دويم څپركى:
ليكواله/ (Drs, Senzil Nawid)
ژباړه: جاويد واك
د دولت او علماوو تر منځ اړيكې: ((1880-1919))
((په افغانستان كې د پر مختګ پر وړاندې يواځينى خنډ دا دى، چې دلته ځينې كسان د مذهب په نوم يو څه پر خلكو تپي، چې په بشپړه توګه د پېغمبري احكامو له اصولو سره مخالف وي)) (امير عبدالرحمن خان) ۱
حى على الفلاح! اى افغان ملته! خپل ملي شرافت او قومي عظمت و ساتئ! خپله دولتي خپلواكي او حاكميت سپېڅلى كړئ! هغه افغان، چې په نړى كې په ديانت او ديندارۍ، زړور توب، غيرت او د ناموس په ساتلو مشهور دى، ايا دا يې پر وجدان، ايمان او ناموس باندې اوارېږي، چې د يو اجنبي دولت د تابعيت او ملاتړ ټاپه پرې ولګېږي، چې نه يې له دين او نه يې هم له ملت سره ورته والى لري. (محمود طرزي) ۲
د افغان _ انګرېز د دويمې جګړې په درشل كې، چې صحنې ته د امير عبدالرحمن خان له راوتو سره سمون خوري، له جهاد څخه دملاتړ داعيه خپل او ج ته رسېدلې وه.
له همدې امله عبدالرحمن خان خپلو سياسي موخو ته د رسېدو لپاره د خلكو له سپېڅلو احساساتو څخه پراخه ګټه پورته كړه، چې د انګرېزانو پر ضد راپاريدلي وو.
هغه د تركستان، كوهستان، او كابل جهادي قومندانانو ته پيغامونه ولېږل او هغوى ته يې وليكل، چې دى هم نيت لري، چې انګرېزان له افغانستان څخه وباسي.
په دې وخت كې د افغانستان لپاره د شاه د ټاكلو مذاكرې له ماتې سره مخ شوې وې او د امير شېر علي خان ځامن هر يو محمد ايوب خان او محمد يعقوب خان د خلكو له خوا ونه منل شول.
د هرات، كندهار او فراه ولسونو د محمد ايوب خان ملاتړ وكړ. په داسې حال كې، چې يوې بلې جرګې د ملا مشك عالم په ګډون د ۱۸۹غړوپه در لودو سره د افغانستان د معزول امير محمد يعقوب خان څخه په غزني كې ملاتړ اعلان كړ. له دې ور اخوا د كابل كوهدامن او لوګر خلكو له هېڅ يوه څخه هم طرفداري ونكړه ۳
د جولاى په مياشت كې ملا مشك عالم، چې غوښتل يې واك دې د شېرعلي خان د كورنۍ غړو ته وسپارل شي، خپل موقف كې نرموالى راووست. كه څه هم د انګرېزانو پر وړاندې د هغه په دريځ كې څه بدلون رانغى؛ خو موافقه يې وكړه، چې د قدرت د مدعيانو له ډلې څخه د هغه چا ملاتړ وكړي، چې انګرېزان يې غواړي.
( هوواردهينزمن) په خپلو يادښتونو كې،چې همدې جګړو پورې تړاو لري داسې ليكي: دا خبره سمه ده، چې هماغه زوړ ملا له هغه چا څخه ملاتړ وكړ، چې زموږ خوښ وو؛ خو هېڅ څوك دا تمه نه لري، چې له خپل دريځه اوښتل دې دومره اسانه وي. .۴
امير عبدالرحمن خان د ۱۸۸۰م كال په جولاى مياشت كې د كابل شمال لورته د چهاريكار په سيمه كې باچاهۍ ته ورسېد. ۵
امير عبدالرحمن خان د كابل له لويې دروازې څخه په داسې حال كې ښار ته ننوت، چې د خلكو له تودو ولولو او ګرمو احساساتو سره بدرګه شو. امير سم دستي له انګرېزانو سره، چې غوښتل يې له افغانستان څخه ووځي، مذاكرات پيل كړل.
