که څه هم نړۍ دښوونکي ورځ لمانځي
یانې دښوونکي لوړ مقام اوسپېڅلې دندې ته په درناوي سره دویاړ په سترګه ورته ګوري، هغوی اودهغوی ویاړ په حقه دۍ، ځکه دنړۍ ښوونکي دخپلو خپلو ملتو بچیانوته دخپلو پخوانویا اسلافو کلتور، په تقوی، شفقت او امانت دارۍ سره ورنقل کوي، اوهغه عقیدتي اوملي موخې چې دملتونو ویاړلو کدرونو اواتلانو دخپل ژوند، او وینو په بیه ګټلي اوساتلي دي، دهغه ملت په منل شوي کلتور، خپلواکي غوښتنه اوغرور سمبال دهغه ملت زامنو ته دملي امانت په توګه سپاري، او دپوهې په رڼاکې دځوانانو استعدادونه روزي اوانکشاف وربخښي.
ځوانان پدې قانع کوي چې تاسو دخپلو اسلافو ځای ناستي یاست اودغه ملي، مادي اومعنوي شتمني اوخپلواکي ساتنه ستاسو مهمه دنده ده، دغه واکمني که نن ستاسو دمشرانو سره ده خو سبا به هرومرو ستاسو وي، ددغه درانده امانت پورته کول، ساتل،سمبالول، پوهې، امانت ساتنې، اخلاقو، تقوی، شجاعت، متانت، ځان تېردنې، شفقت، ملي وحدت، ملي اوسیاسي استقلال، ازادي اوغرور ته اړتیا لري، که تاسو په دغو اخلاقو اولوړتیاوو سمبال شوئ، نوبیا انساني اوټولنیز ارزښتونه ټول ستاسو اودتاسو په برکت ستاسو دملت په برخه دي، خو په تأسف سره دغه ورځ په افغانستان کې دوير، ژړا، افسوس اوغم توره لوغړنه ورځ ده، نه ښوونکي لرو، نه زده کوونکي، نه کلتور لرو نه اخلاق، نه خپلواکي لرو، نه غرور، نه سیاست لرو، نه نظام، اونه قانون، نه وطن، نه ملت، نه حقوق، نه پوهنه ان تردې چې حیواني ژوند مو یالوټ شو، یاخرڅ شو، یاخرڅیږي، دلوټ مارو، مافیانو، بدماشانو، اوداجیرو اومزدورو واکمنانو په ګټه.
زمونږ دپوهنې وزیر او ولایتي اوسیمه ییز دپوهنې چارواکي نن په مکر، درواغو اوغدر دښوونکي په تابوت اوقبر منافقانه اوښکې تویه وي، ښوونکي دوی مړه کړل، ویې ځورول، مسخره یې کړل اوخوار اوذلیل یې کړل.
دښوونکو او زده کوونکو، استعدادونه، عقلونه، پوهه،حقوق، ویاړنې…. واکمنوغلا اوخرڅ کړل، هغوی له استعمارګرو،استحماق ګرو اوستحمارګرو اوګاونډیانو څخه دډالرو، تومنو،کلدارو، اودچوکیو دامتیازونو په لاس ته راوړلو سره دپوهنې، مدیریت، نظام، ادارې، نصاب اوکتاب مېتود یامحوه اویاهم مسخه کړ، هغه ښوونکي چې دنوموړو ارزښتونو خاوندان ؤ، اوپه ملت، وطن اوخپلواکۍ مین ؤ، هغه نن یاپرسړکونو اویاهم دپردو په دروازو کې مزدوران دي.
په منافقت اوکاذبانه توګه د پي آر آر، تردام لاندې دزور واکانو مربوطین اویاهم داجانبو اواستعمارګرو له ګروهې (عقیدې) اوغوښتنې سره سم، بې سواده، بداخلاقه، له کلتوره لرې، بې عقیدې ماده پاله اومتعصب کسان دافغانانو دکلتور اوګروهې اواخلاقو اوعنعناتو په ضد ګمارل کیږي.
له هزاره جات او شمالي تاجک مېشتو ولایاتو پرته په ټول افغانستان کې، ښوونځي، اداره، نظام، کتاب، لولول (تدریس) نشته، ان داچې ښوونځي دچرسیانو، پوډریانو اوبدماشانو دجلب اوجذب مرکزونه ګرځېدلي دي.
تاسو دمرکز دپوهنتونونو، زده کړیالان او دښوونځیو زده کوونکي حتی نوي ښوونکي يې دطالبانو دلیکو له بېسواده ځوانانوسره پرتله کړئ، چې کومه ډله حب الایمان، حب الوطن، مستقل، او دازادۍ خوښوونکي دي، کومه ډله غرور، شهامت، اوشجاعت لري.
حتی اوس دپوهنې منسوب ځوانه طبقه ډېر زیات طالبانو ته مایل دي، اوهغوی خوښوي، چې ښه بېلګه يې دمیدان ښار ولایت کېدی شي چې هلته پنځوس سلنه په دین شهید ځوانان زده کوونکي دي.
اوس دې پرېکړه لوستونکي وکړي:
که معارف موجود وي، اداره اومدیریت سالم وي، نصاب دملت داړتیاوو اوغوښتنو اوعقایدو سره سم وي، خیانت اودپردیو غلامي نه وي، ښوونکي او زده کوونکي دملت اړتیاوو، حقونو اوغوښتنو ته متوجه کړي، اوزده کوونکي خپل راتلونکي مسؤلیتونه، اوخپل عزت، غرور، اوانساني حقوق او اړتیاوې په روښانه، متمدنه، پرمختللې اوخپلواکه راتلونکې کې وویني، آیا بیابه هم دهغوی داحال وي؟ نه هیڅکله نه!!!!
نو راځئ خپل خالق ته زارۍ وکړو، چې اې الله (ج) !
ته موددغې تورې تیارې څخه رڼاته ؤباسه اونور زمونږ له سره دادپردو غلامان اونوکران ایسته کړه!.