کور / کتاب / د (څوکلني اوښکي)په نامه شعري ټوګه چاپ سوه

د (څوکلني اوښکي)په نامه شعري ټوګه چاپ سوه

دکتاب ځانګړني :


• دکتاب نوم         :    څو کلني اوښکي
• شاعر                : جمعه ګل (( مجاهد))
• کمپوز               : عبدالکريم (( مدثر))
• خپرندوئ          :افغان يو نايټد اداري ښوونيز مرکز
• دخپروني لړ       :  څلرم
• دخپرېدو کال     :١٣٩٠لمريز
• تعداد                : ٥٠٠ ټوکه
دخپرندوئ ادرس((افغان يونايټد اداري ښوونيزمرکز کندهار))دتعليمي مرکز اړېکه :٠٣٠٢٠٠٣٥٩٨ Noorahmad_kakar@yahoo.com
دشاعرداړېکي شمېرې  ((٠٧٠٨٨٩٩٥٨٨_٠٧٩٣٦٣٨٠٠٩))
ددې کتاب د چاپ حق له شاعر سره خوندي دى


 



ډالۍ



وخپل ګران کندهارته چي دده په خوږه لمنه کي ماخپلي سترګي ودې نړۍ ته پرانيستلي دي
شاعر



دخپرندوۍ ټولني يادښت
دقرانکريم دسپېڅلوسورتونو په لړکي دالشعراء سورت دى چي دشاعرانو اړوند دوه داسي اساسي کره هدايات موږ ته هدايت کوي چي دشعر ټوله محتوي  پکښي له ورايه څرګندېږي په يوه اړخه کي  يې شاعرهغه څوک بللى چي داسي څه وايي چي  هغه حقيقت نه لري  خو په بل اړخ کي بيا هغه شعراء يې له تحريم څخه مستثني کړيدي  چي حقايق ويني او هغه دشعر په ژبه دټولني تر وګړو پوري په پوره امانت دارۍ سره سپاري  ددې کتاب څښتن  ښاغلئ  جمعه ګل ((مجاهد)) چي دخپل هيواد او ناموس دساتني په موخه يې دشوروي يرغل پر مهال خپل دژوند خوږ نعمت (( دواړي سترګي)) دراکټ دمرمۍ دلمبې له امله قرباني کړي دي  له هغه شعراءوڅخه  يې بللاى سو چي  دټولني څخه داخيستل سوي تصوير ترجماني په خپلو منظمو او مقيدو کلماتو کوي ؛ دنوموړي دزړه راوتلى بړاس به نه يوازي له ده سره تر ژونده ملګرى وي بلکه،ددې شاعرانه ټولګي په وړاندي کېدو سره به دپېړيو پېړيو په لړکي  زموږ ددې عصر يو تصوير له ځانه سره ولري چي په يوه اړخ کي زموږ دټولني ددې مهال تاريخي  پيراوپه بل اړخ کي  دده دخيالاتو تر جماني وکړي
دنوموړي ددې شاعرانه ټولګي دخپراوي لپاره((افغان يونايټداداري ښوونيزمرکز)) وياړي چي  دخپل هنري او فرهنګي چوپړ په لړکي دادى  په څلرم نوبت سره دادشعرونو ټولګه ((څوکلني اوښکي)) ددرېمي دورې دفارغو سوو زده کوونکو په مالي لګښت په چاپي بڼه  تر تاسو درنو پوري رسوي
ښاغلي مجاهد ته ددې ټولګي مبارکي وايو
اوتاسي درانه لوستونکي يې لوستلو ته را بولو
په ورورولي
ن قرانمل
دافغان يونايټد اداري ښوونيز کز مدير
١٣٩٠لمريز کال سنبله ٢٤