د خلكو هغه احساسات او ولولې، چې امير عبدالرحمن خان د شخصي گټو لپاره كارولې وې، ډېر ژر دده په ځان بلا شوې. دا په دې مانا، چې كه څه هم له ( لپل ګريفن) سره د امير خبرې اترې له افغانستان څخه د ټولو انګريزي ځواكونو له وتلو سره مصادفې دي، خو هغه څه چې افغانانو ته يوه حياتي مسله وه، له هغې سره عبدالرحمن خان غير مسولانه چلند وكړ او د افغانستان د بهرني سياست ټولې واګې يې انګرېزانو ته په لاس وركړې.۶
د ۱۸۸۰م كال په جولاى مياشت كې د برېتانوي هند د بهرنيو چارو وزير ګريفن د افغانستان امير،عبدالرحمن خان ته ليك واستوه، چې په يوه برخه كې يې داسې راغلي وه:
(( لكه څنګه چې د برتانيې دولت هېڅ يوه هيواد ته اجازه نه وركوي، چې د افغانستان په چارو كې لاسوهنې وكړي؛ نو ښكاره ده، چې تاسو ښاغلى هم بايد له انګلستانه پرته له بل هېڅ يوه هيواد سره سياسي اړيكې ټنيګې نكړئ)) ۷
عبدالرحمن خان هم د دغه پرېكړه ليك مواد د هيواد د زيانمنېدو، د دوو استعماري دولتونو تر منځ د جګړې او ددې باور د نشتون له امله چې څنګه به دى د انګلسانو غوښتنو ځواب وويلى شي لاسليك نكړه.
د برېتانوي هند د دفتر د سياسي شعبې د يو راپور له مخې (( هېڅ داسې كومه پاڼه نشته، چې ګواهي وركړي، چې ګني عبدالرحمن خان په ۱۸۸۰ م كال كې د ګريفن ور لېږلى ليك لاسليك كړى وي او هغه خبرې دې يې ورسره منلې وي)).
په هر حال امير انګليسانو ته د ليك په ځواب كې داسې ځواب وركړ: په داسې حال كې چې زه ستاسو غوندې د يوه ستر هيواد په دوستۍ باوري يم، څنګه به وكولاى شم، چې پرته ستاسو له مشورې له نورو هيوادونو سره اړيكې ټينګې كړم. ۸
په بلوچستان كې د انګليسانو لوړ رتبه مامور ويست ريدجوي په خپلو ګذارشونو كې داسې ليكي:
له انګرېزانو سره د امير عبدالرحمن خان دوستانه اړيكې د ځينو ملاحظاتو له امله وې، ګني زه باور لرم، چې له مونږ څخه د امير نفرت دومره وو، چې له روسانو څخه يې درلود.
هغه په بشپړه توګه يو پوه شخص دى او پوهېږي، چې د افغانستان خپلواكۍ ته د انګرېزانو په پرتله روسان ډېر مضر دي؛ نو له همدې امله موږ ته وفادار پاتى شوى دى ۹
د امير له خوا د افغانستان د خپلواكۍ په حقوقو سترګې پټول او نه پاملرنه يې د دې سبب شول، چې ديني رهبران يې پر ضد ودرول او د هيواد د خپلواكۍ په اړه يې د امير عبدالرحمن خان نظر تر پوښتنې لاندې راووست.
هغوى عبدالرحمن خان په دې ملامتوه، چې ولې يې له انګرېزانو سره موافقې وكړې. او باور يې درلود، چې امير د خپلو شخصي گټو او د سلطنت د بقا لپاره له انګرېزانو سره څه جوړ جاړى كړى دى.
