په دامان ولسوالي کي د سولي د پروسې د چټک والي په موخه تېره ورځ غونډه جوړه سوه . په دې غونډه کي چي د دامان ولسوالۍ ولسوال او ګاونډيو ولسواليو ولسوالانو او ديني عالمانو برخه اخستې وه د سولي د دارالانشاء مشر حاجي محمد ساطع وويل چي موږ بايد د مرورو وروڼو سره خبري وکړو او دا پروسه بايد ګړندۍ کړو .
نوموړي وويل چي افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دئ او ټول بايد هڅه وکړو چي يو ښه نظام رامنځ ته کړو .
همدا ډول د دې ولسوالۍ ولسوال حاجي سراج احمد ګډونوالو ته د وينا پر مهال وويل چي په دامان ولسوالي كي امنيت تامين سوى او يوازينى لامل يې له دولت سره د ولسوالۍ د اوسېدونکو همکاري ده.