شیطان په مسیحیت کې :
په ابراهیمی دینونو کي« دیول» یوه یاغي ملایکه راغلې ده، چې انسانان وسوسه کوي او ګناه ته يي اړ باسي .د مسیحت په اصلی مسیر کې معمولا خدای او« دیول » داسی انځور سوی دی ،چې ګواکي هغوی د انسا ن په روح کې سره مبارزه کوي ، نو «دیول» خلک ختاباسی او ګناه ته يې اړباسي .
وايي «دیول» یو ه ملایکه ده چې دشر دواک دومین( پلیده رو ح) « لارد» یا خدای دی ، چې ژوندی دی او انسانان خوږوی، هغه یو پیداسوی موجو د دی، خدا نه دی .
په عمومی ډول شیطان په زورړ ټستمنت کې دولس واری راغلی دی ،چې لس واری يي «دیول» یو وار« دیابالس» او یو وار «سطان » راغلی دی
د «دیول» ریښه د«سطان» او «ها سطان » سره مترادفه ده ، منځیني انګریزی هغه ته «دیول »او زړی انګریزی هغه «دی افل» بللی دی ،چي وايي هغه دپخوانی لاتینی جرمنی « دیابالس» ریښه لري چې اصلي کلمه یې لرغونې یوناني دیابالس ( مفتری) کلمه ده .
په نوی ټستمنت کې «سطان» تر دیرش واری زیات راغلی دی چې د یونانی دیابالس ( دیول ) سره دواړه یو موجود دی .
په مسیحت کې راغلی دی چې سطان د ملایکو کوربه و او خدای تعالی یې وهڅوی چې ابراهیم (ع) د خپل زوی اسحق په قربانی کولو امتحان کړي ..
دمسیحیت په ډیرو څانګو کي شیطان ( لوسیفر) راغلی دی ، چې په اصل کې یو روحاني موجود یا ملایکه وه ،مګر خدای (ج) هغه د غرور له کبله هغه له خپله دره وشړی.
وايي :سطان ویل انسان خدای کیدای سي، نو ځکه له جنت څخه ویستل سو.
سطان په انجیل کې دښمن یا د بشر خنډ په مانا راغلی دی ،په عبرو کې« ها سطان »
راغلی دی ، چې هغه ته په مسیحیت کې« دیول» او په قرانکریم کې شیطان ویل سوی دی.
«بلیزیبوب» په اصل کي د فسطین خدای دی( چي یو ډول بعل و لکه بعل زیبوب و)
په نوی ټستمنت کې هغه د مچانو لارد (خدای) لکه سطان راغلی دی.
دځینو عیسویانو په باور سطان یو موجود نه دی ، هر دښمن یا دانسان ګناه او وسوسی ته ویل سوی دی.
کاتولیکان وایي سطان مخکې ملایکې وی چي خدای پیدا کړې مګر هغو ی دخدای دښمنان سول .
وايي : دیول د ملحد ، کافر او جادوګر سره ملګری کیږي اود دیول اوسنی مفاهیم د انسان کښته طبیعت ، ګناه او بې سده سړي انرژي ته وايي .
په انجیل کي د شیطان نوم او دهغه معادل :
سطان : متی( ۴:۱۰)،مارک(۳۰:۱ )،لوکا (۸:۱۰ ) راغلی دی
دیول :متی(۱:۴) راغلی دی
دښمن :لومړی پطروس (،۸:۵) متی،(۱۳:۳۹ ) راغلی دی
متهم :مکاشفه( ۱۰:۱۲) راغلی دی
لرغونی مار :مکاشفه( ۲:۲۰ ) راغلی دی
لوی ښامار :مکاشفه(۹:۱۲)راغلی دی
بیلزیبوب او بیلیل :متی(۲۵:۱۰ ) راغلی دی
حوا يي ختا استل :قرنتیان(۳:۱۱ )) راغلی دی
هغه دنیا ته مړینه راولی :عبرانیان( ۱۳:۲ ) راغلی دی
غولونکی دی :لومړی پطروس(۸:۵ ) راغلی دی
هغه ان عیسی وسوسه کولی شی :متی( ۴) راغلی دی
لوسیفر :اشعیا( ۱۴ : ۱۲ ) راغلی دی
-د شوخو ماشومانو روح: افسسیان (۲:۲)راغلی دی
په انجیل کې د یول ته ورکړسوی القاب
۱-دیول د نړۍ شهزداه راغلی دی
(مکاشفه۱۲: ۹او ۲۰:۲۲ ) – شیطان دنړۍ شهراده دی.
۲-دیول د هوا شهزاده راغلی دی
(یوحنا۳۱:۱۲و۱۴:۳۰)- هغه د هوا د واک شاهزاده راغلی دی او هم « میریریم» بلل سوی دی
۳-هغه د دنیا خدای بلل سوی دی
دویم قرنتیان( ۴: ۴)-ددی دنیا خدای دی
۴-شیطان ددی جهان حاکم او هوا د واک ریس سو
یوحنا ۱۲: ۳۱، قرنتیان ۴: ۴، افسسیان ۲:۲