کور / تازه خبرونه / پکتیا والي له مرګوني بریده روغ رمټ ووت

پکتیا والي له مرګوني بریده روغ رمټ ووت

تیره ورځ شاوخوا د غرمی ۱۲ بجی هغه مهال چی د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد له کابل څخه ګردیز ته راورسید ، او خپل دفتر په رسیدو ورباندی د نامالومو وسله والو لخوا برید وشو خو مخکی تر دی چی وسله وال خپل هدف ته ورسیږی د ساتونکو له لوری ووزل سول.
دا په داسی حال کی ده چی مخالف وسله وال له پوره تیارۍ سره راغلی وو چی یو موټر له چاودیدونکو توګو ډک ورسره وو
وروسته دغه موټر ته هم انفجار وکړل شو چی د سیمی شاوخوا نږدی دفترونه یی څه ناڅه زیانمن کړل
په پیښه کی د پکتیا والی او ساتونکو ته کوم زیان نه دی اووښتۍ خو یواځی یو پولیس او یو د ښاروالۍ کارکوونکۍ شهیدان شوی دی
په سیمه کی اوس هم ددوی دری جسدونه پراته دی ، او ویل کیږی چی یوتن یی په تیښته بریالۍ شوی دی.