د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي شپږ داسي کسان يې نيولي چي غوښتل يې ولسمشر حامد کرزى ووژني.
د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل په کابل کي خبريالانو ته وويل چي په نيول سويو کسانو کي يو د ولسمشر کرزي ساتونکى، د پوهنتون درې محصلين او يو هم د پوهنتون استاد شامل دئ.
د ښاغلي مشعل په وينا ياد سويو کسانو منلې چي دوى په پاکستان کي د مېشتو دوو تنو عربانو له خوا چي د القاعدې شبکې سره اړيکي لري پر دې کار ګومارل سوي وو.