کور / تازه خبرونه / رحمان ملک : په پاکستان کې به د مهاجرو په قانون عمل پېل شي.

رحمان ملک : په پاکستان کې به د مهاجرو په قانون عمل پېل شي.

پينډۍ : د آن لاين خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک څرگنده کړې ده چې په پاکستان کې د افغان سرحد سره نږدې د نومبر له دېرشمې نېټې څخه به د مهاجرو په قانون عمل کولى شي. نوموړي ويلي دي چې په بلوچستان کې د وروستيو تاو تريخوالي د مخنيوي لپاره به ډېر ژر د امن کنفرانس جوړ شي، چې په کې به ټول ديني او سياسي مشران برخه اخلي.