دوى ګمان كاوه، چې اميرعبدالرحمن خان د هيواد خپلواكي، چې د سرووينو په بيه اخيستل شوې وه، د خپلو شخصي ګټو لپاره قرباني كړې ده. ۱۰
له بلې خوا د انګرېزانو پر وړاندې د سردار محمد ايوب خان مقاومت هم د دې سبب شو، چې سردار د خلكو او ديني كړيو تر منځ محبوبيت پيدا كړي. د ايوب خان د جګړې ډګرونه هرات او كندهار وو، چې په همدغه وخت كې د ميوند جګړه هم د سردار لخواپه كال ۱۸۸۰ز په برياليتوب وګټل شوه.
همدا راز د كوهستان او كندهار ځيني مذهبي او روحاني كړۍ لكه: ملا اميرمحمد، ملا عبدالرحيم او ملا عبدالاحد د ملا مشك عالم په ګډون د امير عبدالرحمن خان پر ضد راپورته شول. ۱۱
په كال ۱۸۸۳ ز كال كې ملا مشك عالم د زرمت او كټواز د بغاوتونو مشري پر غاړه در لوده او وزير قوم يې د امير پر وړاندې راپورته كړ.
په حقيقت كې ملا مشك عالم د مرګ تر شېبې د امير عبدالرحمن خان پر ضد جګړه وكړه. او له هغه وروسته يې زوى ملا عبدالكريم د انګرېزانو پر ضد د غلجيانو جګړې سمبالولې او هغوى يې هڅول. ۱۲
له دې ور اخوا د ملا عبدالغفور په نوم يوه بل شخص، چې د ملا مشك عالم له خپلوانو څخه وو، د كابل د چهار اسيا په سيمه كې د انګليسانو پر ضد مقاومت وكړ.
د غلجي او دراني قبايلو ستر روحاني مشر صاحب زاده عطا محمد او په شينوارو كې د هډې ملا د امير عبدالرحمن خان له سختو مخالفينو څخه وو. ۱۳
د هډې ملا په دې وتوانېد، چې د شينوارو قوم د امير پر وړاندې تحريك كړي.هغه داسې اوازې خپرې كړې، چې ګني امير عبدالرحمن خان له انګليسانو سره دوستانه اړيكې لري او غواړي، چې په دې ډول افغانستان ته غربيان راولي. ۱۴
په دې وخت كې ملا عبدالكريم، چې په (۱۸۸۶_۱۸۸۷ز) كلونو كې يې د غلجيانو په پاڅون كې مهم رول درلود، امير يې يو خود خواه او بيګانه پرست شخصيت اعلان كړ۱۵
امير عبدالرحمن خان له دې ټولو مخالفتونو سره، سره پر دې وتوانېد، چې په افغانستان كې خپل واك وساتي.
هغه تجزيه غوښتونكي ګروپونه وځپل. د باركزي قبيلې سرداران، قبايلي خانان او نور قدرت غوښتونكي يې يا ووژل او يايې هم له هيواده دباندې وشړل.
د عبدالرحمن خان د دغه برياليتوب په اړه انګرېزان وايي: تر ډېره امير عبدالرحمن خان يو پوه او هوښيار شخصيت وو. او تر يو ځايه زموږ بې كچې كومكونو ورسره مرسته وكړه، چې منظمه اردو يې جوړه كړه او مخالفينو ته يې ماتې وركړه. ۱۶
امير عبدالرحمن خان د هغو مذهبي رهبرانو پر وړاندې، چې د ده پر ضد يې د مخالفتونو لړۍ روانه كړې وه، له درې اړخيز سياسته كار واخيست.
د نظامي ځواك كارول، پرهېزګار اوسېدل او د دولت تر كنټرول لاندې د اوقافو د ادارې راوستل؛ هغه كړنې وې، چې امير پرې څه ناڅه د دغو بغاوتونو مخه ونيوله.
