زموږ سیمه افغانستان ، پاکستان او ایران د ۲۰ مې پېړۍ په وروستۍ دوه لسیزو او په ۲۱ مه پېړۍ کې ، د اسلامي مذهبي سخت دریځو د وزلوبې په لوبغالي بدله شوه . په پیل کې لویدیځ هغه مهال د سوسیالیستي او پانګوالي سیستمونو تر منځ د سړې جګړې په سبب ، وپتییله چې سوسیالیسی ټلواله د ایران ، افغانستان او پاکستان په برید لکه په نړۍ کې د نورو سیمو پشان کلابند کړي او د نړیوالې دوهمې جګړې روسته په اروپا او نړۍ کې د سوسیالیستي ټلوالې د پرمختګ او د ویتنام په جګړه کې د امریکا د ماتې غچ له دې ټلوالې واخلي .
لویدیځ ددې کلابندۍ لپاره د مذهبي سخت دریځو ډلو د زیږولو ، روزلو ، پاللو او واک ته د رسولو پرته بله کومه ارزانه او کاري وسیله نه درلوده . په دې لامل د لویديځ په تېره بیا د فرانسې په مټ ایران کې د خمیني په مشرۍ اسلامي بدلون راغی . د پلان شوې تګلارې له مخې ایران کې سیکولر ، کيڼ لوري ځواکونه وډبول شول او د پخواني شوروی د نسکورېدو تر مهاله لویدیځ ، ایران کې د واکمن اسلامي رژیمه ملاتړ وکړ .
په افغانستان او پاکستان کې هم ، دا شان تګلاره مخته یووړل شوه . د سیمې سیکولر ، هیوادپال او منځلارې ځواکونه ګوښه کړي شول او پرځای يي مذهبي سخت دریځو ته د ودې او پراختیا هر ډول شونتیاوې برابرې شوې .
پنجاب چې مخکې لا د لویدیځ په تېره بیا انګریز لخوا په ۱۹۴۷ کال کې د یوه مصنوعي دولت پتوګه د اسلامي ایډیولوژۍ پر بنسټ د همداسې ورځې لپاره رامنځته شوی و ، نویو حالاتو ته په پام سیمه کې د لویدیځ د ګټو د خوندیتوب په مورچل بدل شو .
پاکستانی خبریال احمد رشید پخپل طالبان نومي کتاب کې یو ځای لیکي « د پاکستان دولت لا مخکې په نړۍ کې خپلو ټولو سفارتونو ته لارښوونه کړې وه ، هرڅوک چې غواړي پاکستان ته سفر وکړي او د مجاهدینو په کتارونو کې وجنګیږي ، بېله پوښتنې ګروېږنې دې ویزه ورکړي .»
« د ۱۹۸۲ ــ ۱۹۹۲ کالو تر منځ د منځني ختیځ د اسلامي هېوادو ، د افریقا د شمال او ختیځ ، مرکزي اسیا او لیرې ختیځ له ۴۳ هېوادو څخه ۳۵۰۰۰۰ تنو افراطي مسلمانانو د افغاني مجاهدینو سره یوځای په افغانستان کې د سختې جګړې ازموینه ورکړه . نور په زرګونو افراطي مسلمانان له بېلو بېلو هېوادونو څخه د ضیا الحق د پوځي حکومت په ملاتړ د افغانستان سره د کرښې په اوږدو کې د پاکستان په نویو پوځي ښوونغالو او روزنغالو کې تر روزنې لاندې ونېول شول . »
سړه جګړه چې د لویدیځ په تېره بیا د امریکا په لګښتونو او نووښتونو ګټل شوې وه او هلته مذهبي سخت دریځي د لویدیځ لپاره د یوې وسیلې پتوګه کارېدلي وو ، مذهبي سخت دریځي يي دې ناسمې پایلې ته ورسول چې که دوی د پخواني شوروي غوندې یو زبر ځواک ماتولای شي ، نو بیا ولې د یوې مذهبي امپراتورۍ لپاره چې مرکز یي پنجاب او یا د ایران په خیال تهران وي ، مټې نه بډوهي او دا ځل د لویدیځي دیموکراسۍ پر ضد د بلوا لپاره نه راپاڅي .
