د روزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د لويو لارو د ساتونکو د قوماندان مرستيال حاجي ولي جان تېره ورځ د ماين په يوه چاودنه کي ووژل سو .
د روزګان ولايت د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزۍ رئېس ګلاب خان رسنيو ته د نوموړي وژنه تاييد کړې او وايي چي د نوموړي سره په دې بريد کي د هغه يو زوى او يو ساتونکى هم ژوبل سوي .