کور / تازه خبرونه / لوى کندهار : بيت الله شريفي ته د حاجيانو د لېږد لړۍ پيل سوه

لوى کندهار : بيت الله شريفي ته د حاجيانو د لېږد لړۍ پيل سوه

دچهار شنبې په شپه دروزگان ولايت دحاجيانوڅخه ډكه يوه الوتكه چه پكښي دوه سوه يويشت تنه سپاره ول د کندهار د نړيوال هوايي ډګر څخه دسعودي عربيستان پرلوري والوته.
دوهمه الوتکه چي پکښي د کندهار د بل ګاونډي ولايت هلمند ١٤٣ تنه حاجيان سپاره ول د پنج شنبې په ورځ سهار وختي د سعودي عربستان خواته روانه سوه.
دكندهار د نړيوال هوايي ډګرآمر احمدالله فيضي د رسنيو سره په خبرو کي وويل چه سږ كال يې تر بل هركال زيات په هوايي ډگر كي دحاجيانو له پاره اسانتياوي برابري کړي او په وينا يې چي د ټولو ممکنه پېښېدونکو ستونزو له پاره يې وخت له وخته حل لاري لټولي دي.
هغه زياته کړه چي د کندهار ولايت مقام له خوا هر حاجي ته کوچنۍ تحفه چي پکښي يو جلد قرآن شريف، د لمانځه له پاره مسله (جاى نماز) او د سفر په وخت کي نور د اړتيا وړ سامانونه موجود ول هم ورکول سوه.
د فيضي په وينا ډاډه دئ چي د ټاکلي پلان له مخي به د سهېل او سهېل لوېديزي حوزې څخه تلونکي حاجيان د يوې اوونۍ په موده کي تر سعودي عربستانه ورسوي.
هغه زياته کړه چي لومړى به د حوزې د نورو ولايتونو حاجيان لېږدوي او له هغه وروسته به د کوربه کندهار ولايت د حاجيانو د لېږد لړۍ پيل سي.