کور / تازه خبرونه / له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو وتل پېل شول.

له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو وتل پېل شول.

کابل : نړيوالو رسنيو خبر ورکړى، چې د افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو وتل له نن څخه پيل شوي دي. د فرانسې ولسمشر سرکوزي په جولاي کې اعلان کړى و، چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه وباسي او سږ کال به دوه سوه سرتيري د کرسمس څخه وړاندې ستانه شي او شپږ سوه به په ٢٠١٢ ميلادي کال کې افغانستان پريږدي.