کور / تازه خبرونه / پاکستان بيا پر کنړ ولايت بريدونه پيل کړل

پاکستان بيا پر کنړ ولايت بريدونه پيل کړل

د کنړ ولايت امنيتي چارواکي وايي چي پاکستان هېواد يوځل بيا پر افغان خاوري تېري وکړ او په کنړ ولايت کي يې پر انکام ولسوالۍ بريدونه پيل کړل .
چارواکي وايي چي دوى د پاکستان هېواد دې ډول بريدو ته بشپړ تيارى لري ، فوځونه يې د تيارسۍ په حالت کي دي خو يوازي او يوازي د امنيت شورا امر ته اړتيا لري .
د والي د وياند واصف الله واصفي په وينا چي د شنبې د ماښام څخه تر ننه پوري پاکستان پر ياده ولسوالي ٨ توغنديز بريدونه کړي خو د نوموړي په وينا چي کوم زيان يې نه دئ اړولى .
د دې ولايت والي فضل الله واحدي وايي چي د امنيت شورا څخه يې غوښتنه کړې چي عملي کار پيل کړي او د يادو بريدو مخه ونيسي .
کنړ د پاکستان سره يو پر سرحدپروت ولايت دئ چي په دې ورستيو کي پاکستان ورباندي راکټي بريدونه پيل کړي او د سيمي خلک يې د سيمي پرېښودو ته اړ کړي .
له بله اړخه ولسمشر کرزي تېره ورځ وويل چي د پاکستان او اېران هېوادونو له لوري پر افغانستان باندي بريدونه په هغه کچه نه دي سوي چي رسنيو يې راپورنه خپاره کړي دي .
خو د سياسي چارو کارپوه ښاغلى احمد سعيدي بيا دا د رسنيو ملامتيا نه بلکي خپله د ولسمشر د حکومت ملامتيا بولي ځکه د نوموړي په وينا چي هر څه د ولسمشر دواليانو او د هغوى د وياندويانو له خولې رسنيو خپاره کړي .