په جلال آباد ښار کي هغه زاړه نوټونه چي نور د کاروني وړ نه ول تېره ورځ د جلال آباد او د کابل څخه د افغانستان بانک د مرستيال په ګډون د يو څو کسيزه پلاوي په مخ کي وسوځول سول . او دا لړۍ به نن ورځ هم دوام وکړي .
د افغانستان بانک مرستيال ښاغلى محمد عيسى وايي چي په دې دوو ورځو کي به شاوخوا ٥٦١ مليونه افغانۍ وسوځوي .
نوموړي پر خلکو ږغ وکړ چي دا ځل يې نوي چاپ سوي نوټونه تر پخوا په ښه وړتيا دي او خلک دي يې هم د ساتني خيال وساتي . او دا وړتيا به وکړاى سي چي دجعلي نوټو مخه هم ونيسي .