د هيواد د نورو ولايتونو په شان په کندهار کي د هم د زر تنه نارينه او ښځينه زدکوونکوڅخه د PRR ازموينه واخستل سوه.
په دې ازموينه کي ٧٠٠ نارينه او ٣٠٠ ښځينه ښوونکو برخه اخستې وه چي نن ورڅخه د کندهار په ميخانيکي عالي لېسه کي ورڅخه ازموينه واخستل سوه.
د دې ولايت د پوهني رئېس پوهنيار نجيب الله مجددي وويل چي په کندهار کي ټولټال ٤ زره ښوونکي ستون لري چي له دې ډلي درې زره يې وړاندي د PRR تر پروسې لاندي راغلي او پاته زر تنو نن د همدې پروسې له لاري ازموينه ورکړه.
هغه زياته کړه چي له ازمويني بريالي اعلانېدونکي ښوونکو ته به تر لسو زرو افغانيو پوري مياشتنۍ تنخواګاني ورکول کېږي او همداراز به ورته يوه – يوه نمره مځکه هم ورکول سي.
نوموړي وويل چي له دې لاري به هغه ښوونکو ته چي دامهال يې د اقتصادي ستونزو له خاطره خپلي وظيفې ترک کړي دي دا چانس ورکړي څو يو ځل بيا زدکوونکو ته ښوونه پيل کړي.
ددې ازمويني يوې تنې ښځينه ښوونکي سميرا خوښي وښودله چي ددې پروسې له لاري به ورته لوړ معاشونه ورکول کېږي او هغه ستونزي چي له وړاندي به ورسره مخامخ وې حل سي.