همدغه ورانپوهاوي سخت دریځو او په دولتونو کې د دوی حامی کړیو ته زړه ورکړ چې سیمه کې د تېري سړې جګړې پرځای یو بل سیمه یځ کړکیچ ته لمن ووهي .
افغان دولت او ایساف تېره ورځ د یوه اعلام په ترڅ کې وویل چې غواړي مذهبي سخت دریځتوب او د افغان ولس د نه رضایت چارې وڅېړي او د هغو د ریښو موندلو لپاره درې ورځنۍ غونډه راوبولي.
د ولسمشر امنیتي سلاکار ښاغلي سپنتا وویل چې دې درې ورځنۍ غونډه کې به دوه پوښتنو ته چې د ښوونې ، روغتیا او د بیان ازادۍ د پرمختګ سره سره ، ولې افغانان ناراضه دي او د افغانانو منځ کې ولې سخت دریځۍ وده کړې ، ځوابونه وویل شي .
د ولس د ناخوښۍ او مذهبي سخت دریځۍ د لاملونو د څېړلو په اړه خبرې اترې د کرزي او جنرال دیوید پتریوس تر منځ لا هغه مهال شوې وې چې نوموړی په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو قومندان و .
د روان کال د وږي په ۲۷ مه ، تهران کې د اسلامي ویښتیا تر سرلیک لاندې نړیوال اسلامي کنفرانس رابلل شوی و چې له افغانستان څخه د برهان الدین په مشرۍ افغاني پلاوي هم په کې ګډون درلود .
« برگزاری کنفرانس بیداری اسلامی در روزهایی که ترک ها در تکاپو هستند و مدام به کشورهای انقلاب زده سفر می کنند و انقلابیون را به تاسیس نظام های لائیک ترغیب و تشویق می کنند، نگاهی مخالف نگاه ترک ها را که برگرفته از انقلاب اسلامی است ترویج می کند. بسیاری دیگر از میهمانان این کنفرانس هم نگاهی مشابه ایران دارند و معتقدند كنفرانس بيداري اسلامي در تهران ابتكار بسيار به جايي بود و طبعا حضور جمع زيادي از شخصيت هاي مذهبي، سياسي و متفكرين اسلامي در اين شرايط مهم و حساسي كه جهان اسلام در آن قرار دارد، تاثيرات بسيار مفيدي دارد. »
« کارشناسانی که در کنفرانس بیداری اسلامی دعوت شده و سخنرانی کردند، عمدتا با سویه های اسلام سیاسی موردنظر ایران و سمت دهی دینی به جریان ها و جنبش های منطقه همسو بودند »
تهران چې په کور دننه يي سیکولر ، منځلارې او دیموکرات ځواکونه له واکه غورځولي ، غواړي په افغانستان او سیمه کې هم ددې ځواکونو پر ضد مذهبي توندلارې او بدماشان راغونډ کړي او له ایرانه پورې غاړه نورو هیوادونو ته هم خپل ډول اسلامي انقلاب صادر کړي .
د رباني مرګ چې لارویان يي نه یوازې د ځان لپاره په اسلامي جمعیت او نظارشورا کې بلکې د ټولې سیمې لپاره ستره ضایعه بولي ، له همدې ځایه اوبه څښي . د رباني مرګ د ایران هغو تګلارو ته چې سیمه کې يي د ګډې فارسي حوزې او یا راوروسته د اسلامي ویښتیا په نوم درلودې ، ستر ګوزار وو . دا چې ایران ، افغانستان او پاکستان کې د رباني په مرګ ژړاوې او ویرنۍ دوام لري ، ریښتیا هم دوی ټولو خپل یو لوی مفتن ، ابلیس او د انسان په جامه کې جوړشیطان له لاسه ورکړی دی .
