اودلوی خدای (ج) څخه دنړۍ ټولومسلمانانوته دسرلوړۍ غوښتنه کوو.
    په درنښت اومينه
    دلویې پکتيا فرهنګي اوخپرندويه ټولنې اداره

  4. دپکتيا ولايت دځوانانوچاروآمریت داخترمبارکي پيغام !
    دپکتيا ولایت دځوانانو چاروامریت دسږني لوی اختر مبارکي ټولومسلمانانو وروڼوته په تېره بیا ځوانانو،سپین ږیرو، قومي مشرانو،مجاهدينو، روشنفکرانو، حاجیانو،مدني ټولنو ،محصلينو زده کوونکو،ګونډو،یتیمانو، بې وزلوافغانانو،په روغتون کې بسترناروغانو،بنديانو،ولايتي شورا او ولسي جرګې اومشرانوجرګې وکیلانو د ملکي اونظامي اداروکارکونکو ته دزړه له کومې وړاندې کوي اودپاک خدای ج څخه غواړي چې سږنی لوی اختر په هېوادکې دسولې ،یووالي او دبې ځایه وينې تويدودمخنيوي سبب وګرځي په پای کې دټولوځوانانوڅخه غواړي چې داخترپه شپواو ورځوکې د کنې اوکرکې څخه ډډه وکړي او دبې وزلواوبې چاره خلکوسره مرسته وکړي ترڅودخدای تعالی درضايت سبب وګرځي.

    په درنښت
    امان الله اماني
    دپکتياځوانانوچاروآمر

  5. د نیکمرغه لوی اخترپه وياړ د پکتیا ولایت دسولې ولایتي کمیټې دمبارکۍ پیغام!!
    بسم الله الرحمن الرحیم
    دپکتیا ولایت قدرمن والي صاحب، دملکي اونظامي ادارو کارکوونکو، مد ني ټولنو، د ښوونـځیو زده کوونکو،پوهنتون محصلينودپکتیا ولایت مجاهد وپه اسلام او وطن مینو اوسیدونکوقومونو، عالمانو، روحـــانیونو، درنو خویندو اومیندو.دخپلوډیرو ښومبارکیواونیکوهیلو پېرزوینې وړاندي کوو. اوددي مـبارکیو ترڅنګ دټولو حاجیانو دحج دقبلیدو دعا کوو.
    پوهیږئ چې د دوواخترونو په منځ کې به زموږ د ولایت ځينې کورنۍ دخـپلو عزیزانو په ویر غمجنې شوې وي . دلوی څښتن تعالی ددربارنه د شهیدانو پاک روح ته دعا او کورنـیو ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوو . مونږ په داسې حال کې خپلو عزیزانو ته داختر مبارکۍ وړانـدې کوو. چې زړونه مو دهيلو څخه ډ ک اواحساس مو ددغې سیمې دخلکو دژوند دښه کولو اودسولې په محورڅرخي هیله مندیو چې له دې نه وروسته له خوښيوډک اخترونه اوپه سوله کې ژوند ولرو. او دبښوونکي څښتن تعالی (ج)څخه غواړو چې زموږ خفه او ناراضه وروڼه په راتلوونکي کې زموږ سره په ګډه داختر ونو خوشحالۍ ولمانځي .ګرانو خويندو او وروڼواخترونه په اسلام کې ځانګړی ارزښت لري او پدې ورځ د مسلمانانوترمنځ خفګان له مــــنځه ځي او ددوی ترمنځ مینه ،محبت اووروروالي ټینګیږي.درنو پکتياوالوتاسوپوهېږئ چې سوله دهر ژوندي سري لپاره اړينه ده اوپرته له سولې ژوند کول ناممکن دي دپکتيا دسولې شورا ولايتي کمېټه له تاسو ټولو ښاغلوڅخه هيله کوي چې په پکتياکې دسولې دټينګښت لپاره هلې ځلې وکړئ په پای کې دپکتیا ولایت دسولې ولایتي کمیټه په پکتیاوالو باندې غږ کوي چې دلوی اختر په مبارکو ورځوکې دخپل ګران هـیواد افغانستان کې دسولې دراوستلو لپاره دوعاګانې وکړي نیکمرغه دې وي زموږ دهــــیواد اخترونه.
    درنښت
    دپكتياولايت دسولي ولايتي

