کور / تازه خبرونه / کندهار : د پوهني رئېس وايي ٣١ زره نوي زده کوونکي لرو

کندهار : د پوهني رئېس وايي ٣١ زره نوي زده کوونکي لرو

د کندهار د پوهني رئيس پوهنيار نجيب الله مجددي نن له غرمې مخکي د کندهار ولايت د رسنيو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته وويل چي دنوي تعليمي کال له پيل سره سم ٣١ زره نارينه او ښځينه زدکوونکي نوي شامل سوي دي.
هغه وويل چي په کندهار ښار او ولسواليو کي يې د ښوونکو د کمښت او کتابونو ستونزه هم حل کړې او د ټولو ولسواليو ښوونځيو ته يې لسانس ښوونکي لېږلي دي.
مجددي زياته کړه چي تېر کال يې د کندهار په کچه ١٥٩ زره زدکوونکي لرل خو له نېکه مرغه سږ کال دغه شمېر ١٩٠ زرو ته لوړ سوى او پکښي د تېر کال په پرتله د نجونو ونډه هم زياته ده .
نوموړي وويل چي د ښوونکو او کتابونو په برخه کي يې ستونزي په بشپړ ډول حل سوي او د کندهار ښار او ټولو ولسواليو لپاره يې ښوونکي چمتو کړي او کتابونه يې برابر کړي دي چي په دې برخه کي به نوري ستونزي وجود ونه لري.    
د پوهني رئيس همداراز وويل چي تېر کال د کندهار ولايت د ٤٠٠ ښوونځيو له ډلي دوه سوه يې د بيلا بيلو ستونزو له خاطره تړلي وې چي سږ کال دغه شمېره تر سلو هم ټېټه سوې او موږ اميد لرو چي دغه به هم ددې کال تر پايه بيا پرانستل سي.پوهنيار مجددي زياته کړه چي د نوې کال په اوږدو کي يې تر دې دمه ٢٧٥ نور ښوونکي مقرر کړي چي له دې ډلي ١٥٥ نارينه او پاته ٢٩ يې ښځي دي.
هغه له ټولو والدينو غوښتنه وکړه چي د خپلو ماشومانو مراقبت وکړي او هغوى تعقيب کړي څو په سم او منظمه توګه ښوونځيو او نورو علمي مؤسساتو ته ولاړ سي