کور / تازه خبرونه / کرزى: د پاکستان دحملو په باب رسنيو مبالغه کړې ده

کرزى: د پاکستان دحملو په باب رسنيو مبالغه کړې ده

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون په کابل کي د جرمني له رئيس جمهور سره په يوه ګډ کنفرانس کي پر رسنيو تور ولګاوه چي د پاکستاني پوځيانو د راکټي حملو په باب يې ناسم راپورونه ورکړي دي.
ولسمشر کرزي وويل که چيري دا ثابته سي چي پاکستان او ايران پر افغانستان راکټي حملې کړي نو بيا خو افغانستان د ځانه د دفاع حق لري.
حامد کرزي وويل رسنيو په دې موضوع کي له مبالغې کار اخيستى دئ.
بلي خوا ته سياستپوه احمدسعيدي وايي د افغانستان په حکومت کي د پاليسۍ د بيان اصلي مرجع نه ده معلومه، واليان يو څه، د بهرنيو چارو وزارت بل څه او ولسمشر کرزى بيا بل څه وايي.
نوموړي وويل که رسنيو په دې موضوع کي مبالغه کړې وي، هم يې د افغان چارواکو له خولې څخه دغه خبرونه ورکړي دي، چي بيرته يې د پړې ګوته د کرزي ادارې ته متوجې کېږي.
احمد سعيدي وايي ښايي د پاکستان او اېران د راکټي حملو په باب ولسمشر کرزي دغه نوى دريځ د امريکا او لوېديځو هيوادونو په غوښتنه غوره کړى وي، چي امريکا غواړي له پاکستان سره بيرته خپل روابط سم کړي.