کور / هراړخیز / وينه او ډالۍ که پښتنو ته ښکنځل

وينه او ډالۍ که پښتنو ته ښکنځل

وينه او ډالۍ که څه هم يو امريکايي ليکوال لېکلې ده خو ننداره يې لومړی په لندن کې ښوول سوې وه.
خو اوس د نيويارک دلينکن سينټر په نندارتون کې دتېري پنجشنبې په ماښام پيل سوه او ويل کيږي چې د دو مياشتتو نورو پوري به روانه وي او هم به د امريکا په نورو ښارونو کې امريکايانو ښکاره سي.

دا ننداره په افغانستان کي د روسانو د يرغل په زمانه کې د متحده ايالاتو، انګلستان، پاکستان د او د شوروي اتحاد پټه څارګريزه جګړه ښکاره کوي .
خو دا کيسه نظامي مقاومت دونه نه ښکاره کوي لکه دهغې تر شا د واشنګټن، لندن او اسلام اباد پټ او ښکاره لاسونه. کيسه په افغانستان کې د روسانو دشرموونکې ماتي سبب يوازي او يوازي
د امريکا د مرستو او د دوی دسټينګر توغنديو برکت بولي. ننداره پښتانه يو ځنګلي، بې کلتوره، درواغجن، بې باوره او داسي وګړي ښکاره کوي چې ښځو ته يوازي د زېږولو د وسيلې په سترګه ګوري.
.
په ناټک کې ښوول کېږي چي آی . اېس . آی نه غواړي چي غربيان او نور امريکايان د هغه وخت له جنګياليو سره چي لوېديځ د مجاهدينو په نامه يادول مخامخ وويني .
ځکه چې ټولې غربي مرستې يې په خپل لاس او خپله خوښه مجاهدينو ته ورکولې . خو د سي. آی. اې يو مامور له اسلام اباد څخه پټکي پېښور ته ځي او هلته له دوو جهادي قومندانانو سره خبرې کوي .
که څه هم په کيسه کي هېڅ افغان هنرمند ونډه نه لري، خو ځای ځای پښتو او دري توري پکې ځای سوي
دي.
. تردې چې د عامو امريکايانو په ډول دغه هنرمندان د افغانستان په اړه هېڅ مالومات نه لري دوی د خپلو مالوماتو د زياتولو په نيت سرسره کي مطالعه کړې ده . جهادي قومندانان د سي. آی.اې مامور ته وايي چي که دوی ته د سټينګر توغندۍ ورکړي نو د روسانو سره يې مالومولای شي .

ناټک داسي ښکاره کوي چي په افغانستان کي روسانوته يوازې د سټينګر توغندۍ ماته ورکوي . پردې سربېره چي افغانان په نښان ويشتلو کي په نړيواله کچه پېژندل شوي دي .
خو افغان څېړونکي وايي چي سټينګر توغندۍ هغه وخت امريکايانو مجاهدينو ته ورکړي چې افغانانو د جګړې په ډګر کې خپل مقاومت او استقامت د مخه لا په اثبات رسولی و .
دغه توغنديو د روسانو هوايي حاکميت په خاطر کې واچاوه .
د روسانو تر ماتېدلو او وتلو وروسته د سي. آی. اې مامورين خپلي توغندۍ له مجاهدينو څخه بېرته په ډېرو پيسو وپېرودل خو ځينوقومندانانو دمخه لا دا توغندۍ پر نورو هېوادونو پلورلي وې. .
پردې سربېره ناټک د لوېديځ د څارګريزوچارواکو سره د پاکستان د آی. ايس. آی د جنرالانو مخالفت ښکاره کوي چي غواړي د روسانو سره د جګړې لپاره يوازې د پښتني قومندانانو ملاتړ وکړي خو لندن او واشنګټن بيا دغه بری د افغاني مقاومت دنورو قومونو په ملاتړ کې ويني چې د مورخينو په قول د تاريخي اسنادو سره اړخ نه لګوي .
په دې ناټک يا ډرامه کې يو شمېر نور واقعيتونه هم د مشهوره هاليووډ فيلم چارلي ويلسن د جګړې په ډول ښوول سوي چې د افغانستان د جګړې تاريخي اسناد يې ګردسره نه تاييدوي، ليکوال د ناقدينونيوکه پر ځای بولي .
ښاغلی راجر وايي د چارلي ويلسن فيلم هم د ساتېري يوه وسيله ده چې لږ تاريخي پېښې پکې رانغښتې دي . دی د ويني او ډالۍ دفاع کوي او دا د ساتېري وسيله بولي خو دا چې تاريخي واقعيتونه په بدل ډول انځورول پر ځای کار دی او که بې ځايه د ښاغلي راجر په قول د امريکايي هنرمندانو دلچسپي يوازې په هنر کي د خپلو کرکټرونو سره ده چې تاريخي واقعيتونه په داسې ډول وړاندې کړي چې ليدونکي وخندوي . خو په دې کې شک نسته چې ننداره غواړي چي نړيوال پر پښتنو وخاندي
ناټک ښيي چې د روسانو تر وتون وروسته جهادي قومندانان د عربي نظامي ډلو سره په ټوله نړۍ کې د يوسياسي اسلامي نظام د تحقق لپاره چي سرحدونه به نه پېژني ملاتړي او د اوسنۍ جګړې چي لوېديځ يې د ترهګرۍ سره جګړه بولي پيوستون مومي
دا دليکوال دسکريپټ بله هغه سرچپه خبره ده چې اوس يې خپله د امريکا واکمن او د دوی څېړونکي هم مني چې پښتانه ياني اوسني طالبان يا پخواني مجاهدين دعربي اسلامي مبارزينو په ډول ايډيالوژيکي خلک نه دي.
ليکوال وايي چې دغه ناټک يې د سي.
اې د پخوانۍ مامور دسټيو کول د ګوسټ وار يا د پېريانو د
جګړې دکتاب پر بنسټ د عامو امريکايانو دخبرولو او د افغانستان د اوسنۍ جګړې د ښه ترا جوتولو په نيت ليکلی دی .
د افغانستان روان لس کلن جنګ د امريکا اقتصاد ته دونه ضربه ورکړې چې نړيوال يې د سر په سترګو ويني. خو يوه کلتوري ضربه چې يې دنيويارک په ښار کې په زرګونو هنري ټولنو ته ورکړې ده هغه دا ده چې اوس په دې غورابي لوی ښار کې دهنر او ليکني هغه بډايه ټولنه چې لس کلونه له مخه يې کله کله دداسي نندارو مالي ملاتړ هم کاوه چې موضوع به يې سياسي نه وه. خو اوس په ټوله امريکا کې
ليکوال او هنرمند، ليکنه او هنر هغه وخت مشهوره کېدای سي چې موضوع سياسي او د دولت په ګټه وي.
د ويني او ډالي يو روسي توکمه امريکايي چې نوم نه ښيي راته وويل چې په امريکا کې دنورو مدني ازاديو په ډول
دقلم او هنر ازادي دمخه هم کمه وه خو اوس زما په شان ډېر هنرمندان د امريکا دحکومت تګلارو ته اتڼ کولو اړ دي.