امير د دې په خاطر اوقاف د دولت تر كنټرولاندې راوست، چې ټولې مخالفې ډلې له مالي لحاظه دولت پورې مربوطې كړي. ۱۷
كله چې امير عبدالرحمن خان خپل د تره ځامن او د ده كلك رقيبان، سردار ايوب خان په كندهار او هرات او اسحاق خان په بلخ كې وځپل؛ نو پرېكړه يې وكړه، چې بايد پر مذهبي كړيو د فعاليت ساحه را تنګه كړي.
هغه په كال ۱۸۸۲ز كال كې دوه مذهبي كسان پلار او زوى محمد عمر جان مجددي او عبدالباقي مجددي، چې د سردار محمد ايوب خان له ملاتړ كوونكو څخه وو، په قتل ورسول. ۱۸
ستر ديني رهبر ملا عبدالرحيم كاكړ ، چې پر امير يې د كفر فتوا وركړې وه او سره له نورو ملګرو يې د كندهار په خرقه شريفه كې اوسېدل د امير عبدالرحمن خان لخوا ووژل شول.
ملا ابوبكر يې په غزني او د هغه كورنۍ يې په كابل كې زنداني كړل. ۲۰
تر ۱۸۸۱ ز كال پورې يې هغه معاش هم قطع كړ، چې د دولت لخوا ملا مشك عالم او د هغه زوى ته وركول كېده. له دې ور اخوا امير عبدالرحمن خان په دې وتوانېد، چې د ملا مشك عالم پر ځمكو د كال ۱۵۰۰۰زره روپۍ ماليه ولګوي. او د ۷ كلونو ماليه يې مخكې له مخكې د هغه له زوى عبدالكريم څخه وغوښتله. ۲۱
د روحاني او ديني كړيو پر وړاندې د امير دا ډول چلند هغه څه دي، چې ده په خپله حالنامه كې هم ورته اشاره كړې ده. ۲۲
همدا راز د ځينو تصوفي طريقو مشران په ځانګړي ډول د نقشبنديه طريقې، چې د امير عبدالرحمن خان پر وړاندې يې د محمد اسحاق خان او محمد ايوب خان ملاتړ كړى وو، د امير لخوا پرې سخت فشارونه راوړل شول.كه څه هم امير عبدالرحمن د نقشبنديه طريقې د موسس شيخ بهاوالدين نقشبند په اړه وايي: هغه يو مبارك او سپېڅلى شيخ وو؛ خو د پيروانو په اړه يې زياتوي، چې هغوى دروغجن خلك وو. ۲۳
امير عبدالرحمن خان، چې غوښتل يې په مذهبي دلايلو خپل مخالفين كمزوري كړي؛ نو په خپلو كړنو كې يې له يو تند مذهبي روش څخه ګټه پورته كړه. هغه خپل ځان د يومذهبي دولت حاكم ګاڼه، ويل يې پاچا پر ځمكه د الله ج سيورى دى، د همدې خبرو په واسطه يې له ټولو مذهبي كړيو څخه ځان مخكې كړ.
امير عبدالرحمن خان په دې اړه داسې ويلي دي: هغه كسان چې د پاچا تر فرمان لاندې دي، پاچا يې د سعادت، بدبختۍ، مرګ او زندګۍ اختيار لري. ۲۴
امير عبدالرحمن خان لومړنى كس وو، چې د (سلطنت الهي حق دى) مفكورې ته يې پرمختګ وركړ.. ۲۵
هغه د ضياالملت والدين په لقبونو ياد شوى . او ادعا يې كوله، چې په ځمكه كې د څښتن ج د استازي په توګه دا دنده لري، چې سپېڅلي اسلامي قوانين تطبيق كړي. كه څه هم د عبدالرحمن خان موخه دا وه، چې خپلو سياستونو ته د اسلامي فتواوو زمينه سازي وكړي. پرته له دې هغه خلكو ته اجازه وركړې وه، چې د اسلامي او قراني قوانينو د پلي كولولپاره دې رسالې او كتابونه چاپ كړي.
