کور / سياسي / د شانګهاى د تړون وروستۍ غونډه، شننې او ارزونې

د شانګهاى د تړون وروستۍ غونډه، شننې او ارزونې


د تاجكستان د پلازمېنې دوشنبې ښار په دې وروستيو كې د شانګهای د تړون د اتمې سرمشرېزې غونډې کوربه و. که څه هم نوموړي سازمان په لومړي سر كې کله يې چې په ۲۰۰۱ کال کې بنسټ کېښودل شو، يوازې امنيتي او پوځي موخې تعقيبولې، خو په وروستيوکلونو کې اقتصادي چارې هم د هغه له مهمو موخو څخه وشمېرل شوې.


د شانګهاى د همكاريو سازمان د تاسيس ليدلورى د درېيمې زريزې مېلادي په سر كې چې پوهانو او سياستوالو د اطلاعاتي او لوړ صنعتي توب پر لور د بشريت تګ او نوښتونه څېړي، په نړيوال او سيمه ييزو معادلاتو كې د يوې څرګندې پېښې په توګه شمېرل كېږي.


د ۱۹۹۶ كال د اپرېل د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چين په شانګهاى ښار كې، پنځو هېوادونو روسيې، چين، قزاقستان، قرغېزستان او تاجكستان په خپلو منځو كې د متقابل اعتماد د پياوړتيا او په خپلو اوږدو پولو كې د خلع سلاح په موخه، د (( شانګهاى )) تر سرليك لاندې د يوه جوړښت بنسټ كېښود.


دغه سازمان په خپله پنځمه سرمشريزه غونډه كې، چې په كال ۲۰۰۰ د جون په ۱۵ مه كې د چين په شانګهاى ښار كې جوړه شوې وه، د ازبكستان هېواد غړيتوب هم ومانه او د يوې خبرپاڼې په لاسليكولو سره يې د شانګهاى د همكاريو د سازمان د جوړښت اعلام وكړ.


يو كال وروسته ياني د ۲۰۰۲ كال په جون كې د سن پترزبورګ ښار په سرمشرېزه كې، د SCO ( Shanghai Cooperation Organisation) سازماني جوړښت د ټولو غړو په هوكړې سره ومنل شو او سند يې لاسليك شو، په دې سند كې د سازمان بنسټونه او موخې، په سياسي او حقوقي تشكيلاتو پورې اړوندو بحثونو پورې وټاكل شوې.


د سازمان لنډه پېژندنه:  
د بنسټ نېټه: ۲۰۰۱ كال د جون ۱۵مه.  
آر (اصلي) غړي: چين، روسيه، ازبكستان، قزاقستان، تاجكستان او قرغېزستان هېوادونه.  
څارونكي غړي:  مغولستان، ايران، هند او پاكستان.  
مېلمه هېوادونه: افغانستان او تركمنستان.  
مساحت: له ۳۵ميليونو كيلومټرو مربع څخه ډېر يا د اورآسيا درېيمه پر پنځمه برخه.  
وګړي: ( آر او ناظر غړي) له ۲ميلياردو شپږ سوه ميليونو تنو څخه ډېر۶۰۰\۲ميليونه تنه) چې د نړۍ د  ټولو وګړو له يو پر درېيمې برخې سره برابر دي.  
رسمي ژبې: روسي او چيني.


اصلي موخې او دندې: د متقابل اعتماد پياوړتيا، د غړو هېوادونو ترمنځ دوستي او ښه ګاونډيتوب. د غړو هېوادونو ترمنځ په سياسي، وټه ييزو، سوداګريزو، پوهنيزو او تكنولوژي، فرهنګي، ښوونيز، انرژي، ترانسپورټي او د چاپېريال ساتنې په  چارو كې د اغيزمنو همكاريو پراختيا. همدارنګه د سيمه ييزې سولې، امن او ټيكاو د تثبيت او نړيوال سياسي او اقتصادي نوى نظم رامنځته كول، چې د ولسواكۍ، برابروالي او عقلانيت ښكارندوى وي، د دې سازمان له نورو موخو څخه ګڼل كېږي.


چين او روسيې د تړون بنسټګر خو سيال ځواكونه:


