کور / تازه خبرونه / کندهار : ١٣ تنه افسران له ۶ اوونیز روزنیز کورس څخه فارغ سول

کندهار : ١٣ تنه افسران له ۶ اوونیز روزنیز کورس څخه فارغ سول

د سهيلي زون د محبسونو ١٣ تنه مؤظفين له يوې نيمي مياشتنۍ روزني وروسته فارغ سول او نن ورته په کندهار محبس کي د فراغت سندونه ورکول سول.
د کندهار دلوى محبس مدير سمونوال فاروق د رسنيو جوړي سوي غونډي ته وويل چي دغه ١٣ تنه به اوس د ښو او ماهرو افسرانو په توګه په زندان کي خپلي دندي سرته ورسوي.
هغه زياته کړه چي د روزني د مودې پرمهال دې کسانو ته د افسرۍ مهارتونه او تخنيکونه ښودل سوي او ددې وړتيا يې تر لاسه کړې څو نور هم په خپلو دندو او وظايفو کي فعال او بريالي واوسي.
سمونوال فاروق همداراز وويل چي له دې وړاندي يې هم دکندهار محبس د پوليسو ترڅنګ د زابل او اروزګان ولايتونو د محبس پوليس او مامورين روزلي دي.
له ٦ اوونيزه روزني کور څخه فارغ سوو پوليسو وويل چي د ټريننګ په موده کي يې د پوهي او مهارتونو په برخه کي نور هم زياتوالى راغلى او د پخوا په پرتله به اوس په ښه ډول خپلي دندي سرته ورسوي