کور / تازه خبرونه / درې تنه سرېلانکايي زندانيان د اسلام په مقدس دين مشرف سول

درې تنه سرېلانکايي زندانيان د اسلام په مقدس دين مشرف سول

درې تنه سريلانکايي وګړي چي د څه موده راهيسي د کندهار په لوى محبس کي بنديان وه نن د د يني عالمانو او رسنيو په مخ کي د اسلام په مقدس دين مشرف سول.
دغه کسان د جعلي پاسپورټونو د لرلو له خاطره په کندهار کي د سرحدي پوليسو لخوا نيول سوي او له څه مودې راهيسي په کندهار زندان کي وه چي هلته د ديني عالمانو لخوا ورته د اسلام د مقدس دين تر تشريح کېدو وروسته مسلمانان سول.
د کندهار د لوى محبس مدير سمونوال غلام فاروق وويل چي دوى په زندان کي دننه د ټولو زندانيانو لپاره د کسبونو د زدکړي او ديني و عصري زدکړو لپاره استادان مقرر کړي او د بند په موده کي زندانيانو ته د عصري زدکړو ترڅنګ کسبونه ښيي او د اسلام له دينه هم ورته اګاهي ورکوي.
هغه زياته کړه چي په دې سره ټولو هغو کسانو ته چي د بند موده يې پوره کيږي له زندانه د وتلو سره سم د ښو کارونو زمينه هم مساعده کيږي او ټولني ته د پوره کس په توګه وړاندي کيږي.
د اسلام په دين تازه مشرفو سوو سريلانکايي زندانيانو د رسنيو د خبرو پرمهال پر خپل نوي ديني خوښي وښوده او په وينا يې چي د زندان دننه دنورو مسلمانو بنديانو او د زندان د مؤظفينو ښې رويې او نيک سلوک دېته وهڅول څو د اسلام مقدس دين قبول کړي او له جهله د روښنايي لوري ته مخه کړي.
د هغوى په وينا چي تېر ژوند ورته عبس او بې ګټي ښکاري او ځانونه بختور شمارې چي د اِلهي کتاب پر يادونو او اياتونو خپلي ورځنۍ چاري مخته وړي.
له دې وړاندي هم د کندهار په لوى محبس کي يو شمېر بهرني بنديان چي د نورو مذهبونو پيروان به په اسلام مشرف سوي دي.