د سيمې د سياسي چارو د کارپوهانو په اند، هغه څه چې په دې اړه ډېر د ارزښت وړ دي، هغه په سازمان کې د چين په پراخه پيمانه شتون په ځانګړي توګه په اقتصادي برخه کې دي، چې دې تړون ته يې نوی رنګ وربښلى. چين د نړۍ او سيمې يو له مهمو هېوادونو څخه دی، چې اقتصاد يې ډېر په چټکۍ سره پرمختګ کوي  .د چين د ناخالصو محصولاتو ټولګه هر کال دوه برابره ډېرېږي؛ همدارنګه د چين د توليدي فابريکو محصولات هم مخ پر ډېرېدو دي. چين د خپلو محصولاتو د خرڅلاو او د سوند توكو ( لکه تېل، ګاز او انرژي) د لاسته راوړلو په موخه، وړ بازار ته اړتيا لري، نو له دې امله هڅه کوي، چې د سيمې او نړۍ هېوادونو سره، پراخه سوداګريزې او اقتصادي اړيکې ولري.  
د منځنۍ اسيا هېوادونه نژدې د۷۰ ميليونو وګړو په درلودلو سره له پرمختللې تکنالوژۍ او صنعت نه بې برخې دي، هغوی اړ دي، هغه څېزونه، چې خپله يې نه شي توليدولی، له بهر څخه را وارد کړي. چين د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې د همدې شونتياوو په لرلو سره د نوموړو هېوادونو په ګاونډ کې پروت دی؛ چې بې له شکه د منځنۍ اسيا هېوادونه په ډېره ارزانه بيه خپله اړتيا ترې پوره کولای شي . 
د نويو رپوټونو پربنسټ، تېرکال د چين او قزاقستا ن ترمنځ د توکو د راکړې ورکړي، ټوله اندازه۱۰ ميليارډو ډالرو ته رسېده، چې دا شمېره هرکال ۳۰ په سلو کې د ډېرېدو په حال کې ده، همدارنګه د تاجکستان، ازبکستان، قرغيزستان او ترکمنستا ن له هېوادونو سره هم د چين سوداګري، کال په کال د پراختيا او پرمختيا په لور درومي؛ له دې امله، د چين هېواد د سياسي مسايلو په پرتله اقتصادي مسايلو ته ډېر ارزښت ورکوي. خو دلته بل پياوړی هېواد روسيه ده، چې د چين پرخلاف، د شانګهاى په غونډو او سيمه كې اقتصادي موضوعاتو ته دومره ډېر ارزښت نه ورکوي؛ د هغوی موخه يوازې په سيمه کې د امريكا له نفوذ څخه مخنيوی دی. 
قفقاز، د تړون  ماته كرښه:


د شانګهاى تړون سږكال په داسې حال كې جوړ شو، چې په قفقاز كې د نړۍ د دوو سترو زبرځواكونو لوبه يو ځل بيا ګرمه او په ترڅ كې يې روسيې پر ګرجستان باندې يرغل وكړ. له همدې امله، روسيې چې د نوموړي سازمان له بنسټګرو او يو له تر ټولو مهمو غړو څخه بلل كېږي، په دې غونډه كې هم تر ډېرې كچې پتېيله چې، په همدې موضوع يانې د سويلي اويستا او ګرجستان په هكله، ډېرې خبرې وشي. همدارنګه دوى كوښښ كاوه، غړو ته داسې وښيي، چې نوموړې لانجه يوازې د روسيې نه بلكې تر ټولو غړو پورې يوه اړونده مسئله ده.


روسانو هڅه كوله، چې له ګرجستان سره د روسيې د نوې لانجې په اړه، د روسيې له سياستونو څخه د غړو هېوادونو ملاتړي تر لاسه او پر ګرجستان، سويلي او آبخازيا د يرغل په اړه د دوى تاييد خپل كړي، كه څه هم د شانګهاى غړي هېوادونه د ګرجستان د موضوع په اړه د لوېديځ درېځ و نه ستايه، خو روسيه هم پر دې بريالۍ نه شوه، چې د قفقاز د كشالې په اړوند د لويديځو هېوادونو پر وړاندې يوه همغږې جبهه پرانيزي او د آبخازيا او سويلي اويستيا د دوو تش په نامه جمهوريتونو د خپلواكۍ په رسميت پېژندلو كې د غړو هېوادونه هوكړه ترلاسه كړي، چې دا يو وار بيا د دې سازمان كمزوري او د غړو تر منځ د ناهمغږيتوب شتون بربنډه كړه.


په هر حال  داسې اټکل کېږي، چې د روسانو دا هڅې په اوسنيو حالاتو کې ډېره لاسته راوړنه ځکه نه لري، چې د سازمان د تر ټولو ځواكمن هېواد چين په ګډون ډېرى غړي له داسې مسايلو سره ډېره مينه نه ښيي.


آيا شانګهاى، د ختيځ ناټو كېداى شي؟


روسان غواړي چې د شانګهاى سازمان له سياسي او پوځي پلوه ډېر پياوړی وښيي، تر څو داسې يو ځواك رامنځ ته شي، چې په سيمه کې پرې د ناټو د شتون مقابله وکړای شي .


