http://larawbar.com/data/
البته دا ورور يوازنی افغان نه دئ، چي په تېروتني او غلط فهمۍ سره يې د بل چا ليکنه په خپل نامه خپره کړې وه . موږ گرده ژورناليستان، شاعران، لیکوال، څېړونکي او کره کتوونکي په شعوري يا غير شعوري ډول د يو بل له نظريو، مفکورو، څېړنو، موندنو اونورو فکري – فرهنگي هستونو او نوښتونو څخه گټه اخلو؛ خو ځیني مو د علِم او انصاف له اصولو او غوښتنو سره سم په خپلو ليکنوکي د هغو د نامه اواثارو يادونه کيي (کوي)؛ اوځيني نور مو د « ميم زرما ټوله زما» د ځنگلي قاعدې له مخي هر څه په خپل ځان پوري تړي .
په خواشینۍ سره زموږ ځيني شاعران، ليکوال، محققان او نقادان داسي انگېري، چي که په خپلو اثاروکي د نورو مفکرينو، شاعرانو، ليکوالو، څېړنکو او کره کتوونکو يادونه وکي، نو لوستونکي بې ( به يې) علمي او تحقيقي کوښښو ته په ټيټه سترگه وگوري؛ مگر واقعيت داسي نه دئ . په ژورناليستيکو، تخليقي او تحقيقي ليکنو کي د ماخذو او سرچينو ښوول؛ اوله علمي او معياري موازينو سره سم يې اوډل او وړاندي کول، نه يوازي د ژورناليستيکو، تخليقي، علمي او تحقيقي اثارو ارزښت نه لږيي، بلکي وزن او اعتبار يې لا نور هم زياتيي؛ ځکه د ماخذو او سرچينو په منظمه او دقيقه اوډنه کي دوه لوی او اساسي مقصدونه نغښتي دي :
اول مقصد دا دئ، چي د اِستِناد سوو او متممو ماخذو ښوول، لوستونکو ته د طرحه سوو موضوعاتو په اړه د لا پراخو او هر اړخيزو مالوماتو د را ټولولو امکانات برابريي. په بله ژبه، لوستونکي د معرفي سوو ريفرينسو او حوالو په روڼا کي داسي مواد مومي، چي د راتلونکو ليکنو او څېړنو له بشپړتيا، ژورتيا او پراختيا سره لو( لويه) مرسته کيي .
دوهم مقصد دا دئ، چي لوستونکي کولای سي د وړاندي سوو ماخذو او منابعو په روڼا کي د ليکوال يا څېړونکي د دلايلو او ادعاوو سموالی او کږوالی مالوم کي؛ ځکه د علومو په بېلابېلو برخو او څانگوکي داسي ډېري اختلافي مسألې سته او پيدا کيږي، چي د وضاحت او سپيناوي دپاره يې تل د اصلي ماخذو وليدو ته اړتيا پېښيږي . د ماخذو او منابعو په علمي او معياري ښوولوسره هيڅوک پر چا ډکي نسي تېرولای؛ په يوه گړي کې له درواغو او ناسمو ادعاوو پرده پورته کېدای سي .
له بده مرغه په افغاني ويبپاڼو( پښتو او دري دواړو) کي د داسي ليکوالو او څېړونکو شمېر لږ نه دئ، چي په خپلو ليکنو او څېړنوکي د نورو شاعرانو، ژورناليستانو، ليکوالو، څېړنکو، مفکرانو او نظريه پردازانو له نظريو، افکارو، پلټنو، څېړنو او موندنو څخه پراخه استفاده کيي؛ خو د هغويا گرسره يادونه نه کيي يا يا يې په داسي ډول يادونه کيي، چي لوستونکي يې په موندنه کي له لوی سرخوږي سره مخامخ کيږي . ځيني د ماخذو او منابعو پر ځای ليکي : تاند، ټول افغان، لر او بر . . . کله کله خو لا حتا د ويبپاڼو د نوم اخيستلو زحمت هم ځان ته نه ورکيي؛ يوازي د دې جوملې په يادونه اکتفأ کيي : اخځونه : بېلابېلي ويبپاڼي .