په دغو رسالو كې د پاچا پر اطاعت، ماليه وركولو او د جنګ پر دوام ټينګار كېده. ۲۶
عبدالرحمن خان د هغو روحاني او مذهبي مشرانو د تقويې او پالنې په هڅه كې شو، چې له ده څخه يې ملاتړ كاوه. امير غوښتل په دې ډول د ځان لپاره د يو دين پروره پاچا لقب وګټي. هغه د قاضيانو شمېر زيات كړ، علماىې په لوړو منصبونو لكه د شرعياتو رييسان او د مركزي دولت د مفتشينو په توګه وګمارل. ځينې يې د ولايتونو واليان وټاكل. او د هغو قاضيانو شمېر يې دوه چنده كړ، چې د نظم او قانون كلك ملاتړ كوونكي ول. ۲۷
كه څه هم په احتياطي او ضروري پرېكړو كې د قاضيانو صلاحيت لوړ وو؛ خو په ټوله كې قاضيان مجبور وو، چې د يو ځانګړي طرزالعمل (اساس القضات) له مخې، چې د دولت لخوا جوړ شوى قانون وو، عمل وكړي.
ځينو قاضيانو په تدريجي ډول خپل اهميت له لاسه وركړ، چې يوازې به يې د امير د اداري سياست لپاره فتواوې وركولې او د دين او دولت تر منځ اړيكې يې ټينګې ساتلې.
قاضيان له ځينو نور موظفينو سره په نېغه توګه د مركزي دولت لخوا د يوې ازموينې له تېرولو وروسته په دنده ګمارل كېدل.
امير عبدالرحمن خان ډيرى روحانيون له معمولي عايداتي منابعو څخه محرومه كړل، چې په دې ډول د هغوى له ځواكمنتيا مخنيوى وكړي.هغه د اوقافو اداره د دولت تر بشپړ كنټرول لاندې راوسته. د لومړي ځل لپاره يې پر اوقافو ماليه وضع كړه او د هغو پيرانو او طريقت والاو معاشونه يې قطع كړل، چې د خانقا په سمبالولو كې به كار ترې اخيستل كېده. ۲۸
امير وتوانېد، چې په دې ډول ډېرى علما، چې د خپل ژوند تېرولولپاره يې بله كومه عايداتي منبع نه درلوده،دولت ته متكي كړي او په دې بريالى شو، چې اكثرو علماوو د ده له دولت څخه ملاتړ وكړ.
په كال ۱۸۹۳ ز كال كې امير عبدالرحمن خان مجبور شو، چې د ډيورنډ په نوم كرښه په موقتي ډول له انګرېزانو سره ومني، چې له امله يې پښتون ولس تر منځ دوه ټوټې شو. له هغې وروسته قبايلي سيمې د انګرېزانو نفوذي سيمې شوې.
كله چې ډيورنډ كرښه رامنځته شوه؛ نو د انګرېزانو پر وړاندې هم د قبايلو دښمني پيل شوه. له دې سره سم د افغانستان په ختيځو برخو كې يو ځل بيا مذهبي او ديني كړۍ صحنې ته راووتلې.
په خيبر كې اخوند زاده عبدالغفور، چې د خلكو تر منځ د پوره شهرت خاوند وو، د انګرېزانو پر ضد يې د جهاد فتوا اعلان كړه. او هغه يې د ټولو لپاره يوه ديني، سپېڅلې او فريضوي دنده وګڼله. ۲۹
له بلې خوا د صوات سيمې جغرافيايي موقعيت، چې د افغانستان او برتانيوي هند تر منځ پرته د ه، دې ته جوړ وو، چې يو تصوفي نظام ډېر ژر پر يوه جهادي خوځښت واوړي، چې همداسې هم وشول. مشهور سيمه ييز روحاني مشران لكه : ملا عبدالغفور، ملا نجم الدين(د هډې ملا)، ملا حاجي اكبر، ملا فيض الله، ملا عبدالوهاب مانكي او ملا حزم الله هغه كسان وو، چې په لومړي ځل يې د انګرېزانو پر ضد د جهاد د اعلان په خورولو كې مهم رول ولوباوه. او په ټوله سيمه كې يې د جهاد اعلان خپور كړ.
