د چهارشنبۍ په ورځ دمارچ ٢٠ مه نيټه د کابل ولايت د سروبي په ولسوالۍ کې د آيساف سرتيرو د خپلو روغتياي مرستو په لړ کې ملکي وګړي يې تر درملني لاندې ونيول.
د دوي د دغې ليدنې په لړ کې چې ملکي وګړي يې تر درملنې لاندې نيولي وو، د مرکز د سيمه ايزې قوماندانۍ ايټاليوي جکړه اييزې ډلې ته په سيمه کې د وسلو د يوې زيرمې په هکله خبر ورسيد.
سرتيرو دغه زيرمه وموندله چې لاسي بمونه، مهمات او ٩٠ کيلو ګرامه بنګ دانه په کې شامل وو.
د افغانستان ملي امنيتي پوليس په ډيرې چټکې سره په ځوابي کار لاس پورې کړ چې دغه کشف شوي توکي په قبضه کې ونيسي او لمينځه يې يوسي.
د آيساف وياند وويل:” دغه دوامداره عمليات د سيمه اييزو مشرانو او د ولسوال په همغږې سره دا څرګنده وي چې نوموړي عمليات به بالاخره ښه نتايج ولري او د خلکو په منځ کې د آيساف اعتماد زياتوي. د تيرې مياشتۍ په لړ کې موږ د مهماتو ٢٠ زيرمې موندلې دي”.