لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت په شاوليکوټ ولسوالي کي يې يو وسله وال قوماندان وژلى .
خبرپاڼه ليکي چي نوموړى قوماندان چي په دې وروستيو کي د وسله والو له لوري يادي ولسوالۍ ته ولسوال ټاکل سوى ؤ تېره شپه د بهرنيو ځواکونو په يوه بريد کي ووژل سو .
خبرپاڼه ليکي چي ياد قوماندان ملانثار احمد نومېده او د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکى دئ .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .