کور / هراړخیز / افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې ( 9مه برخه)

افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې ( 9مه برخه)


( مذهبي او ټولنيز غبرګونونه )



لومړى څپركى:


ليكواله/ (Drs, Senzil Nawid)


ژباړه: جاويد واك


د افغان _ انګرېز دويمه جګړه:


انګليسانو هغه وخت پر افغانستان د دويم ځل يرغل تابيا ونيوله، چې روسان په تدريجي ډول په منځنۍ اسيا كې د پرمختګ په حال كې وو. (۱۸۶۰ او ۱۸۷۰ كلونه).


كله چې په انګلستان كې پنځوسم ديسرايلى قدرت ته ورسېد؛ نو د افغانستان په اړه د انګرېزانو په سياست بيا كتنه وشوه. انګرېزانو په لومړيو كې د بې طرفئ په نوم سياست غوره كړ، چې وروسته بيا د پرمختګ سياست په نوم ونومول شو.


د پرمختګ سياست په دې مانا چې انګرېزانو غوښتل د افغانستان اداري حاكميت تر خپل كنټرول لاندې راولي او له بلې خوا افغانستان د هند پر وړاندې د يو حايل هيواد په توګه وګرځوي.


دا په داسې حال كې وو، چې انګرېزانو په ۱۸۴۲ او ۱۸۴۹ م كلونو كې سند او پنجاب تر خپل كنټرول لاندې راوستى وو او ځان يې د افغانستان پولو ته را رسولى وو.


په ۱۸۷۸ زېږديز كال كې د روسيې يو سياسي هيئت د حنرال ستيلييوف په مشرۍ په نا اعلان شوې توګه افغانستان ته راغى، دغه پلاوى د امير دوست محمد خان له زوى او ځاى ناستي امير شيرعلي خان سره د ليدو په موخه د شاهۍ دربار ته ورغى.


په دې وخت كې د هند وايسراى لاردليتون افغانستان ته د روسي پلاوي د راتګ له امله سخت په غصه وو؛ نو يې له امير څخه غوښتنه وكړه، چې د روسي هيئت په څېر انګرېز پلاوى هم په فوري توګه كابل ته وغواړي.


په ناڅاپي ډول د دغې غوښتنې د عملي كولو په وړاندې د امير شېرعلي خان مخالفت، انګرېزانو ته يوه بهانه په لاس وركړه، چې بيا په افغانستان پوځي يرغل وكړي.


له دې سره سم په ۱۸۷۸ م كال كې انګرېزانو پر كندهار، كرم او كابل باندې فوځي يرغل وكړ.


كله چې انګرېزان پلازمېنې ته نږدې شول، په دې وخت كې نو امير شېرعلي خان چې له يو خوا د خپل ځوان ځوى وليعهد عبدالله جان ناڅاپي مرګ ځوراوه د افغانستان شمال لورته وخوځېد.


شمال ته د تګ پر مهال يې خپل ضعيف النفس او معلول ځوى محمد يعقوب خان ته د سلطنت واك ور وسپاره.


محمد يعقوب خان، چې په ځان كې د مبارزې او دفاع ماهيت ونه ليد؛ نو مجبور شو، په په ۱۸۷۹ م كال كې له انګرېزانو سره د (ګندمك) معاهده لاسليك كړي.


د همدې معاهدې له امله په كابل كې د انګرېزانو د يو دايمي پلاوي د حضور مسله د افغانستان په ناتوانه امير تحميل شوه. همدا راز د كرم دره او معبر خيبر انګرېزانو ته وسپارل شول.


د ۱۸۷۹ م كال د سپتمبر په درېيمه نېټه په كابل ښاركې يو هراتي فوج، چې ظاهرا يې موخه د معاشونه ځنډېډل وو په لاريونونو لاس پورې كړ.دغه مشاعرې په تاوتريخوالي واوښتې، چې په پايله كې يې د انګليسانو څو تنه صاحبمنصبان د لوئيز كيوناري په ګډون ووژل شول.


د دې پېښې له امله د انګرېزانو بلې قطعې د فريدريك رابرتس په مشرۍ په افغانستان هجوم راووړ. كله چې د رابرتس ځواكونه كابل ښار ته دننه شول؛ نو د نورو كارونو تر څنګ يې پاچا يعقوب خان مجبور كړ، چې واك پرېدي او هندوستان ته تبعيد شي. يعقوب خان هم ورسره ومنله او له هيواده ووت.


هماغه وو، چې په افغانستان كې د مركزي قواوو د سالم رهبريت د نشتوالي له امله بېرته د چارو واك روحاني او ديني كړيو ته ورغى او همدا ديني علماوو، چې خلك يې د انګرېزانو پروړاندې جهاد او مبارزې ته رابلل او د دوى د بسيج او يووالي لپاره يې هڅې كولې.


د چهار اسيا په سيمه كې يو سيمه ييز شخص د ملانذير په نوم له خپلو پيروانوسره، چې ان مېرمنې هم پكې شاملې وې، د انګرېزي اشغالګرو پر وړاندې كلكه مبارزه وكړه. ۷۳


همدا رنګه د غزني علماوو د دغه ولايت په جوماتونو كې د احساساتي تبليغونو په نتيجه كې خلك د انګرېزانو پرضد را وپارول. ۷۴ وروسته په كوهستان او كابل كې د انګرېزي ځواكونو پر وړاندې مخالفتونه را پيدا شول.


