۲۰۰۸ د مارچ ۱۹
نن پر عراق د امریکا د حملې شپږم کال پوره سو . د عراق ولس د پنځو کالو راهیسی د خپلی بې ګناهۍ په ګناه تپیږی . امریکا هغوی ددررو لویو بی ګناهیو په ګناه نیولي او ځوروی یې چی هغه دادي :
لومړۍ ګناه د صدام حسین د رژیم لخوا د ډلوژونکو وسو د لرلو بیګناهي ده ،
دوهمه ګناه د القاعده سره د هغه رژیم د تړاو بیګناهي ده ،
دریمه ګناه یې هم د هغه رژیم لخوا امریکا ته د تهدید بیګناهي ده .
امریکا ددې درو عمده بی ګناهیو په ګناه عراق د ۲۰۰۳ د مارچ د ۱۹ راهیسی په وینو لمبولی ، لوټی لوټی کړﺉ او دربدره کړﺉ دﺉ . پر عرق حمله دتروریزم سره د جنګ یوه پلمه وه حال داچی القاعده تر دې حملې مخکی هلته قطعأ شتون نه درلود .
تریخ حقیقت خو دادﺉ چی امریکا حتمأ باید ځان ته کوم دښمن ولري که نه د پوځی صنعت ستر څښتنان او بلیونران به دیوالي سی ( چی ددې هیواد بهرنۍ تګلاره ور ټاکي ) . همدا علت دﺉ چی ه د نړۍ په کوم کونج کی څه محلی کوچنی مشکل پېښ سی نو واشنګټن یې چټی د ځان لپاره تهدید وګڼی او همالته ورځغلي ، تباهۍ پېښوی او ځانته دښمنان تولیدوي .
پر افغانستان هم هغوی د حملې پلان درلود خو د سپټمبر د یوولسمی پېښو دا حمله رامخته کړه . کله چی یې ځان له وخت نه مخکي کامیاب وباله نو ډېر ژر عراق ته ورغی او هغه یې هم پسی ونیو او هلته یی هم د خپلی خوښی رژیم نصب کړ .
امریکا پر عراق په خپل پوځی یرغل سره القاعده ته ستره تحفه ورکړه . ځکه القاعده صدام یو مرتد باله او په هیڅ توګه یې له منځه نسو وړای. خو امریکا دا کار ورته وکړ. په دې ډول امریکا د القاعده لپاره څو مرغۍ په یو تیر ویشتې یعنی :
۱ ــــ هغوی یې د بعث ګوند څخه بېغمه کړل ،
۲ ــــ په زرګونوامریکایی پوځیان یی د خپل ښکار او هدف وړ وګرځول،
۳ ــــ به بلیو نونو ډالره یې ور ضایع کړل،
۴ ــــ په نړۍ کی یې پرتم،حیثیت او اعتبار ور خراب کړ،
۵ ــــ عراق یې د القاعده ځاله کړ ،
۶ ــــ امریکای پوځ یی د سترو تلفاتو سره مخامخ کړ ،
القاعده نن په عراق کی یو مستقل قدرت ګرځېدلی چی امریکا یې هلته سخته مصروفه کړې ، زیانمنه کړې ، د کرکي وړ ګرځولې او د اقتصادي ضایعاتو او پوځي تلفاتو سره مخ کړېده . القاعده امریکا په عراق کی د پنځو عمده خواو سره په شخړه او جګړه کی را ګیر کړې چی هغه دادي :
لومړﺉ ــــ په خپله د القاعده والو سره ،
دوهم ــــ د بعث د نسکوره سوي ګوند سره ،
درېیم ــــ د ایران د نفوذ سره ،
څلورم ــــ د سُني ګروپونو سره ،
پنځم ــــ د شیعه ګروپونو سره ،
نن امریکایی پوځیان هلته خورا ستړي، سره کش سوي، د پرله پسې محاربوي فعالیتونو او تیارسئ په حال کی ، او تر روحیاتی او دماغي فشارونو لاندی شپې سبا کوي او هغسی اعمال مخته بیایی چی ظاهرأ د هغو لپاره ندي روزل سوي ( لکه تشدد ، ترور ، دښمنیز چاپېریال ، سپکاوﺉ ،کړاو…. ) څېړونکي وایی چی همدا علت دﺉ چی القاعده وال د افغانستان څخه عراق ته کوچېدلی دي ځکه هلته ښه تلفات پېښولای سی . راځی چی وګورو چی امریکا په دې جنګ کی څه ګټلی او څه یې هم بایللی دي :
