په ننګرهار ولايت کي پر يوه کور يو توغندى لګېدلى چي په يايله کي يې پنځه تنه ژوبل کړي .
ياد توغندى په بهسودو ولسوالي کي پر يوه کور لګېدلى . د دې ولسوالۍ ولسوال نعمت الله خان بريد تاييدوي او وايي چي په دې بريد کي پنځه تنه ژوبل سوي چي يوه يې ښځه او نور څلور يې کوچنيان دي .
نوموړى وايي چي په دې بريد کي کور ته هم زيان رسېدلى .
د بريد په اړه تر اوسه کوم چا څه نه دي ويلي .