داسې ويل كېږي، چې د شانګهاى تړون له رامنځ ته كېدو څخه يوه عمده موخه هم، په سيمه كې د لويديځ له مخ پر زياتېدونكي نفوذ او واك سره مقابله وه، خو اوس دا پوښتنې مطرح كېږي، چې آيا د نوموړي سازمان په غړو كې دومره وړتيا او ځواك شته، چې سره يو موټى او له لويديځ  سره ډغرې ووهي؟ له كومه ځايه چې سړى د دې تړون ظاهري جوړښت ته متوجه كېږي، دا خبره له ورايه څرګندېږي، چې د غړو ترمنځ يې تر ډېره بريده همغږۍ شتون نه لري، په سازمان كې هر غړى هېواد د خپلې ګټې په لور ګامونه اخلي. په واقعيت كې دغه تړون تر اوسه پورې پر دې نه دى توانېدلى، چې د غړو لپاره ګډې او ايډيايي ګټې رامنځ ته كړي، چې ټول غړي هېوادونه پرې راټول او په نړۍ كې د هرې پېښې او بدلون په وړاندې د هېوادنۍ تګلارې تر څنګ، يو ګډ موقف او غبرګون ولري. له دې نه اخوا د سياسي چارو د كارپوهانو په باور، د دې سازمان غړي هېوادونه له فكري اړخه هم تر ډېرې كچې يو له بل سره په ليرې واټن كې واقع دي، دوى يوازې اړتياوو د شانګهاى تر سرليك لاندې سره راټول كړي دي. په مسكو كې يو شنونكى وايي: په شانګهاى كې د ډېر واك او نفوذ د ترلاسه كولو پر سر د نوموړي تړون د زبرځواكو غړو (چين او روسيې) سيالي هم د دې سازمان په وړتيا او غوڅ هوډ كاري اغېز غورزولى، د ده په باور، دغه ټكرونه د دې سازمان د غړي په توګه د ايران د منلو په سر زور واخيست. دا په داسې حال كې ده، چې روسانو د ايران او چينايانو د پاكستان چې همدا اوس د څارونكو په توګه په غونډو كې ګډون كوي، پلوي كوي.


له بلې خوا، چينايان په سيمه کې نه يوازې د سياسي ګټو په لټه کې نه دي، بلكې د كوم پوځي تړون د رامنځ ته کېدو لېوالتيا هم نه لري. چې داسې يوه تګلاره له ورايه د دې سازمان د بل وتلي غړي روسيې له موخو سره سر نه خوري. چينايان اوسمهال په دې باور دي، چې يوازې له اقتصادي پلوه مبارزه ډېره ارزانه او آسانه تمامېږي. د چين د بېجېنګ پوهنتون استاد او وتلى كارپوه، تيان شيون په دې اړه وايي، په نننۍ نړۍ كې په اقتصادي ډګر كې برلاسي، د سياسي او پوځي ځواكمنتيا لامل ګرځي، نو چينايانو هم د واك او ځواك په را روانه ستره نړيواله لوبه كې، دې ډګر ته لومړيتوب وركوي.  
همدارنګه د منځنۍ اسيا هېوادونو ته هم، اوس خپله خپلواکي، اقتصادي غوړېدا او پرمختيا ډېر ارزښت لري؛ پر دې بنسټ نوموړي هېوادونه هم د سياسي او پوځي سياليو په پرتله، هڅه كوي ترڅو ډېرې اقتصادي مرستې ترلاسه كړي، دوى ته دا مهمه نه ده، چې دا مرستې څوك او څنګه دوى ته وركوي، بلكې دوى ته تر ټولو د مخه دا خبره مطرح ده، چې خپل هېوادونه د درېيمې نړۍ هېوادونو له كتار څخه بېل او د يو غوړېدلي او پرمختللي اقتصاد په لور ګامونه واخلي.


افغانستان او د شانګهاى تړون: 
افغانستا ن که څه هم د نوموړي تړون غړی نه دی، خو دغه تړون په خپلې وروستۍ او د تېركال په غونډو کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتي و، ترڅو په غونډه کې د مېلمه په توګه ګډون وکړي؛ بايد ووايو چې تر اوسه پورې په دغه سازمان کې د افغانستان د غړيتوب موضوع نه ده مطرح شوې، خو دومره ويلای شو که دا خبره رامنځ ته شي کېدای شي، د چين هېواد چې د سازمان يو له مهمو غړو څخه دی، د هغې لېوالتيا له مخې چې له افغانستان سره يې لري، په سازمان کې د افغانستان له څارنې او يا غړيتوب څخه ملاتړ وکړي .بل خوا، افغانستان د هغه اقتصادي او ترانزيتي ارزښت له مخې، چې د منځنۍ آسيا هېوادونو په ځانګړې توګه تركمنستان هېواد لپاره لري، هم د يادولو وړ دى. افغانستان هغه هېواد دى، چې د امن په صورت كې كولاى شي، د منځنۍ آسيا هېوادونه له سويلي اسيا سره ونښلوي، د سويلي اسيا هېوادونه لكه هند او پاكستان، وار د مخه د منځنۍ اسيا د توكو او مالونو د ډېر ښه بازار په توګه، د نړۍ د ګازو تر ټولو لويو زېرمو درلودنكي هېواد تركمنستان څخه د افغانستان له لارې د ګاز د نل ليكې د غزولو لپاره خپله لېوالتيا ښودلې وه، خو د هغه څه له امله چې د سيمې ټيكاو يې له ننګونو سره مخ كړى، دغې هوكړې لا خپل وړاندې مزلونه نه دي وهلي، په هر صورت افغانستان د شانګهاى زياترو غړو هېوادونو سويلي بازارونو د دوى د توكو او مالونو د لېږد لپاره تر ټولو ارزانه او اسانه لاره ده، پر دې برسېره د افغانستان او نوموړو هېوادونو تر منځ فرهنګي، تاريخي، مدني او همدا راز سوداګريزې اړيكې هم د يادولو وړ دى.