الف : امریکا څه د لاسه ورکړي دي :
۱ – تقریبأ څلور زره پوځیان یې وژل سوي او دیرش زره یې هم ټپیان یا معیوب سوی دي ،
۲ – یو ټریلیون ډالره پوځی مصارف یې کړی دي ،
۳ – قوت یې کم سوﺉ ، پوځ یې ستړﺉ سوﺉ او په روحیاتی ناروغیو مبتلا سوي دي ،
۴ – پوځ یې دومره سره کش سوﺉ چی پر بل هېواد ژر د حملې وس نلري ،
۵ – بین المللی حیثیت او ګرانښت یې لږ سوﺉ او تر بل هر وخت بی ملګرو سوﺉ دی ،
۶ – مخالفین یې ډېر سوي او دښمنان یې متعرض سوي دی ،
۷ – کورنۍ آزادۍ ګاني یې محدودي سوی او مالي- اقتصادي ستونزی یې خورا زیاتي سوي دي ،
۸ – بلیونونه ډالره د داخلي امنیت لپاره مصرفوي ( آن د کورني امنیت وزارت یې راوایستی ) ،
۹ – نن امریکا تر بل هر وخت پر القاعده بی تمرکزه سوې ده ،
۱۰ – تر بل هر وخت نن د شپې خوب او د ورځي آرام نلري ،
ب : امریکا څه تر لاسه کړي دي :
۱ – د خپلي اجندا له مخي یې د ترور پر ضد جګړه ښه پراخه او توده کړه ،
۲ – اسرائیل یې د تل لپاره د عراق له تهدیده بیغمه کړ ،
۳ – د عراق نفتي زېرمی ، سیاسی رژیم او هلته یې پوځی اډې خپلی کړې ،
۴ – متعدد دولتونه یې په ځان پسی ور روان کړل ،
۵ – د پوځی بودجې ډېرښت یې تاًمین او تضمین کړ ،
۶ – پر فلسطینیانو یی د اسرائیلو ظلمونه د نړیوالي غندني څخه لفظی ګیلو او شکایتونو ته را ټیټ کړل ،
۷ – ایران یی د واشنګټن یا تل ابیب د احتمالی حملې د تهدید سره مخامخ کړ ،
۸ – ملګري ملتونه یی ګونګی ، ړوند او کوڼ کړ ،
۹ – نور مخالف دولتونه یی له مقاومته واچول ( لکه لیبیا ، شمالی کوریا….)
خو دا ظاهری کامیابۍ د بوش دحکومت تر وروستۍ ورځي پوری دي . کله چی دﺉ ولاړ سی او دیموکراتان راسی او دغه « خیرن ماشوم » نوي ولسمشر ته وسپارل سی نو هغه وخت به بوش بېغمه او بی مسؤلیته ناست وي او د هنری کیسنجر غوندی ( دویتنام لپاره ) به استدلال کوي چی هغه داسی وو : « امریکا به د ویتنام جنګ ګټلی وای که د د یموکراتانوکانګریس د هغه لپاره بودجه نه وای کمه کړې ». نو دلته به هم د بوش ډله ووایی چی « وګورﺉ په عراق کی زموږ د دورې تر ختمېدو پوري اوضاع په بیړه مخ پر سمېدو روانه وه خو اوس چی څه کیږی او بیرته خرابه سوه ، نو دا زموږ ګناه نه ده .»
په هر صورت، سپینی ماڼۍ د انتقاد کونکو په ځواب کی ادعا کول چی موږ اوس د ترور پر ضد د جنګ مرکزي جبهې ته ور داخل سوي یو چی هغه عراق دﺉ. بوش وویل چی موږ ځکه ګټمن یو چی ددې پر ځای چی د نیویارک یا واشنګټن په واټونو کی مو د القاعده سره جنګ کولای، برعکس هغوی مو په عراق کی مصروف او راګیر کړي دي. خو په مقابل کی القاعده هم ادعا وکړه چی موږ ځکه بریالي یو چی، ددې پر ځای چی په امریکا کی مو درو- څلورو کسو غیر نظامی تلفات ور اړولای، یا مو ځوانان هلته نیول کیدای نو خدای راوستئ چانس خو دادﺉ چي همدلته د هغوی د پوځیانو پزي وینی کړو او حکومتی خزانه یی هم ور تشه کړو.