« د پاکستان د افراطي مذهبي گوند جماعت اسلامي پخواني مشر او سناتور قاضي حسين احمد په افغانستان کې د برهان الدين رباني پر وژنې خواشيني څرگنده کړې او وايي رباني د پاکستان دوست او خواخوږى و .
قاضي حسين احمد له دې رازه هم پرده پورته کړه چې د هغه وخت پاکستاني لومړي وزير ذالفقار علي بوټو برهان الدين رباني سره وکتل او ده ته يې پناه ورکړه چې پاکستان کې واوسيږي او د داود خان د حکومت پر ضد فعاليت وکړي .
د پاکستان د جماعت اسلامي گوند مخکيني مشر دا هم وويل چې دې وروستيو څو ورځو کې ده بيا له برهان الدين رباني سره کتلي و او دا يې سره ويلي و چې د ده په وينا افغانستان کې بايد د امريکايي يرغل د پاى لپاره لار وموندل شي او له پاکستان سره اړيکي خوږې شي .
قاضي حسين احمد د برهان الدين رباني له خولې دا هم ويلي چې افغانستان د پاکستان پر ضد او له هند سره ملگرتيا نه شي کولى او نه به هند کله پريږدي چې د پاکستان پرضد کوم گام واخلي . »
ایران له افغانانو سره یوازې په اصطلاح د اسلامي ویښتیا په سنګر کې هلې ځلې نه کوي بلکې ددې ویښتیا ترڅنګ د افغانانو د ملي واکمنۍ رانسکورولو ته هم پوره پام ساتي .
« د ځینو افغان امنیتي سرچینو په وینا ایران دا میزایلونه، چې تر درې زره میترو پورې هدف ولي، په غزني، کونړ او نورستان کې د طالبانو ځینو مهمو قومندانانو ته په واک کې ورکړي.
تر دې مخکې هم ایران څو څو وارې په دې تورن شوې، چې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته وسلې او پوځي امکانات ورکوي او که څه هم پدې اړه شواهد وړاندې شوي، خو افغان دولت پدې اړه کوم رسمي دریځ ندې خپل کړې »
دې لیکنه چې پنجاب د القاعده ، ترهګرو او مذهبي سخت دریځو څخه د خپلو شوونیستي او ملیتاریستي موخو لپاره څونه او څنګه ګټه اوچتوي ، څېړنه نه کیږي . بس به وي چې دلته دې روستیو کې د پاکستان داکسپریس تریبیون ورځپاڼې دا لیکنه د بېلګې پتوګه راواخلو :
« په خروټ اباد کې دیني مدرسې هغو طالبانو ته د اوسېدو وړیا ځای ورکوي چې افغانستان ته د جګړې لپاره ځي او یا له جګړې څخه بېرته دې سیمې ته د دمې لپاره راځي.
اکسپریس تریبیون ورځپاڼه دا سیمه د طالبانو خوندي دمه ځای بولي او وايي:د خروټ اباد مدرسې جګړې ته د طالبانو د جلب او روزنې مهم مرکزونه دي او هره مدرسه د میاشتې له شپږو تر اتو جنګیالي د افغانستان د جګړې لپاره چمتو کوي.
نویو ګومارل شویو جنګیالیو ته نوي (75cc ) موټرسایکلونه ورکول کېږي چې جهاد ته پرې لاړ شي. دوی ته د خوندي او پټو لارو نقشه ورکول کېږي .دا جنګیالي د افغانستان پولې ته نژدې د کوچلاغ له لارې قمرالدین کارېځ ته رسول کېږي چې د افغانستان د پکتیکا ولایت په پوله کې دی. »
سیمه نن سبا د مذهبي توندلارو د خرمستۍ په ډګر برله شوي که سیکولر ، منځلارې او دیموکرات ځواکونه سره یو نه شي ، سیمه منځنۍ پېړیو ته بېرته ستنېدلای شي !
اخځونه :
بېلابېلې بریښناپاڼې
د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر ۱۸ مه