د دغو مشرانو تر څنګ يو بل كس، چې د انګرېزانو په وړاندې په بريدونو كې يې ډېر زحمتونه ايستلي دي، ملا سعيدالله، مشهور په ملامستان دى.چې هڅې يې د يادولووړ دي.
امير عبدالرحمن هڅه كوله، چې د جهاد د اعلان وياړ تر خپل ځانه منحصر كړي او په دې توګه د قبايلي روحاني مشرانو محبوبيت را كم كړي. د امير په حكم ځينې مذهبي رسالې خپرې شوې، چې پكې ويل كېدل، پرته له امير، خليفه او سلطان څخه بل هېڅ څوك حق نه لري، چې د جهاد اعلان وكړي. ۳۰
له بلې خوا امير عبدالرحمن خان په دې وتوانېد،چې له خپل حيثيت څخه په ګټه اخيستو ځان يو متدين او مذهبي شخصيب وښيې. هغه د امارت او امامت مشري پر غاړه درلوده. هر ډول بدعت يې منع كړى وو، ان تر دې چې كه به چا له كفارو سره اړيكې ټينګې كړې؛ نو سخته جزا به يې وركوله.
ده ځينې داسې تدابير ونيول، چې له مخې يې د حنفي مذهب قوانين د افغانستان پر ټولو اوسېدونكو پلى كېده. او چا حق نه درلود په رسمي ډول د بل مذهب قوانين په خپلو چارو كې عملي كړي.
د دې كارونو تر څنګ يې، هغه روحانيون او ديني مشران، چې د ده سياست او حكومت ته ترې د خطر احساس كېده، يو په بل پسې ووژل.
د هډې ملا نجم الدين، چې د سوات د اخوند زاده صاحب له مهمو اشخاصو څخه وو، د امير لخوا زنداني شو او د وهابيت د افكارو د خورولو په تور د علماوو محكمې ته احضار شو. ۳۱
امير عبدالرحمن خان د يو مسلمان حكمران په حيث خپل مقام او منزلت هغه وخت لا پسې لوړ كړ، چې په (۱۸۹۶ _ ۱۸۹۵ز) كلونو كې يې په كافرستان (اوسنى نورستان) باندې، چې اوسېدونكي يې كاپران وو، د اسلامي قوانينو د تطبيق په موخه نظامي
عمليات وكړل. د دغو عملياتو او هڅو په ترڅ كې د نورستان اوسيدونكي په ډله ييز ډول پر اسلام مشرف شول. ۳۲
هغه په ډېر مهارت سره د جهاد هدف دغې لرې پرتې سيمې ته، چې اوسېدونكو يې لاهم خپل پخواني مذهبي دودونه ساتلي وو، واړوه.
په دغه وخت كې ډير روحاني مشران، چې پخوا يې دامير مخالفت كاوه، له ده سره يو ځاى شول. د بېلګې په ډول د هډې ملا يادولى شو، چې پخوا د امير سر سخته مخالف وو؛ خو د كاپرستان په جنګ كې يې له امير سره ګډون وكړ او دغه سيمه يې ونيوله.
كله چې د كاپرستان خلك پر اسلام مشرف شول؛ نو دغه سيمه د نورستان په نوم ونومول شوه. د نورستان له برياليتوبه وروسته امير ته د ضياالملت والدين لقب وركړل شو او دغه خوښي ونمانځل شوه.