د افغان _ انګرېز د دويمې جګړې مهم او ستر قائد ملا دين محمد وو، چې د خلكو تر منځ په ملا مشك عالم مشهور وو. (۱۸۸۶۱۷۹۰م كلونه).


فاربس په خپل كتاب (the afghan wars)كې ملا مشك عالم ته دافغانستان د (پيتر) لقب وركړى دى. ۷۵


ملا مشك عالم د قادريه مذهبي ډلې له ارادتمندانو څخه وو، چې د خلكو لخوا يې پوره درناوى كېده. همدا راز يې د غزني په اندړو او شلګره كې دوه سترې او شانداره مدرسې تاسيس كړې وې، چې له همدې امله هم خلكو ورته ډېر احترام درلود.


په دغو مدرسو كې اكثرا د لوګر، غزني،وردګ، قلات او جلال اباد زده كوونكي جذب شوي وو. ملا مشك عالم د دسمبر په دويمه په غزني كې جهاد اعلان كړ او له محمدجان لوګري، ملا عبدالغفورلنګري، مير بچه خان كوهستاني او اخوند زاده مير عثمان تګاوي سره يو ځاى د كابل پر لور وخوځېد.


ملا مشك عالم د بدني ضعف او د عمر ډېروالي سره سره بيا هم د انګرېزانو پروړاندې شديد او غاښ ماتوونكي جنګونه كړي دي.


ملامشك عالم په كابل كې د نظامي ځواكونو قومنده د وليعهد موسى جان په نوم واخيسته. ۷۶


هغه د د سمبر په ۲۳ مه شپې مهال، چې د عاشورا له مباركې ورځې سره يې سمون درلود، په كابل كې لوړو تپو ته پورته شو او د نښې په ډول يې اور ولګاوه. كله چې جهادي ډلې را ټولې شوې؛ نو امر يې وكړ، چې په شېرپور باندې بريد وكړي.


په همدې حال كې افغان مجاهدينو انګرېزان دې ته مجبور كړي وو، چې د شېرپور چارديوالي خواته شاتګ وكړي؛ خو په كابل كې د انګرېز ځواكونو قومندان جنرال رابرتس په دې وتوانېد، چې برته دغه ښار تر خپل كنټرول لاندې راولي. ۷۷


هووارد هينزمن چې په همدې وخت كې يې (پايونير) او (ديلي نيوز) اژانسونو ته كار كوه او د راپور د جوړولو لپاره له انګريزي قواوو سره مل وو، په خپلو خاطراتوكې داسې ليكي:


((په لږه موده كې د افغانستان د شمال شرق ټول جنګيالي لكه د هوايي الوتونكو په څېر د ملا مشك عالم خواته راټول شول. كه چېرې جهادي ډلې زموږ د ځواكونو لخواځپل شوې هم واى او جګړې ته د تلو مخه يې نيولى شوى واى؛ نو بيا هم په تركستان، بدخشتان او شترګردن كې ډېر افغانان دې ته تيار وو، چې د دغومجاهدينو تشه ډكه كړي )). ۷۸


د ۱۸۸۰ م كال په فبرورئ مياشت كې د ملا مشك عالم په مشرۍ جهادي رهبرئ په انګرېزانو باندې ځمكه اور كړه او جنرال دونالد استيوارت يې كابل ته له ننوتو څخه را وګرځاوه.


بارت هورپ په خپل اثر كې ليكي: د جولاى په مياشت كې د افغانستان د يرغل په اړه د لارد ليتن نظرياتو په پوره ډول تغير وموند.هغه په دې وخت كې دې ته نه وو تيار، چې له افغانستانه په فوري ډول ځواكونه وباسي. ۷۹


د ۱۸۶۹ م كال د فبرورئ په څوارلسمه نېټه د انګليستان د بهرنيو چارو وزير، لارد كلارندون د روسيې د بهرنيو چارو له وزير پرنس ګورتچاكوف لخوا يو مثبت پيغام تر لاسه كړ. په دې پيغام كې انګرېزانو ته ډاډ وركړل شوى وو، چې روسي امپراطوري به افغانستان تر خپل نفوذ لاندې نه راولي او همد راز روسي دولت به نور خپلو صاحب منصبانو ته اجازه ورنكړي، چې د افغانستان ليدنه وكړي. ۸۰


انګرېزان د افغانستان د پرېښودو په لټه كې وو او كوښښ يې كاوه،داسې څوك پيدا كړي، چې دوى ته له افغانستانه د وتلو بهانه وي او هم په دغه هيواد كې د هغوى ګټې تضمين كړي. په همدې مهم او اساس وخت كې د امير شېر علي خان وراره عبدالرحمن خان، چې په بخارا كې اوسېده افغانستان ته راغى. د هغه له راتګ سره نور په افغانستان كې انګرېزانو ته خپل ښكار په لاس ورغى او له دغه هيواده ووتل.


لمنليكونه


73 _Hens man , 85.


۷۴_ رښتيا، ۲۷۵.


75_ Forbes, The Afghan Wars, 224.


۷۶_ كاتب، سراج التواريخ، دويم ټوك،۹_۶۲۸.


۷۷_ كاتب، سراج التواريخ، دويم ټوك، ۳۵۸.


78_ Hens man, 264.


79_ Barthorp, The North-West Frontier,85.


80_ IOR,L/p&s/10/125,3082,A.165,Confidential, 1907.