هر څوک په اسانۍ سره قضاوت کولای سي، چي دغه راز ماخذ ښوول، لوستونکي ته څه گټه رسولای سي؟ بېچاره لوستونکي به په « تاند»، « ټول افغان »، « بېنوا»، « لر او بر» يا نورو بې نومه ويبپاڼو کي د چا چا په اثاروپسي پلټني کيي؟ دا خو زما په گومان همغه د « نخود سياه » کيسه ده .
ځيني نور ليکوال او څېړونکي بيا د خپلي ليکني په متن يا اخير کي د ماخذو او سرچينو په نامه په عمومي ډول څه وړاندي کيي؛ خو لوستونکو ته په بشپړه او روښانه توگه دا نه وایي، چي کم ( کوم) مطلب يې له کمه ( کومه) ځايه اخيستئ دئ؟ د ليکني علاقمندان اريانيږي، چي د وړاندي سوو موضوعاتو په باب د بشپړو مالوماتو دپاره څنگه او چيري پلټني وکي؛ ځکه چي دې ښاغلو نه د اثر دهستونکي ( ليکوال، مؤلف، ژباړونکي، اوډونکي، سموونکي، حاشيه کښوونکي، تعليقات ليکوونکي او داسي نورو) د پېژندگلوۍ په اړه، نه يې د اثر د ښه و بد او نه يې د هغه د خپرېدود جزيياتوپه باره کي د مالومات ورکولو زحمت ايستلئ يي . هغه ورځ د پوهنتون يوه استاد، چي علمي لقب يې په لسو کسانو نه وړل کيږي، زموږ د هيواد د يوه تاريخي ځای په اړه په « لر اوبر» او « افغان جرمن آن لاين » کي خورا لو او پراخه مقاله کښلې وه؛ او د خپلو دلايلو د زباتولو دپاره يې په څو تاريخي اثارو اِسِتناد کړئ ؤ. متأسفانه په دې اثاروکي د ځينو يوازي نوم ياد سوئ ؤ، چي د مقالې له لوستونکو سره د هغو په موندنه کي چندان مرسته نسي کولای؛ ځکه درنو ليکوالو، څېړونکو او کره کتوونکو ته پوره څرگنده ده، چي په لرغوني ادب، تاريخ، تاريخي جغرافيې او داسي نورو علومو پوري تړلي اثار زياتره واحده بڼه نه لري . دا ډول اثار د مختلفو ژباړونکو، مصححانو، حاشيه ليکوونکو او شارحانو له خواپه بېلابېلو هيوادو کي چاپ سوي او لاچاپيږي، چي هر چاپ يې يوله بله پراخ توپيرونه لري؛ د مثال په توگه « تاريخ بيهقی » څو پلاد بېلابېلو مصححانو او شارحانو په زيار په مختلفو هيوادوکي چاپ سوئ دئ، چي د هر يوه متن، حاشيې، تعليقات، د خپرېدو ځای، کال او نور جزييات يوله بله فرق لري . « حدود العالم من المشرق الی المغرب »، « البلدان »، « معجم البلدان »، « شاهنامه » ، « مثنوی معنوی »، « پټه خزانه » او په زرگونو نورټول هغه اثار دي، چي په بېلابېلو ژبو ترجمه سوي دي؛ او په هره ژبه کي څو څو واره، د بېلابېلو څېړونکو له خوا، په مختلفو بڼو چاپ سوي دي . په لرغونو شعري ديوانو کي داسي ډېر ليدل سوی دي، چي د يوه شاعر د ديوان په يوه چاپ کي د مثال په توگه سل غزلي را غونډي سوي يي؛ په بل کې يو سل و لس غزلي؛ او په يوه بل چاپ کې، له ډېرو قلمي نسخو څخه په ډېر