هډه، د يو مهم ديني مركز په توګه:
كه څه هم امير عبدالرحمن خان په دې وتوانېد، چې د نولسمې پېړۍ تر لومړيو كلونو، د مذهبي او ديني علماوو رول را كم كړي؛ خو په بشپړه توګه يې و نشو كړاى، چې د خلكو تر منځ د هغوى نفوذ او محبوبيت را ټيټ كړي. لكه څنګه چې د افغانستان په سرحدي سيمو كې د انګرېزانو پر ضد جګړه د همدغو مذهبي ډلو په مشرۍ روانه وه او ددغه هيواد پر ختيځو او جنوبي سيمو د جهاد او مبارزې سيورى غوړېدلى وو.
د ملا عبدالغفور له مړينې وروسته د هډې كلى(دغه كلى د ننګرهار په ۷ كيلو متري كې پروت دى) د انګريز ضد جګړې په يوه ستر مركز بدل شو. وروسته بيا دغه ځاى د يوې سترې مدرسې او خانقا له امله، چې د ملا نجم الدين لخوا جوړې شوې وې، په يوه لوى دينې مركز بدل شو.
د انګرېزانو د ارشيف د مالوماتو له مخې د هډې ملا له (۱۰۰۰۰۰) زرو څخه زيات پيروان او پلويان درلودل. چې په دې ډول د نولسمې پېړۍ تر وروستيو دافغانستان تر ټولو پر نفوذه ديني عالم بلل شوى دى. ۳۳
ملا نجم الدين د صوات د اخوندزاده له مشهورو شاګردانو څخه وو، چې د دواړو خواوو پښتنو تر منځ د پوره احترام او محبوبيت خاوند وو، ان تر دې چې له ده وروسته هم د ده لارويانو دغه لاره تعقيب كړه او تر ډېره يې د خلكو باور له ځانه سره درلود.
د قبايلي سيمو په زړه كې د (هډې) موقعيت د دې لامل شو، چې دغه سيمه د يوه ستر تصوفي، ديني، عمومي رفاه، او د ديني مسايلو اړوند موضوعاتو د څېړلو په يو مركز واوړي. د نولسمې پېړۍ په لومړۍ ربع كې په افغانستان كې د هډې علما د پوره رسوخ او درناوي خاوندا وو.
كه څه هم روحانيون په قبايلي سيمو كې د خپل ځواك د بيا ژوندي كېدو په لټه كې وو؛ خو په دې ونه توانېدل، چې د امير عبدالرحمن خان ځواك ته كوم خطر پېښ كړي. امير د خپلې پاچاهۍ تر پايه (۱۹۰۱ز) پورې په ډېر مهارت هر څه پر مخ ويوړل. هغه په دې وتوانېد، چې يو متحد افغانستان له ځواكمن حكومت او قوي اداري سيستم سره را منځ ته كړي. لاردكرزن، چې په ۱۸۹۴ز كال كې يې له امير عبدالرحمن سره په كابل كې ملاقات كړى، د امير په هكله ليكي:
((د وطن دوستۍ يوه چيغه وه، داسې ستر او شرير سړى وو، چې د خپل هيواد د پرمختګ لپاره يې بې درېغه هڅې كولې.هغه قبايل، چې له دې مخكې هېڅ كله هم په يوه لاره نه وو روان شوي. داسې يې سره يو بل كې ننوېستل، چې په خودي توګه د افغانستان استقلال او ازادۍ ته لاره هواره شوه. )) ۳۴
لمنليكونه:
۱_ تاج التواريخ،۱۲:۲۵۱.
۲_ سراج الاخبار، ۵ ټوك، ۱۰مه شمۍره، مرغومي ۱۶مه ۱۲۹۴ل كال، د جنوري ۷مه ۱۹۱۶ م كال. دغه مقاله د دولت لخوا سانسور شوه او د لوستونكو تر لاسونو ونه رسېده.
