په کندهارکي د بدني روزني اوښکلا له لوري په لاره اچول سوى کرکټ ټورنمينټ تېره ورځ دخپلواک نومي ډلي په اتلولۍ پاى ته ورسېد .
په دې ټورنمينټ کي ٩ لوبډلوبرخه اخستې وه چي پايلوبي ته خپلواک نومې او اتل نومې لوبډلي را ووتې چي تېره ورځ په عينو مېنه کي پايلوبه هم ترسره سوه او د خپلواک نومي لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده .
د دې ولايت د بدني ښکلا او روزني آمر محمد الله ګلالي د محمود کرزي څخه مننه کوله چي په دې لوبو کي يې ورسره مرسته کړې .
نوموړي همدا ډول وويل چي په راتلونکي کي به نوري دا ډول لوبي هم ترسره کړي .