شیطان په یهودیت کي :
په یهودیت کي لکه مسیحت او اسلام د «دیول» اود شیطان په مفهوم کوم موجود نسته.
په عبرو کې د «بابلي »کلمې « سطان »مانا دښمن یا خنډ او تعقیوبونکی یا مدعی ده
دیهودو په لرغونو کتابونو کې د «سطان »کړه د مسیحت د «دیول» او داسلام دشیطان ته ورته دي .
د حکمت په کتاب( ۲:۲۴ ) کي سطان دټولو بدیو لیکونکی بلل سوی دی ، چې دنیاته مړینه راولي،هغه دبي بي حوا ختا ایستونکی بولي چې د شرارت په وجه له جنت څخه له نورو ملایکو سره ایستل سوی دی
(دا ینوخ دویم کتاب ۲۴ ) کې راغلي دي ، چې مخکې د هغه نوم «ستانیل» و ،بیا دهغه نوم په «سطان» بدل سوی دی ، چې د بابلی کلمې«ستانیل» ریښه لري ،چې له « سپيل »څخه اخیستل سوی دی چې مانا ملایکه وه دهغه ملایکې ورونو لکه مکایل ، رافایل، اوریل او ګابریل دی
(د اشعیا دشهادت ۲:۲ ؛او د آدم او حوا ژوند۱۶) کې راغلی چې « سطان» پر ټولو ملایکو پاچاهی کوله .
( د جوبلی کتاب ۱۸:۱۷ )کې راغلي، هغه خدای (ج) وهڅوی چې له ابراهیم (ع) څخه د هغه د زوی اسحق د قربانی امتحان واخلي ( دلته قرانکریم ضد د اسمعیل (ع) پر ځای اسحق(ع) راغلی دی)
د« توبت» په کتاب کې« اسمودیوس» د «سطان» ورته بلل سوی دی په ځانکړی ډول د هغه شر او بدی ،هغه ته د شر پاچا یا ( سمویل) هم ویل سوی دی
د یهود و په کتاب «تلمود» کې یې سطان ته ځانګړې مفاهیم ورکړي دي لکه :
سمویل: چې د سطان پاچا دی ، مخکی د جنت د ملایکو لوی شهزاده و
هغه لکه نور آسمانی موجودات و، لکه الوتونکی الوتلای سو ، ګوزن غوندې و،ښځه وه، ګدا و، یو ځوان سړی و. پورته پورته غورځیدی، په خیال کې دبزې په شکل ظاهریدی،
د هغه دټول شرر تجسم ( خارجی صورت ) دی،هغه ټول خپل سوچ او کړه د انسان دبې لارې کولو لپاره په کاروي.
سطان : سطان په یهوو کښي دښمن یا ( تهمت کوونکی ) مانا لري هغه دخدای ددښمن نه بلکې د هغه یو خادم راغلی دی چې د بشر ایمان امتحانوي ،سطان شرر خپروي ، او د مړینې ملایکې ته ورته شخصیت لري.
سطان مار د انسان د ختاایستلو یو فعال استازی دی چې د قابیل پلار بلل سوی دی او موسی (ع) د مړینی او د بت شیوا سره د داود دګناه وسیله و .
که سطان خپلي موخې ته ونه رسیږي ډیرپه غوسه کیږي، اسراییلو ته د تورات ورکول هغه ډیر خواشینی کړ نو د اسراییل يې ختا ایستل چي د زرو دخوسکی عبادت وکړي
سطان پلیدی زیاتوی، د زیږیدو په مهال مور ملامتوي، هغه دمیسح دښمن او دجال دی
ها سطان: په اتلسمه پيړۍ کي چاسیدیک یهودوانو« هاسطان » بعل داور( دښمن) بللی دی
عبرو انجیل کې ( ها سطان) ته دښمن ویل سوی دی او وايي هغه لکه یوه ملایکه بشرامتحانوي .
ها سطان د متهم یا دښمن په مانا راغلی دی –( سام(۱۰۹:۶)،لومړی سمویل(۴:۲۹) او اعداد( ۲۲:۲۲)
ها سطان( ۱۳ )واري د ماسوراتیک ټیکست د عبرو بایبل په دوو کتابونو کې راغلی دی
لوسیفر: په مسیحت کي ځینې ځایونه سطان ته لوسیفر هم ویل سوی دی چې په یهودیت کې هم راغلی دی لکه
په اشعیا ۱۲:۱۴ کې راغلی لوسفیریا د سهار زوی د بابولیانو پاچا یو ریفرنس دی
شیطان ودرید د اسرایلو په مقابل کی –( سام ۱۰۹:۶دویمه برخه)
او خدای هغه د « ریزن» د« یلیاد» زوی پرضد وهڅوی ( ریزن داسراییلو دښمن و چې د سلیمان (ع)په وخت کي اوسیده ) لومړی ګینګ۲۳:۱۱
دسامیانو په اند مار د پورته نړۍ سره اړیکې لري، د تورات په اساس ادم (ع) شیطان د مار په شکل ولید.