۳_ غبار، ۶۳۲.
۴_ Hensman, 435.
۵_ Ibid, 640, او تاج التواريخ
۶_ Ludwig Adamec, Afghanistan, 1900-1023:A ,Diplomatic History,14-15
۷_IOR,L/p&s 10/125,3082,A 165,1907
۸_ د ګرېفن ليك، جولاى، ۱۸۸۰ز.
۹_ BACSOA,21.
۱۰_ Ghobar,641 – امير عبدالرحمن خان الزاما په خپله حالنامه كې، هغه اتهامات هم را اخيستي دي، چې له انګرېزانو سره د امير د دوستۍ په مخالفت كې ځينو روحانيونو پر ده د كفر فتوا صادره كړې وه، (د امير عبدالرحمن ژوند، مير منشي، ۱:۲۲۵).
۱۱_ غبار، ۶۵۱.
۱۲_ Government of India, Foreign Office, Biographical Accounts of Chiefs, Sardars, and others of Afghanistan, confidential,145.
۱۳_ Ibid,51.
۱۴_ حسن كاكړ، په افغانستان كې حكومت او ټولنه، ۱۶۵_۱۶۴.
۱۵_ BACSOA,7,Adamec, Historical and Political Who,s Who of Afghanistan, 98.
۱۶_ BACSOA , 17.
۱۷_ امير عبدالرحمن خان په خپله حالنامه كې، چې وروسته د تاج التواريخ په نوم چاپ شوه، داسې ليكي: ټول هغه املاك، شتمني او پيسې، چې ملايانوته د مرستې په نوم وركول كېږي، بايد د دولت خزانې ته ولېږدول شي او په دې ډول دې د دولت له خزانې څخه مياشتنۍ ښكاره معاش هغو خلكو ته وټاكل شي، چې په ديني خدمتونو بوخت دي،(تاج التواريخ، ۲۱۳).
د امير عبدالرحمن خان ژوند ليك د سلطان محمد مير منشي لخوا، چې د دربار منشي وو، انګريزي ته ژباړل شوى دى، چې دغه مالومات د هماغه كتاب د دويم ټوك په ۲۰۵مه پاڼه كې ليكل شوي دي.
۱۸_ Adamec, Historical and Political Who,s Who of Afghanistan, 201-202 .
۱۹_ غبار، ۶۵۹.
۲۰_ BACSWOA ,22 ،تاج التواريخ؛ ۲۱۳.
۲۱_ BACSWOA, 6.
۲۲_ عبدالرحمن خان د علماوو په اړه شديد الحنه وينا لري، دا چې موږ يې اصلي متن پيدا نكړ؛ نو له ژباړې څخه يې تېر شوو(په دې اړه دې د مير منشي كتاب، د امير عبدالرحمن ژوند، لومړى ټوك ۲۱۸مه پاڼه وكتل شي).
۲۳_ د امير عبدالرحمن ژوند، لومړى ټوك، ۲۵۶.
۲۴_ د امير عبدالرحمن ژوند، لومړى ټوك، ۱۵.
۲۵_ Kakar, Government and society in Afghanistan,8.
۲۶_ Ashraf Ghani, “Islam and State – building in trible society: Afghanistan1880-1901.
۲۷_ Kakar, 35,
۲۸_ غبار، ۶۴۷، كاكړ، ۱۵۲.
۲۹_ قريشي، ۱۶۲.
۳۰_ كاكړ، ۱۲۵.
۳۱_. BACSWOA. 148. د وهابيت حركت د سيد احمد برايلي لخوا په (۱۷۸۶_۱۸۳۱ز) كلونو كې په هندوستان كې رهبري كېده.
۳۲_ كافرستان يا د كفارو ځمكه، چې اوس د نورستان په نوم يادېږي.
۳۳_ BACSWOA, 147, See also Adames, Who,s Who of Afghanistan, 207.