زيار ، يو سل و دېرش غزلي را غونډي سوي يي . په داسي شرايطو او حالاتو کي د د يوان محتوياتو ته په پام نه کولو سره، يوازي د هغه پر نامه حواله ورکول، زما په نظر له د پيسو له هغي حوالې سره ورته والی لري، چي نې ( نه يې) د حواله والا دقيق نوم او نښان مالوم يي؛ او نې د برياکولو دقيقه پته مالومه يي . له بله پلوه که له لوستونکو څخه توقع کوو، چي د اماکنو یا اشخاصو د نومو يا بلي کوچنۍ مسألې د صحت او سقم دپاره اِسِتناد سوئ کتاب سر تر پايه وگوري، دا خو په واقعيت کي لويه بې انصافي ده . د دغو دلايلو پر اساس بايد د يوه اثر د سمي او دقيقي پېژندني دپاره نه يوازي دا درې برخي هيڅکله له ياده و نباسو، بلکي د اړوند مخ يا صفحې لمبر يې هم په واضح ډول وښيو:
الف) د اثر د هستونکی يا موجد پېژندگلوي
د اثر د هستونکي په اړه بايد دغو پوښتنو ته جوابونه وموندل سي :
– د يوه اثر ايجادونکی( شاعر، کمپوزر، سندرغاړی، ليکوال، مؤلف، څېړونکی، مترجم، مصحح، محشي، شارح، مُکمِل او داسي نور) څوک دئ ؟ نوم، تخلص او نور بېلوونکي القاب او صفتونه (مُلا، مولوي، امير، قاضي، حاجي، استاد، پوهاند، ډاکټر، انجينير او داسي نور) يې څه دي؟ ايا اثر په يوه شخص پوري اړه لري، که د دوو، څو يا ډله ييزو کسانود زيار او کوښښ نتيجه ده؟ ځکه هغه اثر، چي يوه ليکوال يا مؤلف ليکلئ يي له هغه اثر څخه په معرفي کولو کي توپير لري، چي دوو يا څو ليکوالو له خوا کښل سوئ يي . همدغه راز هغه اثار ، چي د ډله ييزو يا گروپي مؤلفانو له خوا ليکل سوي يي( لکه پوهنغونډ يا دايرة المعارف، قاموسونه، کلنۍ او داسي نور) هم په معرفي کولو کي ځانگړي لاري لري . تر دې، چي تېر سو، نومورکي يا ناپېژندل سوي مؤلفان او ليکوال هم بايد په خپله خاصه بڼه وښوول سي؛ او د هغو اثارو وپېژندگلوۍ ته هم پوره پام وسي، چي په مستعار نومو ليکل کيږي .
ب) د اثر پېژندگلوي
د يوه اثر د بشپړي او هر اړخيژي پېژندگلوۍ دپاره بايد دې ټکو ته جدي پام وسي :
– ايا اثر نوم يا عنوان لري که يا؟ کې لري، نوم يې څه دئ؟
– که اثر په بهرنۍ ژبه ليکل سوئ يي، بیا نو دا خبره بايد هرومرو روښانه سي، چي په ليکنه کي له کمي ترجمې څخه استفاده سوې ده؟
– اثر څو ټوکه ( جلده) دئ؟ له کم ټوک څخه يې استفاده سوې ده؟
– اثر څو پلا چاپ سوئ دئ؟ له کم چاپ څخه يې استفاده سوې ده؟
– د اثر د چاپ بڼه څه ډول ده؟ په بله ژبه، اثر په کمه بڼه چاپ سو ئ دئ : سنگي يا ډبرين چاپ، عکسي چاپ، رنگه چاپ، آفسيټ چاپ او داسي نور. البته کتاب، مجله، مهالنۍ، ورځپاڼه، قانوني خپروني، لرغوني اثار او داسي نور هر يو د معرفي کولو بېلي لاري لري .