په هر حال، امریکا عراق ته کوم زیانونه اړولي دي ؟
۱ – عراقیان یی د فرقه ای او مذهبي جنګونو په منګلو کی ور کړ ،
۲ – د عراقیانو امنیت په خپل ټول طاقت سره هم نسی نیولای،
۳ – عراق یی د دیموکراسۍ او ترقۍ څخه محروم کړﺉ دﺉ،
۴ – عراق یی د تجزیی د خطر سره مخامخ کړﺉ دﺉ،
۵ – څه باندی یو ملیون عراقان وژل سوي دي،
۶ – څلور ملیونه عراقیان مهاجر سوي ( دوه ملیونه په بهر کی او دوه ملیونه هم دننه په هېواد کی )،
۷ – د عراق تقریبأ ټوله ملی اډانه او اقتصاد له مځکي وهل سوﺉ دﺉ،
تر هغه ځایه چی په القاعده پور ی اړه لري نو هغوی څلور زره امریکایی پوځیان ( او زر کسه هم قراردادیان ) ور وژلي دي، د دیرش څخه تر پنځوس زره پوري یې هم ور زخمیان یا معیوب کړي دي، څه ناڅه یو ټریلیون ( یعنی زر بلیونه ) ډالره یی ور ضایع کړي دي، امریکایې دداخلي اوخارجی لویو مزاحمتونو سره مخ کړ ې ده چی هیڅ سارﺉ نلري . نوچا ددې جنګ څخه ګټه کړېده ؟
لومړی ــــ د پوځی ــــ صنعتی لویو کارخانو او سترو نفتي شرکتونو څښتنانو او بلیونرانو،
دوهم ــــ اسرائیلو ،
درېیم ــــ ایران ،
څلورم ــــ القاعده ،
پنځم ــــ دواړو امریکایی ګوندونو ،
شپږم ــــ جنګ پلوه رسنیو او نماینده تبلیغډلو ،
امریکا همدا نن د عراق د کورنۍ جګړې په نس کی ولاړه ده . زښت زیات مصرف کوی، خپلي او د نورو وینی تویوي، کله شیعه ملېشو ته زارۍ کوي چی د رژیم سره ودریږی او کله هم سنیانو ته زارۍ کوی چی د القاعده مخی ته سپر سی، کله هم ایران ته زارۍ کوی چی ملېشو ته وسلې او مفکورې مه ورکوﺉ، او کله هم بغداد ته زارۍ کوي چی سنیان هم در سره شامل کړﺉ. هو، دا ټولي نا کامۍ دي .
عراق د امریکا لپاره درېیم اوږد ترین جنګ دﺉ ( یعنی تر ویتنام او افغانستان وروسته ) او دوهم ګران ترین جنګ دﺉ ( تر دوهمی نړیوالی جګړې وروسته ). د عراق په جنګ کی امریکا هره ورځ « ۴۳۵ » ملیونه ډالره مصرفوي چی د هفتې درې بلیونه ډالره او د میاشتی هم «۱۲» بلیونه ډالره کیږی. لیندا بیلمز، مشهوره امریکایی پروفیسوره وایی چی « موږ هره میاشت په عراق کی ۱۲ بلیونه ډالره او په افغانستان کی هم ۴ څلور بلیونه مصرفوو ، خو که نور ضمنی مصارف هم پر واچوو…… نو دا مجموعه به د میاشتی ۲۵ میلیونه ډالره سي . اوس نو که دوه نور کلونه په عراق کي پاته سو ۶۰۰ بلیونه ډالره نور به مو هم مصرف کړی وی، که درې کاله پاته سو نو څه کم یو ټریلیون ډالره به مو خرڅ کړی وی . . . . . که دا جنګ تر ۲۰۱۷ پوری روان وی د امریکا مجموعی لګښت به درې ټریلیونه ډالره سی .» د عراق د جنګ مصارف د کوریا تر هغې دوه چنده ،د خلیج تر جنګ لس چنده او تر لومړۍ نړیوالې جګړې دوه چنده تمام سوی دی .
صرف دوهمه نړیواله جګړه ډیره ګرانه وه چي پنځه ټریلیونه ډالره مصرف یې وخوړ.
د سي بي اس خبري شبکې د وروستیو نظر پوښتنو څخه معلومیږی چي٪ ۶۴ امریکایان وایی چي د عراق جنګ په دومره تلفاتو او مصارفو باندی نه ارزیدئ . ګارډین د مارچ پر ۱۶ نيټه لیکی چي ۷۰٪ امریکایان د عراق جنګ نه غواړی.