  6. د لوي اختر د رارسيدلو په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

    ١٣/٨/١٣٩٠ – ٤/١١/٢٠١١

    تر هر څه د مخه خپل، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړو لخوا د ١٤٣٢ ق کال د لوي اختر د راسيدلو په مناسبت مبارکي او نيکي هيلي د نړي ټولو مسلمانانو په ځانګړي توګه د افغانستان مسلمان زوريدلي، کړيدلي اومظلوم خلګو ته وړاندي کوم.
    د لوي خداي (ج) د دربار څخه ټولو مسلمانانو ته خوشحاله او نيکمرغه اختر غواړم.
    لوي اختر چې مسلمه امت ته د خداي (ج) و دربار ته د حضرت ابراهيم (ع) د اطاعت او د حضرت اسماعيل (ع) د ځان تيريدني يو لوي درس دي، بايد هرمسلمان په ووياړي او عمل په وکړي.
    درنو هېوادوالو!
    زموږ په هېواد کې د دري لسيزو ناخوالواو جګړو له عمله هره ورځ په لسګونو مظلوم او بي وسه افغانان د جګړي قرباني کيږي، خويندي او ميندي مو بوري او کونډي کيږي چې د اختر مبارکی ورځي په اکثرو کورونو کې د غم او ماتم ټغر خپور کړي، ځکه نو جګړه د افغانانو د پاره د حل لاره نده.
    راځي چې د پخلايني او سولي د ټينګښت دپاره يو موټي سو او د مذاکراتو، جرګو او لوي جرګي د طريقه هميشني سولي دپاره هلي ځلي وکړو تر څو چې د جنګ، جګړي او ولسي قرباني کمبله زموږ د ګران او وياړلي هېواد افغانستان څخه د هميش دپاره ټوله سي.
    د وخت څخه په ګټه اخستلو يو وار بيا ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه افغان ربړيدلي ولس ته نيکمرغه او خوشحاله اختر غواړم.

    اختر مو بختور
    الحاج غرزي خواخوږی

  7. لوی اختر د تولو وطنوالوکه په بهر کی دی او که په داخل کی دزړه له کومی مبارک شه. دخدای څخه ورته صلحه اوامنیت غواړم.خدای دی دتولو په زړونو صداقت واچوی او دمنافقانوزړونه دی هم اله په خپل قدرت سره پا او صفا کړی چی په دی غمځپلی صلحه او وروروالی راشی.
    په ډیردرانښت

  8. دپکتيا ولايت دځوانانوچاروآمریت داخترمبارکي پيغام !

    دپکتيا ولایت دځوانانو چاروامریت دسږني لوی اختر مبارکي ټولومسلمانانو وروڼوته په تېره بیا ځوانانو،سپین ږیرو، قومي مشرانو،مجاهدينو، روشنفکرانو، حاجیانو،مدني ټولنو ،محصلينو زده کوونکو،ګونډو،یتیمانو، بې وزلوافغانانو،په روغتون کې بسترناروغانو،بنديانو،ولايتي شورا او ولسي جرګې اومشرانوجرګې وکیلانو د ملکي اونظامي اداروکارکونکو ته دزړه له کومې وړاندې کوي اودپاک خدای ج څخه غواړي چې سږنی لوی اختر په هېوادکې دسولې ،یووالي او دبې ځایه وينې تويدودمخنيوي سبب وګرځي په پای کې دټولوځوانانوڅخه غواړي چې داخترپه شپواو ورځوکې د کنې اوکرکې څخه ډډه وکړي او دبې وزلواوبې چاره خلکوسره مرسته وکړي ترڅودخدای تعالی درضايت سبب وګرځي.

    په درنښت

    امان الله اماني

    دپکتياځوانانوچاروآمر

  9. دمینی او اخلاص سلامونه دلراوبر ویب پاڼی وټولو کارکونکیواو لیدونکیوته وړاندی کوم اووتاسوټولوکارکونکیواودویب پاڼی وټولولیدونکیوته دنیکمرغه لوی اختر مبارکی ویم الله (ج)دی وکړی چه دااختر زمونږګران هیواد ته صلح اوسوکالی راولی او داجنګ اوجګړی ختمی سی او زمونږله ګران هیوا ده. دا پردی لنډغرپه شرمیدلی توګه ووزی آمین . نو راځی چه ټول په دی مبارکو شپوورزو کی د الله (ج) دربارته لاسونه لپه کواوپه اخلاص سره دعاوکوو.

  10. د لراوبرښکلې ويبپاڼې قدرمنو چلونکو ته ،

    د نيکمرغه لوي اختر له املهتاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته مبارکي وايم،

    خداي دې وکړي چې له خوښيو ډکېورځې، سوکاله او له برياليتوبونو سره مل ژوند ولرئ.

    د خداي تعالی دربار ته لاسونه لپه کوو چېدغه اختر زموږ د ځوريدلي اولس لپاره د تلپاتې خوښيو، سولې، ارام او سوکاله ژوندپيلامه شي او نور نو د جنګ جګړو او وينو توييدو پرځاي په افغانستان کې د پرمختګ اوسوکالۍ بهير پيل شي. انشاالله

    ستاسو ورور محمدظريف عنايت زی

  11. اختر د ټولو مبارک شه
    که مسافر وی که د یار له څنګه وینه

    د لوی اخترد رارسیدو په مناسبت د اوکراین جمهوریت ادیسی په ښار کی د ( ادیسی ادبی ټولنی غړی ) د لوی افغانستان مسلمان اولس ته او په بهرنیو هیوادونو کی مسافرو وروڼو او خویندو ته مباریکی وایو ، لوی اختر مو مبارک شه .
    خدای د وکړی چی دغه لوی اختر د افغانستان اولس ته په نیک فال تمام شی، د سولی او امن اختر شی ،

    ستاسو د خوشحاله او نیکمرغه ژوند په هیله
    د ادیسی ادبی ټولنی د مشرتابه شورا له خوا

  12. دنړۍ په ګوټ ګوټ کي مېشتوپښتنواوافغانانوته دميني په تارپېيلي تاوده سلامونه اودلوي نېکمرغه اخترمبارکي وايم. باداردي وکړي، چي په لراوبرپښتونخواوطن کي سوله اوکراري رامينڅته سي……………..آمين

  13. اسلام عليكم داخترموبارك سه