د کندهار په ميرويس روغتون کي ددې ولايت د ١٢ ټولګيو له ٥٦ ښځينه فارغينو څخه د دايي توب يا قابلګۍ کورس لپاره ازموينه واخستل سوه.
دولايت مقام په مطبوعاتي خبر پاڼه کي راغلي دي چي ددې نجونو له ډلي ٣٥ تنې به يې په ازموينه کي تر برياليتوب وروسته د کندهار د طبي علومو انسټيوټ ته شاملي او د ٢ کلونو په اوږدو کي به ورته د قابلګۍ روزنه ورکول سي.
د کندهار د طبي علومو د انسټيوټر مشري ډاکټري نسرين بارګزۍ وويل چي په دې ازموينه کي د ګډون په موخه ٧٩ د ١٢ ټولګيو فارغينو نوم ليکنه کړې وه چي له ډلي يې ٥٦ تنې نن حاضري وې.
هغې زياته کړه چي له دې ډلي نجونو به هغه ٣٥ تنې چي په ازموينه کي بريالۍ کيږي د طبي علومو انسټيټيوټ ته به لاره پيدا کوي او هلته به د تکړه او مسلکي ښوونکو څخه دوه کلني زده کړي کوي.
مېرمن نسرين وويل چي په کندهار کي د طبي علومو انسټيټيوټ تر دې دمه په شپږو دورو کي قابله ګاني فارغه کړې او ټولني ته يې د مسلکي دايانو په توګه وړاندي کړي دي.
نوموړې وايې چي د قابله ګانو روزنه به د مور او ماشوم د مړيني کچه هم راټيټه کړي.