دافغانستان جنګ عموما او د عراق جنګ هم خصوصاْ امریکا د سترو پوځي، امنیتي، اقتصادي او حتی اخلاقي ستونزو سره مخامخ کړې چي نجات یې نه تر سترګو کیږی . دواړه جنګونه په داسي یو ناوړه ډول روان دی چي امریکا نه ورڅخه راوتلای سی او نه هم پکښې پاتیدای سی. په ۲۰۰۶ کي سي آی اې په خپل ارزونکی راپور کي اعتراف وکړ چي : « دعراق جنګ په مجموع کي زموږ د تروریزم مشکل نور هم را مشکلتر کړ .»
د برتانوي پوځيانو قوماندان بټلیر د ۲۰۰۶ په اکتوبر کي وویل چي « د عراق جنګ د ا فغانستان امنیت پر میدان پریښود او دلته یې د څلورو کالو راهسیی یوه خطرناکه خلا پریښی ده .
همدا علت دی چي امریکایی پوځ ډير سره کش سوی او بیخی د پریکیدو حد ته رسیدلی دی او ځکه نو افغانستان ته نور زیات پوځيان نسی لیږلای بلکې پر ناټو فشار اچوی، پر ایران حمله تر ې پاته ده ، او د نړی په نورو سیمو کي د اصلي تهدیدونو په وړاندی کافي پوځیان نلری . ښه ، نو که امریکا ترې راووزی یا همداسی پاته وي نو څه به پيښه سی ؟
الف که په عراق کي پاته وی نو دا زیانونه ورته ګوری :
۱ ــ پوځ به یې د ځانی تلفاتو ، روحی او معنوی زیانونو، جنګي ستریاوو او بیوسیو سره مخامخ وی او سخت ظلمونه به کوی .
۲ ــ د پوځی مصارفو، اقتصادي زیانونو او مالي کسرونو سره به مخامخ وی.
۳ ـــ نړیوال دریځ به یې نور هم کمزوره ، ملګری به یې لږ او مخالفین او دښمنان به یې نور هم دیریږی آن د تجرید سره به مخامخ سی .
۴ ــ پر بل هیواد ( خصوصاٌ ایران) باندی پوځي حمله نسی کولای .
ب : که د عراق څخه راووځي نو څه به ورپيښه سی ؟
۱ ـــ ایران به دا خلا ډکه کړی.
۲ ـــ عراق ښایی تجزیه سی .
۳ ــ القاعده به ښه غښتلی او یرعلیز سی .
۴ ــ د اسرائیلو امنیت به ګواښمن سی .
۵ ــ ګاونډی ډولتونه به د نا امنی او بی ثباتۍ ښکار سی .
پس له دې نه ښکاری چي امریکا په دواړو جګړو کي سخته ګیر راغلی، په دواړو کي ښویدلې ، په دواړو کي یې ځان په قطۍ کی اچولی، په دواړو کي کمزوره سوې، تجرید سوې، زیانمنه سوې او بالاخره ناکامه سوې ده . امریکا پدې « اختیاري» او «انتخابی » جګړو کي د څو ګناهونو مرتکب سوې لکه :
۱ ــ د حکومت او رسنیو منفي پروپاګنډ
۲ ــ د جنګ او یرغل سره د مقاماتو سخته مینه
۳ ـــ تکبر او بی حوصلګی
۴ ــ د امریکاییزم دبدبه او ځان تر هر چا لوړ ګڼل
۵ ــ د پیسو بی ګنټروله لګښت چي باید په ملیتاریزم کي ولګول سی
۶ ــ د بی ګناه انسانانو بی دریغه وژل او په باک نه راوړل .
ځکه نو ویلای سو چي افغانستان او عراق دواړه د امریکایی خارجه پالیسۍ قربانیان دي . دواړه جنګونه یو شی دي یعنی افغانستان نن د ناټو عراق دی او عراق بیا د امریکا فلسطین دی . دواړو ولسونو ته د بل چا د ګناه پر ځای د یو بل ګناهکار لخوا د خپلی بی ګناهۍ سزا ورکول کیږی . دواړه ولسونه په اصطلاح « د ترور پر ضد د جنګ» د ګناه په بی ګناهۍ نیول سوي چي افغانستان د هغه پيلامه او عراق یې ادامه ده . دواړه ولسونه بی له خدایه هیڅ غمخور نلری او دواړه ولسونه د نړۍ د ستر جابر ځواک لخوا اشغال سوي او د خپلي بی ګناهۍ ګناه تیروی او ځکه نو حق لری چي ووایی : اللهم اشفل الظالمین باالظالامین !
والسلام
نثار احمد « صمد »