کور / تازه خبرونه / کندهار : ترافيکي پېښو مرګ ژوبله اړولې

کندهار : ترافيکي پېښو مرګ ژوبله اړولې

په کندهار ولايت کي تېره ورځ يوه بله ترافيکي پېښه هم رامنځ ته سوه چي په پايله کي يې دوه تنه ژوبل سول .
پېښه د يوه رېنجر موټر او موټر سايکل تر منځ رامنځ ته سوې .
دميروېس روغتون يو تن ډاکټر لراوبر ته د ټليفون پر کرښه وويل چي د يادي پېښي څخه يې دوه تنه ژوبل کسان ور وړي چي يوه يې په روغتون کي ساه ورکړه .
همدا ډول د ياد کس ورور ښاغلى عبدالغفار نوري وايي چي ورور يې پر رېنجر موټر وهل سوى او بيا د ياد رېنجر چي محلي پوليس ول له خوا يو تن چي په سيمه کي ولاړ ؤ پر ناحقه د ميروېس روغتون و پوليسو ته په لاس ورکړل سوى او پېښه پر هغه تاوان سوې .
نوموړى وايي چي د ورور يې يوکال او دوې مياشتي د واده کېدلې چي يوه دوه مياشتنۍ لور ورڅخه پاته ده .
نوموړى د کندهار د امنيه قوماندان ښاغلي مل پاسوال عبدالرازق خان څخه غوښته کوي او چي ياد پوليس ونيسي او د قانون سره سمه سزا ورکړي .
د وژل سوي کس ټول خپلوان د امنيه قوماندان څخه غوښته کوي چي په لومړي سر کي تا ورسره ژمنه کړې چي د پوليسو په ليکو کي به اصلاحات راولې خو دا ډول کسان چي اوس هم د پوليسو په ليکه کي سته ستا د هغې ژمني سره سر نه خوري .
نوموړى وايي چي پوليسو ته ناحقه کس چي په لاس ورکړل سوى هغه ياد پوليس چي په رېنجر کي ول پېژني او وايي چي که حکومت وغواړي ور په ګوته کولاى يې سي .
همدا ډول تېره ورځ يوه بله پېښه د کندهاراو بولدک پر لويه لار رامنځ ته سوه چي په پايله کي يې څلور تنه ووژل سول او اووه تنه نور ژوبل سول او همدا ډول تېر ماښام يوه بله ترافيکي پېښه په کندهار ښار کي عيدګاه دروازې ته څېرمه رامنځ ته سوه چي په هغه کي هم يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ .