کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانستان په مالي فساد کې تر ډېره حده بهرنيان ښکېل دي

د افغانستان په مالي فساد کې تر ډېره حده بهرنيان ښکېل دي

له افغانستان سره چې کومې نړۍ والې مرستې کېږي تر ډېره حده پورې بهرنيان يې په شکل د اشکالو زموږ له هېواد څخه بېرته وړي، ټول هغه قراردادونه چې په افغانستان ترسره کېږي ځينې بهرنيان په دغو قراردادونو کې مستقماً شريک دي او يا د قرارداد په کولو کې له قراردادي څخه پيسې اخلي، چې په دې اړه يو شمېر افغان چارواکيو هم خپلې اندېښنې څرګندي کړي دي. دوى وايي چې په افغانستان کې روان مالي فساد، له دغه هېواد سره يو شمېر مرسته کوونکو هېوادونو ته هم غځېدلی دی او همدارنګه هغه په ميليونونو پيسې بېرته په بهرنيو سلاکارانو لګول کېږي او د دغو سلاکارانو له لارې ډېرې مرسته شوې پېسې بېرته له افغانستان وځي. په دې سره ډېرې مرسته شوې پيسې بېرته له افغانستان څخه بهر لګول کېږي. پر بهرنيو سلاکارانو د ډېرو پيسو لګول او د افغانستان په يو شمېر ادارو کې د دوی حضور د افغانستان موجوده وضعه نوره هم خرابه کړې ده، زه فکر کوم لکه څرنګه چې د افغانستان په دولت کې حساب شفاف نه دی، په همدې ډول په بهرنيانو او له افغانستان سره په مرسته کوونکو هېوادونو کې هم همدا ډول حالت روان دی. له بدمرغه موږ په بېلابېلو برخو کې شاهد يو، لکه څنګه چې افشا شوي، بهرني سلاکاران له ډېرو معاشونو سره سره، د افغانستان په ملکي ادارو کې د کار د ښه والي لپاره ګومارل شوي، خو نه يوازې دا چې د هغې ادارې کار نه دی ښه شوی، بلکې اداره نوره هم وروسته پاتې شوې ده او همدارنګه ځينې کارپوهان دا تور هم لګوي، چې دغه بهرني سلاکاران او مشاورين له اړونده ادارو څخه خپل هېواد لپاره جاسوسي کو ي او د ادارې ټول رازونه خپل هېواد ته افشاء کوي. که چېرې افغانستان ته د ۸۰ سلنې پر لېږل شويو سلاکارانو شوي لګښتونه په هېواد د ننه پر افغان متخصصينو ولګول شي، نو ډېرې ښې لاسته راوړنې به ولري. په افغانستان کې پر دغو سلاکارانو ډېر لګښتونه، د هېواد کاري وړتيا جوړونې ته هم زيان دی.



دا په داسې حال کې ده، چې (سيګار) يا د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د څارنې ادارې په خپل رپوټ کې ليکلي، چې د افغانستان لپاره د ملکي سلاکارانو لګښت تراوسه شاوخوا دوه ميليارده ډالره شوی او هر سلاکار کلنۍ لګښت له ۴۱۰ تر ۵۷۰ زرو ډالره دی.


د دغو سلاکارانو موخه، چې د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا او د غوره ظرفيت جوړول دي، د ۲۰۰۹ ميلادي کال په لومړيو کې يې شمېر ۳۲۰ تنه وو، چې په روان کال کې ييې شمېره ۱۰۴۰ تنو ته رسېږي.


د دغو سلاکارونو پرځاى بايد د افغانانو په وړتياو کار وشي ترڅو به په افغانستان کې بهرني سلاکاران وي کله چې د بهرنيو هېوادونو مرستې ودرېږي دوى به هم له افغانستان څخه خپلې پښې سپکوي؛ ځکه دغه سلاکاران خو موږ په دې غربت کې نه شو ساتلى، که نړۍ واله ټولنه په ريښتنې توګه له افغانانو سره مرسته کوي ښه به دا وي چې افغانان ورزي او له بهرنيو سلاکارانو څخه مو خلاص کړي.