کور / تازه خبرونه / کندهار : د اوبو رسوني د رئيس د خبري غونډي جزيات

کندهار : د اوبو رسوني د رئيس د خبري غونډي جزيات

د کندهار ولايت د اوبو رسوني د رياست رئيس او د سهيلي زون په کچه د اوبو رسوني او کاناليزيسيون د اداري مشر انجينير عبدالوهاب ترابي د کندهار د رسنيو په مرکز کي د خپلي ادارې يو کلن راپور وړاندي کړ چي جزيات يې ټکي په ټکي ستاسو مخ ته ږدو.
ترابي ((دتېر کال په اوږدو کي د کندهار ښار دننه ١٣٠٠ ژوري څاه ګاني پاکي سوي او ښاريانو ته د پاکو اوبو په پيدا کولو کي يو بل قدم مخته تللي يو او ددې پروژې فنډ د کاناډا هيواد نړيوالي پرمختيايي ادارې سيډا لخوا ورکول سوى دى. همداراز څلور پايې جنېټرونه او ٣ سمرسېبلونه هم ددې رياست لپاره رانيول سوي او د ښار په هغو سيمو کي چي اړتيا يې ليدل کېده نسب سوي دي.
د تېر کال په اوږدو کي د کندهار د اوبو رسوني د رياست د کدرونو د ظرفيت لوړولو لپاره ورکشاپونه داير سوي او همدا راز هغه مواد او سامانونه چي اړتيا يې وه رانيول سوي دي چي ورسره سم خلکو ته ښه او بهتره خدمات هم وړاندي سوي دي.
د کندهار د اوبو رسولو رياست روزانه ٥ زره متره مکعبه اوبه رسوي چي د ١٥ زره کورنيو لپاره کفايت کوي او همداراز د سرپوزې په سيمه کي ٤٠٠ متره مکعبه نوې جوړه سوې ذخيره د ميرويس ميني ٥ زره کورنيو ته اوبه ورکوي چي زموږ د خدماتو د ډېرېدا او بهتره کېدو يوه ښه نمونه ده.
موږ همداراز پلان لرو چي پايپ لاين غځولو هغه پروژه چي نيمه کاره پاته ده وغځوو او ٤٣ کيلو ميتره ټول پاى ته ورسيږي څو خلک د څښاک لپاره پاکي اوبه ولري.
د اوبو رسوني رياست پلان لري چي د لويي ويالې په سيمه کي د ٢٥٠٠ متره مکعبه اوبو ظرفيت درلودونکې ذخيره جوړه کړي او ددې سيمي ٥٠٠٠ کورنيو ته د څښاک پاکي اوبه ورکړي.
موږ همداراز پلان لرو چي کلورېشين سسټم فعاله کړو او د ټولو څاه ګانو اوبو ته کلورين ورسوو ترڅو د ساري ناروغيو ګراف هم راټيټ سي.
په همدې ترتيب به د اوبو ميټرونه نصب سي څو د اوبو د ضيا مخه ونيول سي او هغه کسان چي زياتي اوبه کاروي زياتي پيسې دولت ته تحويل کړي.
د اوبو رسوني رياست په کندهار کي د يو شمېر ستونزو سره هم مخ دى چي لومړۍ هغه يې تر مځکي لاندي د اوبو د پيدا کولو ستونزه ده ځکه چي په ډېرو سيمو کي بيخي اوبه وجود نلري او په يو شمېر سيمو کي اوبه تروشي دي چي د څښاک لپاره ورڅخه ګټه نسي اخستل کېداى.