ج) د اثر د خپرېدو جزييات څه دي؟
د يوه اثر د معرفي کولو دريمه برخه د هغه د خپرېدو جزييات دي، چي په هغو کي بايد دغه ټکي له پامه و نه غورځول سي :
– اثر د کمي خپرندويه يا نشراتي مؤسسې له خوا خپور سوئ دئ؟
– د اثر د خپرېدو ځای او نېټه څه ده؟
– که اثر خطي يا قلمي بڼه ولري . بايد دا خبره هم روښانه سي، چي له کمي خطي نسخې څخه استفاده سوې ده؟ د دې مقصد دپاره زياتره د خطې نسخې دکاتب يا استنساخ کوونکي د نامه، د استنساخ د نېټې او د هغې څښتن د نامه يادونه کيږي . که څوک و وايي، چي د برټيش کتابتون له پلانۍ لمبر خطي نسخې څخه مي استفاده کړې ده، دا ډول ريفرينس ورکول هيڅ مشکل او پېچومه نه پېښيي؛ ځکه د برټيش کتابخانې ټولي خطي نسخې په منظمو فهرستوکي تشريح سوي دي؛ او د المارۍ د لمبر يا شمېرې له مخي په ډېري اسانۍ پيدا کېدلای سي .
– که چيري د اثر د خپرېدو يوه يا څو برخي نه يي مالومي، بيا نو د لوستونکو د خبرولو دپاره بايد په روښانه ټکو يادونه وسي، چي د اثر د خپروونکي مؤسسې نوم ، د خپرېدو ځای يا کال مالوم نه دي .
په اينټرنيت کي د خپروو سوو ماخذو او سرچينو د پېژندگلوۍ دپاره په لنډه توگه کولای سو د استناد سوي اثر اينټرنيټي لينک په خپله اصلي بڼه وړاندي کو يا دا چي په نسبتاً مفصله بڼه اول د اثر د څښتن نوم، د اثر نوم يا سرليک، د خپروونکي ويبپاڼي پته او د اثر د خپرېدو نېټه وښيو؛ او بیا يې په اينټرنيټ کي خپور سوئ لينک څنگ ته وليکو.
د علمي او تحقيقي اثارو د مستند کولو پوهانو او ماهرانو د دې درو برخو د تنظيم او ترتيب دپاره هم ځانگړي اصول او قواعد ټاکلي دي، چي د هغو رعايت ليکنو ته علمي او معياري بڼه ورکيي . په دې اصولو او قواعدوکي د علومود هري څانگي ځانگړي معيارونه لوی رول لري . البته، تر هغه ځايه چي د اثارو د موندني او لاسته راوړني کار ګران او پېچلئ نه کړي، ليکوال او څېړونکي کولای سي، د يادو سوو درو برخو په اوډنه او ترتيب کي خپل ذوق او سليقه هم په پام کي ونيسي .
د همدغو اړتياوو له مخي بايد د افغانستان د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت د هيواد د ټولو پوهنتونو په تعليمي نصاب کي د داسي يوه مضمون پر شاملولو جدي غوَر وکي، چي محصلان د ليکني او څېړني له اساسي اصولو سره اشنا کي؛ ځکه د ټولو علمي څانگو محصلان، پر تحصيلي دوره سربېره د عملي کار او فعاليت په ډگر کي و دغه راز لارښوونو ته ټينگه اړتيا لري . زما په گومان د پوهنتونو له مهمو وظايفو څخه يوه داهم ده، چي د اصلي مضامينو تر څنگ، محصلانوته په خپلو علمي او مسلکي څانگو کي د ليکني، پلټني او شنني اساسي او مقدماتي لاري چاري هم وښيي .
يادونه : په دې ليکنه کي مي له دې کبله د چا نوم نه دئ اخيستی، چي موږ ټول افغانان په تېره بيا ليکوال او څېړونکي لا تر اوسه د انتقاد اروېدو زغم نه لرو . تر هغه مهاله، چي انتقاد اروېدل د افغانانو دکلتور برخه گرزي، بايد ځيني خبري په عمومي بڼه وړاندي کو.